fbpx
پښتیان مقالې

خبره د شک نه، د باور ده…..!

لیکوال پښتیان
په يو سويلي ولايت کې مې په يو امريکايې بېس کې د يو ژباړن په څير کار درلود. يو شپه ناوخته د چورلکو ږغ له خوبه راپاڅولم. د شپې ناوخته له بېسه د چورلکو الوتل يو عادي خبره نه وه بلکه داسې برښېده چې يو ځای به هرو مرو عمليات روان وي او ليا به بله پېښه سوې وي. د حيرانګۍ ځای دا وو، چې دا چورلکې د تورغره پر لوري الوتلې. تور غر يو سپېره، بې شنزګۍ او اوبو غردئ، دلته د وسله والو ترهګرو د شتون په اړه نه لومړي کوم مالومات وو او نه هم په دغه شپه. دا چورلکې د تور غره په لوري ولې الوتلې، په دې د ځان پوهولو لپاره د بيس پر يو برج پر وظيفه معمور يو انډيوال افغان سرتيري ته د تپوس په موخه ورغلم. دې سرتېري و سترګو ته يو لرليد/دوربين Telescope نيولی و او د چورلکو د ناستې د ځای د صحيح کولو هڅه يې کوله. زما د تپوس په ځواب کې دې سرتېري خپل دوربين ماته راکړ او راته وويل چې د هيڅ کومو عملياتو په اړه مالومات نه لري، خو د حيرانګۍ ځای دا دئ چې دا چورلکې په تور غره کې کښېني او له يو څه ځنډه وروستو بېرته بيس ته راسي. نه پوهېږم چې هلته څه روان دي.
له پيښې څو ورځې وروستو له دې تور غره څخه د ښارګوټي پر مرکز توغندي را وويشتل سوه. که څه هم په بېس او ښارګوټي کې دا ويل کېدل چې دا توغندي تاليبانو راويشتي دي خو په بېس کې مېشت موږ يو شمېر افغانانو دا پوخ باور درلود چې د دې توغنديو او د هغو امريکايې چورلکو چې په هغه شپه تور غره ته تلې او راتلې په مېنځ څه نه څه تړون هرو مرو سته.
(افغان جرګه به د يو شمېر افغان ژباړنو هغه ټولې خاترې ډېرې ژر پر ليکه کړي کومې چې د دې ښکارندويه دي چې د افغان پر خاوره روانه د ترهګرۍ ضد جګړه په اصل کې د امريکا او ملګرو يو ستر استعماري فراډ ده).
تېره ورځ يو امريکايې ورځپاڼې لکلي دي چې افغان ولسمشر او دولت دا شک څرګندوي چې په هيواد کې د يو شمېر ترهګريزو بريدو تر شا د امريکا لاس دئ. فکر کوم خبره به تر شک تېره وي، دا وخت ډېر افغانان دا پوخ باور لري، ثبوتونه لري، شاهدان لري، هر افغان ژباړن، هر افغان سرتېری يو نه يو ثبوت لري چې په لر او بر افغان وطن کې چې کومه هم ترهګري کېږي د دې تر شا د امريکا او ملګرو لاس دئ. دا يو بېله خبره ده چې په نيمو بريدو کې به د دې هيوادو د استخباراتو بلاواسطه (Direct) لاس وي او په نيمو بريدو کې بالواسطه (Indirect).
په دې راپور کې دا ورځپاڼه د يو شمېر امريکايې چارواکيو له خولې په ترهګريز بريد کې د امريکا لاس په کلکه ردوي او د افغان دولت شک بې ځايه بولي. دلته دا يادونه ډېره اړينه ګڼم چې په 1953 کې چې کله سي ای اې د پارس د صدراعظم مصدق ضد کوديتا (Operation Ajax) کوله او مصدق د دې کوديتا تور په امريکا پورې کړ نو امريکي چارواکيو هغه وخت هم د مصدق دا خبره دومره په کلکه رده کړه لکه نن چې د افغان دولت خبره رده وي. نن هم هغه امريکايې چارواکي دا په ډاګه مني چې د مصدق ضد کوديتا په اصل کې سي ای اې او ايم اي سيکس وکړه.
هم دا ډول په اتيايمه لسېزه کې د ثور پاڅون ضد چې کله د – جهاد – پروژه پيل سوه نو امريکې چارواکيو په وار وار په – جهاد – کې د خپل دولت ښکېلتيا په کلکه رده کړه او دا ډنډورې بې وهلې چې د مجاهدينو پروژه په اصل کې د اسلام اباد پروژه ده. نن هم هغه امريکا ده چې په ډاګه مني چې مجاهدين د سي ای اې پروژه وه چې د پنجابک له لارې عملي سوه.
موږ افغانان سل په سل کې باور لرو چې – تاليب – په اصل کې د سي ای اې پروژه ده چې د پنجابک له لارې عملي کېږي. تاليب، ای ايس ای او سي ای اې په اصل کې د يوې بلا درې بېل بېل نومونه دي. نو د افغان پر خاوره چې هر ډول ترهګري کېږي د دې تر شا په اصل کې د امريکا لاس دئ. موږ په دې سر نه خوږوو چې مسوليت يې تاليب په غاړه اخلي، ای ايس ای او که سي ای اې. موږ تس دومره پوهېږو چې د ترهګرۍ صلاحيت، وس او توان صرف او صرف امريکا لري.