fbpx
پښتیان مقالې

د راسموسن څرګندونې استعماري او احمقانه دي

لیکوال پښتیان
له تېرو څو اونيو څخه د ناټو عمومي سيکرتر راسموسن په ډېره احمقانه، جاهلانه او استعماري توګه پر افغان دولت او ولس له متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره په فشار اچولو لاس پورې کړئ دئ. که څه هم نوموړی د نړيوالو بدماشانو د ټولې (ناټو) مشر دئ خو دا بايد په پام کې ونيول سي چې ناټو تس د يو عسکري اتحاديې نوم دئ او د ناټو سيکرتر هيڅ حق نه لري چې د يو خپلواک هيواد پر ولسي دولت په استعماري ډول فشار واچوي. راسموسن په اصل کې تر خپل قد او حيثيت سترې خبرې کوي. بايد دا په پام کې ونيول سي چې د ناټو د عمومي سيکرتر حيثيت تس د چابيو د وټي ليا Rubber Stamp وي چې په اصل کې د امريکا د يو منشي په توګه کار کوي.
بايد دا هم په پام کې ونيول سي چې نن چې راسموسن د امنيتي تړون په اړه کومه سرنا ږغوي هم دا کار نوموړي په 2003 کې د عراق په ضد د جګړې لپاره کولئ. راسموسن د خپل ولس د غولولو لپاره له دروغو کار واخيست او د عراق په اړه يې دا دعوه درلوده چې موږ شک نه بلکه باور لرو چې عراق د پراخې کچې ورانونکې وسلې لري. نن يوه لسيزه وروستو ټوله نړۍ شاهده ده چې په عراق کښې د پراخي کچې وسلې نه بلکه د تېلو خزانې وې چې راسموسن او ملګرو يې ولوټلې او نيم ميليون عراقيان يې قربانيان سول. بايد موږ افغانان راسموسن ته دا يادونه هم ورکړو چې کله دی د ډنمارک صدراعظم وو، خپل ولس ده ته – سور لاسی قاتل – ويلو. ان تر دې چې يو کس په پارليمان ور دننه سو او د نيم ميليون عراقيانو په قتل عام کې د لاس لرلو له کبله يې نوموړی په سره رنګ ولړلئ.
موږ افغانان د امنيتي تړون په اړه د راسموسن څرګندونې احمقانه، جاهلانه او استعماري ګڼو او قدرمن راسموسن ته دا يادونه ورکوو چې بې شکه ناټو دا وخت د نړۍ د بدماشانو ټوله ده، او تاسو جناب د دې ټولې مشر ياست خو افغانستان يو ازاد خپلواک هيواد دئ او د ملګرو ملتونو د چارټر په سموڼ ستا حېثيت تر افغان ولسمشر ډېر ټېټ دئ. پاته سوه خبره د ناټو د سرتېرو د قربانۍ، راسموسن به نه يواځې افغانانو بلکه د ناټو برخه د ټولو هيوادو ولسونو ته دا باور ورکوي چې د ترهګرۍ په نامه روانه جګړه رښتينې ده. موږ دا باور لرو چې دا جګړه استعماري
او دروغځنه ده چې قربانيان يې نه يواځې افغان ولس بلکه د ناټو هيوادو هغه عسکر دي چې راسموسن او ملګري يې په دروغځنو پېلمو د يو شمېر کمپنيو د ګټو د خوندي کولو لپاره قرباني کوي.