fbpx
پښتیان مقالې

د امريکا او ناټو ياري د لړم ياري ده

لیکوال پښتیان
زموږ د ښوونځي په لومړيو ټولګيو کې د لړم او سکاو/شمشتي (Turtle) يوه ډېره په زړه پورې لنډه قصه وه. دا لنډه قصه څه په دې ډول وه، چې يو وخت يو سکاو/شمشتی تر يو درياب پورې وتلو نو يو لړم ورته راغلو او ورته وويل چې زه د دې درياب هغه بله غاړه ته اوسېږم. اوبه ډېرې ګړندۍدئ او زه نه سم پورې وتلائ. ته هسې هم پورې وزې نو که ما هم له ځان سره پر ملا واخلې مننه به دي وي.
سکاو ورسره و منله او لړم يې پر خپله ملا واخيستلئ. چې لږ وړاندې لاړه نو لړم سکاو پر ملا په نېښ ووهلو. سکاو له لړم څخه تپوس وکړ چې ولې ګرانه؟؟ هم ښه درسره کوم او هم مي په نېښ وهې؟؟ لړم ورته وويل خفا کېږه مه، نېښ اچول زما عادت دئ.
چې لږ نور وړاندې لاړه، نو لړم يو ځل بيا سکاو پر ملا په نېښ ووهلئ. سکاو په کاوړ ورته وويل چې دا کار مه کوه، هم مې پر ملا بار کړئ يې او هم نېښونه اچوې. لړم ورته وويل چې ګرانه، له لړمانو سره چې يارې کوې نو د نېښو زغم به خامخا په ځان کې پيدا کوې.
چې کله د اوبو مېنځ ته ورسېدل نو لړم يو ځل بيا نېښ واچولئ. سکاو سمدستي په اوبو کې ځان دننه کړ او اوبو لړم واخيست. لړم چېغه کړه او سکاو تې وويل چې دا څه کوې؟؟ سکاو ورته وويل چې په اوبو کې دننه کېدل د سکاو عادت وي. له سکاو سره چې يارې کوې نو د اوبو لامبو به زده کوې.
بمبار، وژنې، مرګ، ژوبلې او ورانی د ناټو هم کار او هم شعار دئ. ناټو جوړه سوې د هم دې کار لپاره ده. څوک چې له ناټو سره ياري کوي هغه په کار دئ چې ليا په ځان کې د بمبار، ورانۍ او مرګ ژوبلې زغم پيدا کړي او ليا د سکاو په شان د بدل اخيستلو لاره زده کړي. که څه هم دا وخت امريکا او ناټو د لړم په شان د افغان ملت پر ملا سپاره د منځنۍ اسيا د وسايلو لوټ له روان دي او د افغان ملت و ملا ته ډېره اړتيا لري، خو بيا هم د لړم په شان نېښونه اچوي. د لړم مينه او ناز هم دا نېښ دئ. له لړم سره چې هر څومره ښه وکړې، د پروان د بمبارو په شان نېښ به خامخا خورې.
که د يو عادي انسان په سترګو ورته وکتل سي له دې تېرو څو کالو د افغان دولت او ناټو تر مينځ د کش بګير، نانداريو او خواشينېو تر ټولو ستر لامل هم دا بمبارونه او ولسي مرګ ژوبله ده. امنيتي تړون چې د امريکا يو ډېر غټ ضرورت دئ، د نه لاسليکېدو تر ټولو ستر لامل هم دا بمبارونه او ولسي مرګ ژوبله ده، خو بيا هم چې کله هم امريکا ليا ناټو موقع موندلې ده، له ړانده بمباره يې ډډه نه ده کړې. هو، د پخوا پرتله اوسمهال بمبارونه ډېر کم سوي دي، د دې لامل د امريکا ليا ناټو سړيتوب نه دئ بلکه دا د افغان ملي اردو خپلسري عمليات او له ناټو د هواي ځواکو د مرستې نه غوښتل دئ.
تس فکر وکړئ، تر اوسه ليا امنيتي تړون نه دئ لاسليک سوئ، د افغان دولت او ولس د باور تر لاسه کولو لپاره امريکا او ناټو دا هڅه کوي چې ملکي تلفات کم کړي بيا يې هم د ړندو بمبارو دا حال دئ. چې يو ځل امنيتي تړون لاسليک شې بيا به د دې لړمانو مخه څوک نيسي؟؟؟
اوس هم وخت نه دئ تېر. که څه هم – لړم – نېښ اچوي خو لوبه په بشپړه توګه د – سکاو – په لاس کې ده. تر اوسه ليا د درياب مېنځ دئ، د لړم له نېښه د ځان ژغورلو تر ټولو اسانه او ساده لاره دا ده، چې د امنيتي تړون ټوله پروسه لغو سي او له نوي سره نوي شرطونه وړاندې کړل سي. پر نوي امنيتي تړون باندې تر خبرو لومړي په کار دئ چې شرط دا وي چې سي ای اې به د لر او بر افغان پر خاوره د مذهبي ترهګرۍ هر ډول لوبه که يې هغه د تاليب پر نامه روانه کړې ده او که د القاعده، څخه په بشپړه توګه لاس اخلي. موږ افغانان، تاليب او پنجابی دوه سپي ګڼو او د دې دواړو سپيو ځنځيرونه د سي ای اې په لاس کې وينو. سي ای اې به نور د خپلو دې سپيو ځنځيرونه خامخا لنډه وي. دا غوښته به د افغان دولت او ولس له خوا پر نوي امنيتي تړون تر خبرو اترو لمخه شرط Precondition وي، بارګېننګ چپ Bargaining Chip نه.