fbpx
پښتیان مقالې

نيم رښتيا

لیکوال پښتیان
د متحده ايالاتو د دفاع پخواني سيکرتر رابرټ ګېټس په خپل کتاب کې د افغان دولت د هغه دريځ پخلی کړئ دئ چې د 2009 په ټولټاکنو کې د امريکا متحده ايالاتو خپله بشپړه هڅه وکړه چې ولسمشر حامد کرزي چې په هر ډول وي په دې ټولټاکنو کې له ماتې سره مخامخ کړي. رابرټ ګېټس ليکي چې د هغه وخت د امريکا د ولسمشر د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړي استاځي رچرډ هالبروک او د امريکا سفير کارل ايکينبري تر خپله وسه د ټولټاکنو په پروسه کې (نامالومه ) لاس وهنه وکړه. که څه هم يوه لوري ته رابرټ ګېټس د متحده ايالاتو لاس وهنه منلې ده خو بل لوري تې د درغليو ټوله پړه پر ولسمشر کرزي تپلې ده. ګېټس وايې چې کله کرزی د متحده ايالاتو له دې پلانه خبرسو نو يې له ټوپکسالارانو سره لاس يو کړ او په ټولټاکنو کې درغلي رامېنځته سوه. ګېټس دا هڅه کړې ده چې په نيم رښتيا ټول رښتيا پټ کړي او د افغانانو او نړۍ پر سترګو لاس ور ونيسي. ټول رښتيا دا دي چې متحده ايالاتو نه يواځې په ټولټاکنو کې لاس وهنه وکړه بلکه د درغليو تر شا هم بالواسطه ليا بلاواسطه د سي ای اې لاس و. يواځې دا نه بلکه د لوېدېځ رسنيو د 2009 په ټولټاکنو کې د تاليب او ترهګرۍ و انډوخره ته دومره پوک ورکړ چې د سوېلي افغانستان په ډېرو پښتني سيمو کې خلګ له رايې اچولو بې برخه پاته سوه. د دې ټولې انډوخرې موخې هم دا وې چې کرزی له ماتې سره مخامخ کړي.
يواځې دا نه امريکا د 2014په ټولټاکنو کې هم د لاس وهنې پلان لري او غواړي چې يو مخصوصه کانديد د ولسمشرۍ چوکۍ ته ورسوي. هم دا يې لامل دئ چې د دې باوجود چې د هغه کانديد روغتيايې وضح ناسمه ده، خو د ډول ډول تبليغاتو په زور يې کله د نړۍ لومړۍ متفکر کړي کله دوم او کله دريم او غواړي چې تر ولسمشرۍ يې ورسوي. دا کانديد پخپل ځان کې ډېر سپېڅلی دئ. خو متحده ايالات غواړي چې د نړۍ د لومړي، دوم ليا دريم متفکر په سيوري د نړۍ لومړۍ، دوم ليا دريم سفاکه او قاتل ټوپکسالار تر ميهيمې چوکۍ ورسوي او بيا د خپلې خوښې کار ورڅخه واخلي. نه پوهېږم چې په ټولټاکنو کې د لاس وهنې تعريف څنګه وي..؟؟ خو دا د پام وړ ده چې تر اوسه ليا ټولټاکنې سوې نه دي د لوېديځ رسنيو بيا د افغانستان لومړۍ مېرمنه First Lady و هم ټاکله او دا ډنډورې خپرې کړې چې د افغانستان لومړۍ مېرمنه به کرسچيانه وي.
کوم ټوپکسالاران؟
چې کله امام جهاد، چارلي ويلسن له نړۍ سترګې پټې کړې نو د ده د پتارۍ مراسم د متحده ايالاتو د وتلي ملي اتل National Hero په توګه تر سره کړل سوه. د متحده ايالاتو د ملي اردو يو ټولۍ په بشپړه عسکري پېزوينه دا مراسم تر سره کړه. يواځې په مرګ نه بلکه په ژوند کې هم و چارلي ويلسن ته د اسلامي تاريخ تر ټولو ستر – جهاد – پر امامت کولو يو شمېر ځړونګي او د ستاينې اسناد ورکول سوي دي. قدرمن رابرټ ګېټس د چارلي ويلسن پر مرګ وويل چې – متحده ايالات نن له يو داسې ملتپاله بې برخه سو کوم چې و نړۍ ته ښکاره کړل چې يو د پخې ارادې لرونکي انسان هم د نړۍ تاريخ بدلولای سي – .
تپوس دا دئ چې چارلي ويلسن کومه توره وکړه چې د متحده ايالاتو ملي اتل وګرزېدئ؟؟؟ د چارلي ويلسن تر ټولو ستره کارنامه د هم دې – ټوپکسالارانو – زېږول و کومو ته چې رابرټ ګېټس نن په ډېر ټېټ نظرګوري او وايې چې د 2009 په ټولټاکنو کې درغلي – ټوپکسالارانو – وکړه. يواځې ګېټس نه بلکه د لوېديځ هر شنونکی، هره رسنۍ او هر ليکوال چې کله د افغانستان په اړه زهر پاشي ليا د افغانانو توهين کوي او پېغور ورکوي نو د دې ټوپکسالارانو نوم اخلي کوم چې چارلي ويلسن تربيه کړه، په وسلو او ډالرو يې سنباله کړه او روغ جوړ د زرګونو کالو تاريخ لرونکي افغانستان يې په لوټې لوټې کړ. د بې شرمۍ، بدتهذيبۍ او حراميتوب هم يو حد وي…! کوم چا چې ټوپکسالاران جوړ کړه (چارلي ويلسن) هغه ته د ملي اتل ځړونګي ورپغاړه کېږي او په بشپړه عسکري پېرزوينه خاورو ته سپارل کېږي، خو دې ملي اتل چې له کومو سپېڅليو او ساده خلګو ځيناور جوړ کړه، هغه بد دي….!!!