fbpx
مقالې ناشنا شینوارئ

ملایان او کمونستانو غرق شوي

وايي چې کله چې پخوانی کمونستي شوروي ازاد شو له ګورباچوف څخه په یو خبري کنفرانس کې پوښتنه وشوه چې دا لویه روسیه او روسي ځواک ماتیدل څه وجه وه؟
د ګورباچوف ځواب داسې وو چې ددې وجه کمپویټر او انټرنټ دی!
اوس اسلي خبره دا ده چې روسي کمونستانو خو دا لا پخوا منلې ده چې د کمپویټر زور نه لرو خو ملایانو دا کوشش روان کړی چې له کمپیوټر او انټرنټ داسې کار واخلي لکه پخوا به یی د ال ازهر پوهنتون او دیوبند مدرسې څخه اخیستله خو اوس کمپیوټر او انټرنټ شته او نړۍ هم یو کلی دی او د ملایانو مداریتوب څخه هیڅ نه کیږي ملا به هم یو څو ورځې ورسته اعلان وکړي چې تسلیم یو.
اوس ډیری کمونستان او ملایان ډیموکراتان یا ملتپاله شوي.
له روسانو، انګریزانو، فرانسویانو، امریکایانو او چینایانو نیولې تر نورو پورې هسې په خوله داعوې کوي چې مونږ کمونیستان ، مزهبپاله، ډیموکرټان یا نړیوال پال یو یا ځان کڼي.
خوپه اسل کې دا هر یو اول ملتپال دی بیا ورسته مزهبي، کمونست یا ډیموکرات یا نړیوال دی.
یو ساده سوال پوهه له روسي، امریکايي، فرانسوي، انګریز یا چینايي څخه وکړی چې لومړی روسی، امریکایی، فرانسوی، انګریز یا چینايي یی که لومړی کمونیست، مزهبپال، ډیموکراټ یا نړیوال یی؟
دا درته پغیر د شک ووایم چې په دې سوال به وخاندي.