fbpx
اندېښمن شینوارئ مقالې

نظر پوښتنې او سروې ګانې ډیرې شوېدي

نن سبا چې د خبرو هرې سرچېنې ته پام وکړې نو خورا زیات چې په سترګو کېږي هغه د خبري سرچینو لخوا د نظر پوښتنو او سروې ګانو زور دی.
له هغه وروسته چې لوي مشورتي جرګې له امریکا سره د امنیتي تړون لرلو لپاره رایه ورکړه او ولسمشر حامد کرزي د تړون له لاسلیک څخه انکار پدې شرط وکړو چې امریکا دې د افغانستان شرائېط هم په نظر کې وساتي، پوره دې کړي، ددوستۍ او د همکارۍ ثبوت دې ورکړي بیا به ئې لاسلیک کړو، که داسې ونه شي نو دا تړون به یواځې بربادي دې ځپل شوي خاوري ته راوړي. ددې کارونو څخه وروسته هره ورځ یوه نه یوه نوې سروې کېږي، یوه ورځ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندو په اړه سروې کېږي او د هغوي نتیجه د ګټلو او نه ګټلو په اړه خبرونه خپروي چې دا د امریکې او د ټلوالې لخوا یو پلان شوې او په لار اچول شوې کمپائېن دی چې د هغو کسانو لپاره ئې ترسره کوي چې دوي پکې خپلې ګټې ویني او د افغان ولس په سترګو کې خاورې وراچوي، ددې خبرې ورځ دوه نه وې تېرې شوې چې بیا بله یوه سروې وشي چې امریکایان په مکمل ډول غواړي چې له افغانستان څخه خپل ټول فوځي قوتونه وباسي، بیا چې دا سروې هم کار ورنکړي، ورپسې بله تیاره وي او هغه هم دا چې دوه زره څوارلسم نه وروسته به افغان ملي ځواکونه ونه کولې شي چې د خپل هېواد امنیت وساتي، دا خبره لا تازه وي چې پسې بله نوې وکړي او هغه دا چې افغانستان شاید له دوه زره څوارلسم وروستو تجزیه شي، بیا یوه بله تیاره وي وښائي چې د اکثرو خلکو په نظر کوم او کوم ښه او اسوده، باامینته هېوادونه دي او کوم بد، او ددې په شان نور په لس ګونه نظرپوښتنې ورته وائې او که شېطاني جوړول او د خلکو مغز خورا له سختو او د فېصلې کولو له مشکل سره مخامخ کول ورته وائې.
دا ټول څه دي؟
څوک ئې کوي؟
ولې ئې کوي؟
او ګټه ئې څه ده؟
دا ټول تبلیغات دي، د جنګ یو تاکتیک دی، د مخامخ لورئ له ذهني مشکل او د فېصلې کولو په منځ کې ورته خنډ پېدا کول دي.
دا ټول زبر، ستر، استعمارګر او شېطاني قوتونه دا کارونه کوي، ځکه چې دوي که د مخامخ خبرو لپاره دلائېل ونلري او پخپله ملامت وي نو د جنګ کولو یو تاکتیک سائېکلوجیکل جنګ هم دی چې عام ولس له رواني او روحي حالات سره مخامخ کړي او ګټه ئې همدا ده چې دوي خپلو موخو ته ځان ورسوي. ددې نظرپوښتنو او سروې ګانو ترشاه په زرګونو په شمېر اینټراپولوجستان، سائېکلوجستان او څه او څه بلاګانې ناست وي، شیطاني جوړوي، ددې شېطانې په مقابل کې د خلکو عکس العمل څخه ځان خبروي، که د خلکو عکس العمل مثبت ؤ نو دوي بله سروې او نظرپوښتنه هم په همدې ډول جوړوي او که ئې عکس العمل منفي ؤ نو بیا داسې یو څه خلکو مخې ته کېږدي چې هغه ئې په هېر شي.