fbpx
ساهو برلاس مقالې

د ژمي شپې او څو کيسې

لیکوال ساهو برلاس
انا به راته نکل پيل کړو. “ښه چې وو يو سړی وو. يو يې کور دوه يې ځامن وو. يو په عقل پوره بل کم وو”. د نغري غاړي ته به رانيږدې شولو. د سکروټو تودښت ته به مي لاسونه و مروړل. نکل به پر مخ روان شو. “د خدای ورځي شپې وې تيرېدې. يوه ورځ سړی مړ شو. د پاتا (فاتحه) او خيرات پس هوښيار ورور کم عقل ته وويل چې اوس، ښه به دا وي چې د ورورولی وېش سره وکړو. مورکۍ يې ستا، غوا يې زما. کم عقل ورور ورسره و منل”.
نن راته ياديږي چې په دې کيسه کې د استعمار د چل ول کيسې پټي وې. “مور وطن زموږ، شتمنۍ يې د استعمار”.
په هم داسي کيسو کې يوه کيسه د ليوني او ورور وه. د غوا وېش چې يې کولو نو د مخ خوا د ليوني برخه شوه، شا خوا يې د هوښيار. ليوني به واښه ورته راوړل، شودې به يې هوښيار څښلې. د داسي ورورولي په کيسو ملا او پنجاب څومره پښتانه تېرايستلي دي.
د مومن خان او شيرينو په کيسه کې اوس راته “زبردست” استعمار ښکاري. د سبا سبا په تمه، څومره ځوانان د هند او سيند په ګرمۍ کې د ښې ورځي شيرينو ته شپې سبا کوي. چې کله کور ته پړ يا مړ راشي، شيرين وطن يې د بل چا په نامه وي. د بل چا په نامه پاتې شي. او مومن خان د خانانو، باچهانو سياست ته پاتې راشي. په هم داسي کيسو کې راته د عقل زور ښکاره شي. د موټو زور څومره ورته مات شي.
د ظريف خان او مابۍ په کيسه کې خدری زموږ ملا دی. خپل وراره و پريدي استعمار ته ښکېل کړي. مکار، بدمخه، په چل ول پوهـ، له انساني شرفه بې برخي.
څومره کيسې دې. په کيسو کې څومره کيسې پټي دي. موږ به خپلي کيسې کله يو بل ته وايو؟ پريدي نکلونو رانه عقل و تروړلو.