fbpx
پښتیان مقالې

که پر ډېران ګرزېدئ چرګ، که په لاس درغلئ ښوروا 

لیکوال پښتیان
خدای خبر چې رښتيا به وي که دروغ خو په ملانصرالدين پسې ډېرې ټوکې تړل سوې دي. په دې کې يوه دا هم ده، وايي يو ورځ چا ملانصرالدين ته چرګ ورښکاره کړ چې دا څه شی دئ؟ ملا نصرالدين په ځواب کې ورته وويل چې که پر ډېران ګرزېدئ بيا چرګ دئ خو که په لاس درغلئ نو ښوروا ده.
يو څو اونۍ لومړي مې په رسنيو کې د يو ږيرور سړي انځور وليد چې له شکله هم افغان او هم اروپايي ليا امريکايي ښکارېدئ. په راپورو کې د دولتي چارواکيو له خولې ويل سوي و چې دا کس د ختيځو ولايتو په ناامنو سيمو کې په ډېر مشکوکه حالت کې نيول سوئ و. خدای خبرچې ده به هلته کوم ګلونه کرل خو رسنيو دا شک هم ښکاره کړئ و چې ښای دا د ځانګړو امريکاي عسکرو غړی وي او د وسله والو تاليبانو ضد عمليات به کوي.
هم دې ته ورته يوه پېښه څو کاله لومړي په هلمند کې هم سوې وه. افغان عسکرو په يو موټر کې داسې شکمن کسان نيولي و چې له جامو او لهجې ځايې خلګ ښکارېده خو په اصل کې د خارجي هيوادو د ځانګړيو عسکرو غړي و. په هم دې وخت کې ځايې افغان چارواکيو داسې استخباراتي راپورونه تر لاسه کړي و چې تاليبانو ته باقاعده په پلاسټک کې خوندي کړل سوي هغه خوراکونه ورکول کېږي کوم چې د ناټو عسکر استعمالوي. دا هم ويل کېده چې په ډېرو اوړنو سيمو کې تاليبانو ته خوراکي توکي او وسلې د خارجي عسکرو په مرسته رسېږي. هم دا يې لامل و چې افغان دولت د پيرنګي دوه نامتو جاسوسان له تاليبانو سره د اړيکو پر بنسټ له هيواده وشړل.
د يو شمېر ملي اردو د سرتېرو او افغان ژباړنو په وينا کله کله چې دوئ له وسله والو تاليبانو سره په جګړه کې مخامخ سي نو د وسله والو له لوري داسې ټاکټېکس کارول کېږي چې دوئ دا ګومان کوي چې دا د مدرسې موږکان تاليبان نه بلکه ښه تربيه سوي عسکر دي. شايد دا ګومان نه بلکه رښتيا خبره وي. د ملي اردو سرتېري چې له کومو وسله والو سره مخامخ کېږي هغه په رښتيا هم ښه تربيه سوي عسکر وي ليا د ښو تربيه سويو عسکرو شاګردان. ولې چې د تاليب په ژوند کې د نړۍ د سترو سترو قوتو ګټې دي. تاليب د دې قوتو د ګټو ضمانت دئ. تر څو چې تاليب و تر هغو به دا ګټې وي نو بيا ستر نړيوال قوتونه ليوني دي چې تاليب له مينځه يوسي؟؟؟؟ څوک دا امکان ردوالی سي چې د ځانګړو عسکرو تر پلو لاندې دا خلګ دي په يوه ليا بل شکل کې د تاليبانو مرسته نه کوي؟؟ په دې تېرو څو کالو کې خو خارجيانو هر ډول باور له لاسه ورکړئ دئ. افغان ولس د دوئ پر هيڅ کومه خبره او کار باور نه کوي.
نور خو نه پوهېږم خو د ملانصرالدين دا ټوکه دلته ډېره سمه پر ځاي راځي چې: د افغان په بڼه کې دا ږيرور کسان که ونيول سوه نو د امريکا ځانګړي عسکر دي که خلاس ګرزېدل بيا تاليبان ليا د تاليبانو روزونکي دي.