fbpx
مقالې

که پرې پوهه شوې نو ښه ته ښه کنۍ نو کېسې ېې اوګڼه

لیکوال ایمل ګل
وړومبئ کېسه:
وائې د هندوستان په شمال لوئدېز کې ېو ښار وو چې پوراشاپور به ېې ورته وئېلې. د دې ښار خلک ډېر مهزب وو اؤ د دنېا جهان خلک به دلته زدهکړې له راتلل. په دې ښار کې چې به کومې پېسلې کېدې د هغې اغېزې به تر ډېر لرې پورې رسېدلې. اورو چې ېو وار د دې ښار ېوې پېسلې د چېن اؤ جاپانه پورې د خلکو ژوند بدل کړې وو. څه ګورو چې نه ګورو ېوه ورځ دې ښار ته پته نشته چې د کوم ملک نه په اسونو سواره، تورو په لاس اؤ جنګ ته تبې نېولۍ پوځونه راغلل. جګړه جوړه شوه اؤ د وېنو سېلابونه اوبهېدل. د ښار خلکو جګړه په دې وبائېلله چې دوې ډېر مهزبه وو اؤ جګړه به ېې هم په اسولو کوله اؤ ېرغلګرو هېڅ اسول اؤ تازېب نه پېژنده. د جګړې ګټلو سره سم ېرغلګرو د دې ښار د تازېب نښې نښانې ورانول شورو کړل اؤ د ښار خلک ېې دې ته اړ کړل چې د ېرغلګرو په مزب شۍ. د ژوند اؤ اېزت بچ کولو په خاتر د ښار خلکو د دوۍ سره اومنله. ېرغلګرو ته پته اولګېده چې د دې خلکو ژبه د دوۍ د تازېب د بېا راژوندۍ کېدو توان لرۍ نو پېسله ېې اوکړه چې دا خلک د خپلې ژبې نه لرې اوساتۍ اؤ کنې نو کم از کم د دوۍ په ژبه دوۍ ته خپلې کېسې اووائۍ. ورسره ورسره ېرغلګرو د دې ښار په هره کوڅه کې د خپل مزب دومره ډېرۍ نښې اودرولې چې د دې ښار د اسلۍ تازېب د نښو ترې لاندې ساه ډوبه شوه اؤ په ورو ورو مړې شوې. وخت تېرېدو تېرېدو اؤ ېو څو پېړئ پس د دې ښار د خلکو نه بېخۍ خپل مورنې تازېب هېر شو بلکې د هغې نوم اخېستل کوپر شو. دا خو ېې لا څه کې چې د دې ښار خلکو به بېا ېو بل ته کنځل کول نو ېو بل ته به ېې د پخوانۍ مورنۍ تازېب نوم ېادوو. څه وخت پس چې به د دې ښار د خلکو نه چا د دوۍ تارېخ اوپوښتو نو دوۍ به ډېر په پخر سره هاغه ېرغلګرو ته خپل نېکونه وېېل. دا ښار اوس هم چېناېان اؤ جاپانېان د خپل تازېب سرچېنه ګڼۍ خو د دې خار خلکو ته دا ټوکې ښکارۍ. دا ښار اوس هم ېو بې روحه جسمانۍ شتون لرۍ اؤ ېرغلګر اوس هم دلته ځۍ راځۍ چې د دې ښار په خلکو نزر اوساتۍ چې هڅې نه د خپل مورنۍ تازېب پاتې نښو ته ېې پام شۍ.