fbpx
سړوبن کاکړ مقالې

ایا دوستم د افغانیستان راتلونکی واکمن دی؟

لیکوال سرؤبن کاکړ
یو شمېر افغانان وارختا دي او داسي شننې کوي چي اشرف غني په خپله خوښه دوستم خپل مرستیال نه دی غوره کړی بلکې د امریکا سخت فشار و چي هغه ورته غاړه کښېښودله.
داسي ویل کيږي چي امریکایان په شمال کې تر ټولو زیاته بسیاینه پر دوستم باندي کوي.
یو شمېر افغانان بیا دا اندېښنې لري چي امریکایانو دا پلاند جوړ کړی دی چي دوستم د هیواد اولسمشر کي. مانا دا چي ښاغلي اشرف غني امدزي خو یو ناروغ سړی دی او د رنځ د درملنې لپاره یې څو څو ځله املیات هم کړي دي. نو که هغه له ګټلو وروسته بیا ناروغ شي او خدی دي نه کوي، که بېخي پور پرې کړي نو دوستم به د افغانیستان کانوني واکمن شي چي پایلې به یې د دې هیواد لپاره سختې خترناکې وي.
شنونکي وايي چي امریکه د افغانیستان جګړه نوره پسې غځول او پراخول غواړي. په تېرو کلونو کې امریکایان د ښاغلي کرزي د روغې جوړې له هڅو سخت تنګ شوي ول. د سولې هسکېنې شورا په کارونو کې به یې خنډونه اچول. دا شنونکي د اوستاد رباني مرګ ته هم د شک په سترګه ګوري او په دې کې د ځینو نړئوالو جاسوسي ادارو لاس نه ردوي.
بله بېلګه یې د هغو تالیبانو، لکه ملا برادر، نیول ول چي غوښتل به د ښاغلي کرزي هڅو ته ښه راغلی ووايي او یا تماس ورسره ونیسي.
دوستم لا لمخه ګواښونه کړي دي چي روغه موغه به کله هم و نه بلکې مخالفینو ته به د جګړې په ډګر کې ماتيې ورکي.
شنونکي وايي که دوستم اولسمشر شي نو لومړی کار به دا وي چي د سولې د هسکینې جرګه به ماته کړي. داسي جنګي چارې به پیل کړي چي خلک د تالیبانو خوا ته ورمات شي او جګړه زور وَنیسي او دَ امریکا پلان به په ښه توګه ترسره شي.
شنونکي زیاتوي چي امریکا د افغانیستان په شمال کې د تالیبانو شتون ته سخته اړتیا لري. خو د امریکایانو نور دوستان چي په میلي جبهې کې دي په شمال کې د تالیبانو شتون نه مني.
پخوا امریکایانو څو ځله په چورلکو کې تالیبان شمال ته ولېږدول، خو ډېر ژر رسوا شول.
شنونکي وايي که دوستم واکمن شي د امریکایانو دا ارمان به په اسانه پوره شي. ویل کیږي امریکایان چي د ښاغلي کرزي د کورونو تالاشي او د امنیت شرتونه نه مني هغه ځکه چي امریکایان غواړي جګړه نوره پسې وغځوي او منځنئ اسیا ته ور پراخه کړي. د منځنئ اسیا لپاره په افغانیستان کې باید جګړه وي. مانا دا چي لکه څنګه چي د افغانیستان د جګړې لپاره وزیریستان زروری دی، همداسي د منځنئ اسیا لپاره د افغانیستان جګړه زَروري ده.
ویل کیږي د دوستم په راتګ سره دا کار په اسانه ترسره شي. ځینه ټپالونه وايي چي د ناڅرګندو تالیبانو شمېر نن سبا د لیلي دښت په سیمه کې زیات شوی دی.
امریکايي افغانان لکه خلیل زاد، د هغه زوی الیکس، اشرف غني او نور ډېر افغاني امریکایان چي په امریکايي ښارمندان دي خو افغانان هم دي نه غواړي چي په شمال کې ګاونډی زبرځواک چین پروژې وچلوي.
کله چي د امو دتېلو پروژه چین په ټیکه واخیستله نو امریکه سخته پرېشانه شوه. امریکایانو خو پخپله هیڅ نه شول ویلای نو یې د افغاني امریکایانو په خوله ګیلې او نیوکې پیل کړې. د خلیلزاد زوی، الیکس، په فارن افېرز کې په دې باب لیکنه هم وکوله.
خو کله چي افغان دولت بیا هم چین ته ټېکه ورکړه نو امریکایانو دوستم ته وویل چي توپک ته لاس کي، په سیمه کې وېره خپره او چیني اینجنران اړ باسي چي سیمه پرېږدي.
کله چي تېر کال اولسمشر کرزی د چین په پلا تللی ؤ نو د چين پخواني اولسمشر ورته په دې باره کې ګیله وکوله. ښاغلي کرزي هم په هغه ځای د دوستم دنیولو امر ورکؤ. په دې توګه دَ شمال پروژې وژغورل شوې.
په داسي حال کې د افغانیستان د خلکو د ډاکټر نجیب سره د دوستم سخته بې وفايي او ورپسې نورې ګډوډئ او بیا په مزار او لیلي دښت کې د بې وسلې افغانانو ټولوژنه لا نه ده هېره، د دوستم یوځل بیا واکمن کېدل د افغانیستان د خلکو سخت خشم راپارولی دی او دې ته دا د امریکایانو یوه دوکه او لومه بولي.
شنونکي وايي چي راتلونکې ټاکنې به د افغان اولس او امریکې ترمنځ یوه سیاسي سیالي ده.