fbpx
مقالې

د ښارمنتېا کېسه (سېوېلائزېشنل نېرېټو) څه ته وائې؟

لیکوال ایمل ګل
Civilizational Narrative
وړومبئ برخه
د نړئ هر کام ېو خپلې کېسې ته اړتېا لرۍ. څنګه کېسې ته؟ ېو داسې کېسه ته چې په انګرېزئ کې ورته سېوېلائزېشنل نېرېټو وائې. د ېو ټولنې هاغه کېسه کومه چې دوۍ پخپله نورو ټولنو ته کول غواړۍ. د ېو ټولنې خپل تارېخ پخپله ژبه. د ېو ټولنې د خلکو د خپلو نېکونو د مړانې، هوښېارتېا اؤ تجروبو کېسه چې پخپل لاس ېې لېکلۍ وۍ اؤ پخپل اند ېې ترې مانې راوېستلې وۍ. دا ېوه داسې نسخه وۍ چې د نن ورځې د پوهانو د سوچ خټه لوټه برابروۍ. د دې په مټ د ېو کام، ټولنې اؤ نړئ د ېو وګړۍ په توګه خلک خپل رول ټاکۍ. ېوه کېسه چې ېوه ټولنه ېې خپلو بچو ته د خپل ځان په اړه وئېل غواړۍ اؤ د راتلونکې وخت د ارمانونو پوره کولو تګلاره ورباندې ټاکۍ.
د دې کېسې زرورت هاغه وخت بېخۍ زېات شۍ کله چې ېو کام د نړئ د نورو کامونو سره مخامخ شۍ. په دغه وخت کې دا کېسه د ېوې ټولنې هاغه کېسه وۍ کومه چې دغه ټولنه غواړۍ چې نور کامونه ېې واورۍ، اوېې منۍ، اؤ د دغه ټولنې په اړه ېې د ېوازېنې کېسې په څېر کبوله کۍ.
د دې کېسې اهمېت څه دې؟ دا د ېو کام د هر کسمه ائېډنټټۍ ( مزبۍ، سېاسۍ، ټولنېز اؤ کلچرل ائېډنټټۍ ) سرچېنه وۍ.
ېهودېانو ته به اوګورو. په نړئ کې ډېر لګ دۍ خو په نړئ کې ېې اکتسادۍ اؤ سېاسۍ رسوخ د هر چا نه ډېر دې. دا کار دوۍ ېوازې د خپل سېوېلائزېشنل نېرېټو ( کېسې ) په مټ کړې دې. په دنېا کې د دوې د کېسې په شان زوروره کېسه د بل هېچا نشته. د نړئ بچۍ بچۍ ته د دوۍ کېسه د موسا نه راواخلۍ تر هولوکاسټه پورۍ کم از کم په غټو غټو ټکو کۍ ېاده ده. خېر به دۍ په دۍ کۍ وۍ چۍ دا کېسه هاغسۍ اومنۍ چۍ څنګه ېې ېهودېان پخپله کول غواړۍ. هېچا ته دا اجازت نشته چۍ په دۍ کېسه پورۍ ډډۍ اومږۍ اؤ بدلون پکۍ راولۍ. اؤ که چا دا کوشش اوکو نو هڅۍ به ځان له کار اوګورۍ.
بل خوا د افرېکۍ کامونه دۍ. د دۍ کامونو کېسه ( سېوېلائزېشنل نېرېټو ) د دوۍ د لاسه وتلۍ ده. د دوۍ کېسه مونږ ته نور خلک کوۍ اؤ دوۍ خپل ځان ته په پردېو سترګو ګورۍ. دا پردۍ خلک د نړۍ اوسنۍ اؤ پخوانۍ نېواکګر دۍ. د خپل متلب اېستلو د پاره دوۍ افرېکاېانو له ېوه داسې کېسه رغولۍ ده کومه کۍ چې هغوۍ ته د شرم احساس ورکول کېږۍ اؤ افرېکاېان خپل ځان د نورو نه لاندۍ ګڼۍ. نېواکګرو ته د هر چا نه ښه پته وه چۍ کله د ېو کام نه د هغوۍ سېوېلائزېشنل نېرېټو پردۍ شۍ نو دۍ سره د هاغه کام د لوېې مودۍ پورۍ غلامولو ته لاره جوړه شۍ. د پردېو په لاس رغېدلۍ کېسه کۍ د افرېکۍ کامونو ته خو ېا د شرم اؤ پښېمانۍ احساس ورکړل شوۍ دۍ اؤ ېا بېا د غوسه ناکو جنګېالېو احساس. دواڼه احساسونه د ېوۍ سېکۍ دوه مخونه دۍ اؤ په دواڼو کۍ سړۍ ته ځان بد ښکارۍ. نتېجه ېې دا شۍ چۍ دغسۍ خلک پخپل ځان کې د اکتسادۍ ېا سېاسۍ پرمختګ توان نه وېنۍ اؤ نېواکګر ته کار اسان شۍ.
دمېسال په توګه کله چۍ مونږه پښتانه د افرېکۍ خبره کوو نو سپک نزرۍ پکۍ اکسر شامله وۍ کومه چۍ مونږ ته د سپېن پوستو نه رارسېدلۍ ده. زمونږ نزر دا وۍ چۍ قباېل اؤ جګړمار دۍ، وارلاډان دۍ اؤ خپلۍ شتمنۍ اؤ غلامان خرڅوۍ. ېو دسې وتن چۍ د هغۍ غټۍ نښۍ لوږۍ تندۍ، ناروغۍ اؤ تباهېانۍ دۍ. افرېکاېان دسۍ خلک دۍ چۍ د خپل ځان په تباهئ پسۍ ېې راخېستۍ ده اؤ چې څوک ښه بېه ورکوۍ نو خپل ځان خرڅولو ته تېار دۍ. د افرېکاېانو په دۍ کېسه کۍ مونږ ته وېلۍ کېږۍ چۍ سپېن پوستۍ لګېا دۍ د خېر ښېګړۍ کارونه کوۍ، خوراک وېشۍ، داروګان وېشۍ اؤ لګېا دۍ د دۍ بۍ وسه افرېکاېانو مدد کوۍ ځکه چۍ دا سپېن پوستۍ د زړه نه ډېر ښه دۍ.
نوره بېا…