fbpx
سیمه او افغانستان ناشنا شینوارئ

د ولسمشر حامد کرزي په څیر نوماند نه لرو

په یولوسو نوماندانو کې داسې نوماند نه په سترګو کیږي چې د ولسمشر حامد کرزي تشه ډکه کړي.
سره ددې چې د ولسمشر حامد کرزي مشر ورور قیوم کرزی او دولسمشر پخوانی د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وسنیو کړنلارو سره په یو اند دي په نوماندی څرګندونو کې یی دا هم ویلي چې څه چې د تیر حکومت کړنلارې دي او موخې ته ندي رسیدلي دوي به یی موخې ته رسوي او داسې ښکاريچې سیاسي موخې به یې ولسمشر حامد کرزي ته ورته وي یا به د ولسمشر حامد کرزي سلا ورسره وي خو بیا هم هر انسان خپل ځای لري.
له بل لوري اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله دي او ددواړو سیاسي لیدلوری څرګند نه دی. دواړو د افغانستان د سولې او امن لپاره داسې کړنلاره نه لري چې افغانان پرې تکیه وکړي. د مثال په توګه د اشرف غني احمدزي لومړي مرستیال عبدلرشید دوستم په ورستیو کې څرګندونې کړي چې تالیبان په یو میاشت کې ختموي او ملا عمر به په یو میاشت کې له منځه یوسي. ایا دا څرګندونې حقیقت لري یا کیدلای شي؟
بل شک دا دی چې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله غیر رسمي دا خبره کړې چې لومړي مرستیالان ددوي په خوښه نه وو خو د مجبوریت یا له فشاره پر دوي تپل شوي که داسې وي نو په راتلونکې کیدای شي داسې نور مجبوریتونه او فشارونه هم درباندې راوړل شي نو بیا به مو افغانانو ته ځواب څه وي؟
بل عبدالرب رسول سیاف دی چې د هغه په اړه د سخت دریځی، ولسوالکی او ملتپالنې څیره پوره نه ده څرګنده. د ملتپالنې پوښتنه ټولو یولسو نوماندانو ته په ګوته ده چې یو هم په دې اړه پوره څرګندونه نه ده کړې.