fbpx
اشرف ترکئ مقالې

امریکا لومړنئ او آخري ستره امپراتوري

لیکوال اشرف ترکئ
د نړۍ په تاریخ کې تر اوسه د امریکا په شان ستره امپراتوري نده تیره سوې. که څه هم په ښکاره ، نه امریکا او نه یې مستعمرې په ډاګه دا خبره کوي چې امریکا امپراتوري ده، خو که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي. نن د امریکا سیاسي او نظامي واک د نړۍ په ګوډ ګوډ کې پروت دی او خاني کوي. په هغه هیوادونو کې چې فسیکي شتون نلري، په غیر مستقیم توګه یې خپل غلامان کړي. لکه ملایانو چې د خدای د رحم او غزب په نوم خلک تر ولکې لاندې راوستي، همدا شان پخوانیو او نننئ امپراتوري هم همدا تګلاره خپله کړې. دا د رحم او غزب تګلاره ده چې تر اوسه هم ډیر ښه کار ورکوي. خو دا د د خدای غوره پاچایان او ملایان په اروپا کې د زیار کښو او آزادي غوښتونکو خوزښتونکو خوزښتونو او انقلابونو له لارې له سخت ګواښ سره مخ سول تر څو چې د فرانسې پرتمین انقلاب کې یې د پا چا ه او ملا له مخ څخه د درواغو حجاب پورته کړ او اغیزې یې تر ټولو امپراتوریو ورسیدې. په نړۍ کې ډیرې امپراتوري ګانې تیرې سوي چې د نړۍ ډیر هیوادونه یې تر خپلې و لکې لاندې راړي ې، خو د هفوئ بڼه او نیواک له نن څخه ډیر توپیر درلود. د روم له امپراتوري نه راواخله تر اتلسمې او نولسمې پیړې پورې چې د اروپایانو امپراتورې وه، د پا چا هانو او امپراتورانو له خوا په ښکاره ډول اداره کیدې. لومړی به دې هیوادونو د یو سودا ګري شرکت له لارې یو هیواد یا وچې ته خپل استازي د سوداګري په پلمه ور ولیږل او بیا ورپسې به یې د خپل سوداګري ګټو د ساتنې او ودې په پلمه په هغه هیواد کې پوځې اډې او حکومتونه جوړ کړل. لکه د ایست انډیا کمپني چې هندوستان ونیو او ډچ ایست انډیا چې اندونیشیا ونیوله. د نولسمې پیړۍ په پای کې دا ټولې امپراتورې نه یوازې د آزادي غوښتونکو او ملتپاله خوزښتونو تر فشار لاندي راغلي وې، بلکې خپله په اروپا کې د مظلومو خلکو او روښاندویانو فلسفي غورځنګ دا نظامونه له ګواښ سره مخ کړل. په ځینو هیوادونو لکه افغانستان کې ، هره امپراتوري د ملتپاله خوزښتونو د مقابلې په وجه یا خو له راتګ سره سم ماته خوړلې وه او یا هم د امپراتورې خوبونه یې ډیر ژر زوال سوي دي. لکه اسکندر مقدوني او بریتانویان. د همدې فلسفي او لیتوالې لړې په بهیر کې د کمونیسم فلسفې او د شوروي اتحاد سوسیالیستي بلاک د امپریالیزم او کپیټالیزم په وړاندې یو انډول رامنځ ته کړ.
دویمې نړیوالې جګړې اروپا ویجاړه کړه او ورسره یې د شلمې پیړې د سترې امپراتورې، بریتانیا امپراتوري هم. خو د سمندر هغې غاړې ته بریتانیا خپل تر بوران درلودل چې د هټلر سره په جګړه کې یې ورسره پوره مادي او معنوي مرسته هم کړې وه. د بریتانیې واک داران په دې خبره پوه سوي ول چې د اروپا د بیرته ودانولو ، ساتلو او سوسیالیزم سره د پنجې نرمولو لپاره لکه امریکا، یو بل ستر صنعتي هیواد ته اړتیا ده. له همدي کبله د بریتانیا نظام د خپلې امپراتورې ټول پاتې او راتلونکې پروژې د نوي قدرت په لمن کې واچولې. بریتانیا د خپل شیطانت او مداري توب ټول چلونه هم امریکا ته ور زده کړل. د امریکا د مرکزي استخباراتو ( سي آی اې) په جوړونه کې یې له امریکا سره پوره مرسته وکره. د سي آې اې لومړني ډایریکټر او لوړ پوړو مامورینو په لندن کې خپل مهارتونه او نړیوالې اړیکې تر لاسه کړي دي. خو په زړه پورې خبره دا ده چې د شورويي اتحاد په اویا کلنه سوسیالیستي دوره کې غربیانو د امپریالیزم نوم د امریکې او ځانونو لپاره نه استعمالو. حتا هغه شمیر اروپایان چې د امپراتوریو درباریان او چک چکیان ول ، په رسنیو کې به یې د امپریالیزم له کلمې پرهیز کاوه، ځکه هغوي هم پوهیدل چې له دې کلمې سره نه یوازې نابرابري بلکه غیر انساني چلند نغښتی دی. نو بیا غربیانو به سرمایه داري، کپیټالیزم ډیر یادوو. او د سوسیالیستي نظام په وړاندې به یې نیوکې او ژبه د بشري ریښتو او آزادي ته سپکاوي ډیر یادوو. د سړې جنګ د امپریالیستي او ټولنیز نظام جنګ و خو دوئ به ورته د کپیټالیزم او سوسیالیزم تر منځ جګړه ویله. دا په دې مانا نه ده چې د شوروي نظام په بشړه توګه ټولنیز او سپیڅلی و، خو بیا هم د امپریالیستي او ټولواکي نظامونو په وړاندي د خلکو د قدرت ځواک یوخ نمونه وه.
د شوروي اتحاد له منځه تلو سره چې نن سبا دا نړیواله پورژه د ګلوبلایزیشن یا په بله مانا د هر څه او هر شي نړیوال کیدل روان دي، هماغه پخوانۍ امپریابیستي لړې ده. د دې نړیوال کیدو په سر کې د امریکا متحده ایالان ولاړ دي، چې تر شا یې د نورو غربي هیوادونو کتار دي چې د امریکا مستعمري دي. د امریکا نړیوال بانک د نړۍ مداري اقتصاد دي، د امریکا پوځي ځواک د نړۍ د مالدارانو ساتونکي او بدماشان دي. امریکا او د هغه اروپایي مستعمرو په تیرو پنځوس کلونو کې د بشري حقونو په ځای کولو نوم، د دیکټاټورانو د لرې کولو په نوم اود تراهګرا نود وژنو په نوم ، خپله امپراتوري غزولې او په دې لار کې یې د انساني ریښتو او قوانینو ټولې پولې ماتې کړې. دوئ د خپل نیواک لپاره نن سبا د دیموکراسي، ولسواکي ، پرتوګ اغوستی. ولسواکي په خپل زات کې یوه انقلابي نظریه ده، خو ولسواکي نه په امریکې کې شته او نه په بریتانیا کې. دا دواړه هیوادونه نن هم د هماغه فیوډالانو او سرمایه دارو کورنیو له په لاس چلیږي ، چې اوس د تیلو او بانکونو زیرمې یې په لاس کې دي. دیموکراسي په دې هیوادونو کې تر زوروره کنترول لاندې ده چې موږ ورته کنټرول دیموکراسي ویلی سو. دوئ د آزادي خبرې کوي خو ټول خلک، په شمول د خپلو عامو ګړویې په آزادو یندونو کې ځولانه کړي. دوئ د بشري حقوقو خبرې کوي خو په میلیونونه انسان یې په بې رحمې وژلي او له خپلو بنیادي ریښتو یې بې برخه کړي، د مسال د افغانستام او عراق دیارلس کلن جنګونه او د ګونټانامو زندان. په یمن او نورو عربي هیوادونو بمباري او شر جوړونه. د اسراییل په شان د یو ترهګر رژیم ملاتړچې د جرمني هټلر غچ له بې ګنا فلستین یانو څخه اخلي او داسې نور.
که داسې ده نو څه باید وسي؟ په لنډه توګه به یادونه وکړم چې اروپایي امپراتوریو په دوه ډول ماته خوړلې ده. یو د ملتپاله خوزښتونو له خوا ، چې یو ښه مسال یې هندوستان دی. او بل د آزادي غوښتونکو وسله والو خوزښتونو له خوا چې په جنوبي آسیا او امریکا کې یې مسالونه ډیر دي، لکه افغان انګلیس جګړې، خپله د امریکا د آزادي جنګ او وروسته د امریکا په وړاندې کیوبا او ځیني هیواودونه په جنوبي امریکا کې. خو زما په نظر به د امپریالیزم په وړندې ډیری غورځنګونه په وخت یا ناوخته شنډ شوي وی ، که په اروپا او نړي کې د روښاندویي او لیتولې دوره نه وی راغلې. همدا د رینسانس او روښنایي دوره وه چې د اروپا خلک یې راویښ کړل او د خپلو ملایانو او ظالمو پاچایانو، چې د عیسوي ملا د فتوې په زور به یې پاچاهي کوله، ګلم ورټول ګړ او ټونیز نظامونه یې جوړ کړل. امپریالیستي واکداران نن هم د عامو خلکو له پوهې او تعلیم څخه ډیره بیره لري. همدا وجه ده چې په افغانستان کې ښونځي سوځول کیږي او په سیمه کې د ملایانو بازار تود دی. هغه چې وایي د خلکو زور د خدای زور دی ریښتیا وایي. خلک باید زده کړه وکړي او په خپلو ریښتو پوه سي. باید دی چې تاریخ ولولي او په حقایقو ځان خبر کړي. باید مسلک او سقافت زده کړي چې د ځان ساتنې او پالنې لپاره خپلواکه اوسي. دا د هر ټولنې د روښاندویانو وجداني دنده ده چې خپل ولس ته په خپله ژبه د هنر، سیاست او تخنیک د پوهې لارې چارې برابرې کړي. په دې کره د ځمکې کې نن او سبا دومره ځمکه ، زیرمې او توان موجود دې چې د نړۍ ټولو انسانانو ته کور کالي ډوډی ورکړي. موږ په افغانستان کې نن د نړې تر ټولو سترې او وحشي امپراتوري سره لاس په ګریوان یو. له یوې خوا سیمه ایز لوبغاړي زموږ ناامني او بې اتفاقي غواړي ، له بلې خوا نړیوال راته غله دي او د تراهګري او اسلام په نوم غواړي خپلو سیالانو ته زموږ له هیواد څخه په سیمه اور بل کړي. زه فکر کوم چې موږ کولی سو د یو موټي افغاني سوله ایزې مبارزې، عدم تشدد، مفکورې له لارې سوله او نیکمرغي خپ هیواد او سیمې ته راوړو.
په پای کې زما یوه غوښتنه له افغان روښاندویانو څخه داده چې په هیواد کې د قومي او ژبني منفي سیالیو په ځای دې ، علمي او فرهنګي سیالیو ته زمینه برابره کړي. دا هیواد د ټولو ګډکور دی او هیڅ وخت به بیل نه سي.