fbpx
سالار یوسفزی مقالې

خيراوشر

د خيراوشرمسله د انسانی ژوند اوانسانی ټولنې په پيښوکې اهمه پيښه ده .بې شميره ذهنونه يې د خپل تآثرپه لمن کې اړولی راړولی دی.خيرڅه څيزدے ؟اوشر؟.دادواړه د يوبل سره څه رشته لری .د يوبل نه اثرقبلوی کنه ؟ اود دواړوترمينځه څه ربط شته کنه ؟ د هريووجود بل په وجود اډانه لری اوکه خپل ځان له انفرادی وجود لری اود يوبل نه بې نيازه دی ؟

د سپائی نوزا په خيال خيراوشربد تعصبات دی اوابدی حقيقت هيڅ کله هم دوی نه شی تسليمولے .صحيح داده چې دنيا د ابدی اوغيرمحدود حقيقت د فطرت پوره پوره ترجمانی وکړی.نه دا چې د انسانانود مخصوص نصب العين يا خواهشاتوعکس جوړشی.(۱) نيطشے وائی خيرهرهغه څيزدے چې د اقتداراحساس زياتوی.هرهغه څيز چې د کمزورۍ نه پيدا کيږی شردے (۲) څوک چې خالق جوړيدل غواړی ضروری ده چې هغه وړمبے د ورانی کارترسره کړی.اود زوړقدرټوټې والوزوی. داسې د شرد سخت نه سخت د خيرد ښه شکل يوجزدے.(۳)هراقليتس وائی ټول موجودات عالم يووحدت دے دا دنيا د ټولولپاره يوشان ده.چا ديوتا يا انسان نه ده جوړه کړې.د اورنه جوړه ده د هميشه نه وه اووی به.اجتماع ضدين د متضاد تناوآهنګ دے.لکه غشے لينده .زمونږ لپاره په تضاد کې خيردے.خيراوشريودی (۴) خوښالی دا نه ده ښکاره کړې چې اورد څه نه ،څنګه ،ولې اوچاجوړکړيدے ؟ غنی خان څه ښه وائی

په بدوکې ښه پټ دی اوپه ښوکې رنګ د بدو

داد خرومتل دے چې بد بد وی او ښه ښه وی

زاړه ايرانيان په دوه ډلوکې تقسيم وو.يوه ډله د خير حامی وه اوبله د شر.زرتشت د بدۍ په وجود کې اود خدائے په ازلی نيکۍ کې روغه جوړه وکړه.د دوی مشرانودبې شميره نيکوهستيوعبادت کړے وو هاغه ټولې هستۍ ده راغونډې کړې اود ،هورامزدا،نوم يې پرې کيښود.اود شرټول قوتونه يې په ،اهرمن ،کې راغونډ کړل.خود هاګ مطابق دغه د هستئ اولی جزونه نه وو.مستقل فعليتونه دی (۵) خيراوشريودی د دې مقصد دا نه دے چې نيکی اوبدی يو،څيز،دے بلکې د يوحقيقت دوه اهم جزونه دی.د يواځې سړی نه په يوه جزيره کې د خيراوشرارزوعبس ده.فيکنسروائی نيکی يعنې خيرد يوسنجيده انسان په شان ده چې د کورنی ژوند په انتهائی قابليت سره انتظام کوی.اوپه ژورنظرسره د موجوده اوراتلونکی دور جائزه اخلی.اود دواړونه ترزياته حده د ګټې اخستوکوښښ کوی.(۶) قران شريف د خيراوشرمتعلق ډيره زړه راښکونکې اواثرکونکې فيصله اورولې ده.(فالهمها فجورها وتقوا ها)يعنې الله پاک د خيروشر شعورد انسان په فطرت کې ايښودے دے.(۷) اولکه مفتون وائی

د انسان خپل تخيل دے             خيرکه شرنيزدوکه دوردے

او غنی خان وائی

دلته رنګ بد رنګی دواړه         د احساس د تول يو جام دے

زما سترګوپيدا کړے               سپين ساقی اوتورامام دے

برق جيلانی ليکی په جمات کې د ملانه د خيرتپوس وکړئ نوهغه به د ټولونه مخکې په تيره چاړه درله سروخرئي.بريت به هم درنهه وخرئي.ږيره به دې د نامه پورې اذاده پريږدی.د پړکوپورې به درباندې بډې اووهی.يوپټکے به درته په سرکړی مسواک اوتسبيح به درته پکې ټک وهی په مخ به دې خوشبودارتيل ولګوی سترګې به درله تورې کړی اوپدې هدايت به دې رخصت کړی چې خيرصرف د کلمې وئيلونوم دے.کلمه وايه نورچې دې څه زړه غواړی کوه .په ګوردوره کې د ګيانی جی نه دخيرتپوس وکړئ هغه به دې کم ازکم يوسل اويا ورځې په خوشی ځائے کې بند کړی چې کله دې ږيره نامه ته راورسی د سرويښته پړکوته اوبريت کومی ته ورسی نويوهګومنځ اوائنه به درکړی او ووبه وائی ،چل پتراهن موجاکر.جومن وچ اوې کرپرانهاپنچ ککيان دا دهيان رکهي ، يعنې زه بچيه مزې کوه چې څه دې زړه غواړی هغه کوه ليکن د دغه پنځه څيزونوخيا ل ساته

په مندرکې د برهمن نه د خيرپوښتنه وکړئ .هغه به د ټولووړمبے ستا د سردويښتويونيم فټ دنګه څړۍ جوړه کړی.بيا به درته لنګ وتړی.په وجود به دې ايرې اومږی په تندی به دې څلورکرښې راکاږی.په مينځ کې به يې خال ولګوی.د مهاراج په مخ کې به دې کينوی.اووائی به ، چل بيټا تيراکليان هوګيا ، يعنې د دې بدحواس برهمن په نيزخيرد شادوجوړيدونوم دے.

په کليسا کې پادری وائی چې حضرت مسيح د نسل انسانی ټول ګناهونه په خپله غاړه واخستل اودارته اوخوت د دې وجې وس تاسوته د نيکوکارونوکولوضرورت نشته.اونه د بدونه بچ کيدل ضروری دی.د خلاصی لپاره صرف يوڅيزضروری دے. يعنی مسيح د خدائے ځوے منل اوپدې ايمان راوړل.اوخيرصرف د دې ايمان نوم دے.راځئ چې دغنی خان نه واوروچې د خيروشراوپه دوی د اختياراومجبوريت څه فکرکوی.

؛ قسمت ؛

ملا جان وائی ازل کې تا ليکے هريوکاردے

يوله سترګوکې شفق دے بل له هسې ګليخاردے

ستا تقديرهره لمحه کې د هريوويښته واکداردے

يوله ګل يوله دلداردے يوله اوريوله انګاردے

 

يوبه ټول عمرنالان وی اوږے تږے پريشان وی

يونيازبين به په بخملوبل به پروت په بيابان وی

يو به تريخ د سپی غپارکا،بل خوړل لکه د مارکه

يوبه ښکلے ښاپيرے وی بل به باو وی تورابان وی

 

ملا جان وائی اے ربه د هرخون ته زمواريې

دا ټول ظلم تا ليکلے ستا د ګوتودا ازاردے

دا بې رحمه آفتونه دا بې ځايه رحمتونه

د حسين په مرۍ توره اويذيد د ملک سرداردے

 

ملا جان وائی تا ايښے په اسمان کې يوکتاب دے

چې هغې کې تا ليکلے هرادم له هريوکاردے

نوچې داسې انتظام دے اے زما منصفه خدايه

مانه څله کے تپوس ، نه مې واک نه مې اختياردے

 

ما کې دومره طاقت کم دے چې ستاليک د ابد وران کړم

ته د زروزوروخان يې ځه بې وسه خوارغلام

که ځه خاندم که ځه ژاړم ، ستا يوټکے نه بدليږی

دابتان دی ستا د ګوتو، داکفرونه ستا الهام

 

دا حساب کتاب به څنګ وی دا تپوس جواب د څه شی

هرګلاسس چې دے ما څکلے ستا د ګوتووواکرام

ملا جان وائی ساقی هم د تقديرد ګوتوجوړدے

ملا جان وائی دا خيشت هم تا جوړکړيدے تمام

 

نوچې ځه ستا د ساقی سترګوستا د کوره ځان له بوتلم

تاکړه سپينه راوچته په اسمان ماه ګلفام

چا ځه ښکيل کړمه په دام کې د سروراود رڼا

چاکړه جام کې راته ګډه په شرابو کې خندا

 

او هغه راته روښانه سپينه شمع بليد له

زه پتنګ لکه جلبل ووم د دې شمعې په لمبه

دا به ته په کوم قانون راکوې ماله سزا

تا اسمان کې بره ليک کړه او ما وکړه په دنيا

 

چې اختيارنه وی جانانه څه ګناه د چا ګناه

راته ښکاری ملا جان چرته تلے دے خطا

که قانون وی که رواج وی که منطق که فلسفه

داګناه خواے تقديره ټوله ستا راوخته

 

که اختياروی ګنانګاريم که اختيارنۍ ګناه کم دے

دا خولاس د بری کاردے ته په هرڅه کې تکړه

 

وايه وايه ملا جانه که اختيار راځی قسمت ځی

د قسمت سره دې واړه ارامونه د راحت ځی

د تندی ليکلی ورک شی ، بس سړے د ځان مالک شی

که په باغ کې دارام ځی که په لاردمصيبت ځی

 

بيا کيدے شی حسابونه د جزا اوثوابونو

چې سړے په ښه په بده په خپل وس په طبيعت ځی

 

خوقيصه چې د قسمت شی ملا جانه ، زه بری شم

تل به ځم په هغه لاره چې په کومه مې قسمت ځی

ځه موټرهغه ډرائيوردے ځم په کومه چې مې بيا ئی

که جمات که ميخانه وی که په سمه په صحرا يی

 

که موټرکنده کې پريوځی نوګناه د موټرنه ده

داچې هرقسمه سزايی ـ د ډرائيورد سره ښائی

 

که ګناه ده که ثواب دے ځه په دواړوکې بې وسه

ملا جانه داکتاب دې خوڅه برغې ژبې وائی

ځه بې وسه ګناه وکړم بل بې وسه ثواب وکړی

په دې دواړوکې به کوم قسمت سوردوزخ له بيائی

 

زمابوتله خوسروپ جفاده دغه بل کې لا ځائے شته دے

دې جهان کې خوبه يې عمر ښه تيرکړے په خندائی

ما د يوبې واکه اوره بيائی بل بې واکه اورته

بيا دا ساه خويوغضب دے که دابيعه د دې ساه يی

 

ستا کتاب پدې کې څه وئی لږمې پوئی کړه ملا جان

يا خوراشه ګوډ شروع کړه قلارکينه د اسمانه

 

يا ځوتله مله نه ده د جمات کږه ډ ينګرے ده

يا خوتا څه اکوبکوايجاد کړی دی د ځانه

وران اوسم د بل د لاس دی که ده ورانه که ودانه

اوراودرد اوښاماران به چاپيره وی زمانه

 

 

داستان فلسفه :- (۱) م۲۳۲ (۲) م۵۴۱ (۳) م۵۶۹

موسی سے مارکس تک :- (۴) م۱۵۵

فلسفه عجم :- (۵) م۱۶

تاريخ جماليات :- (۶) م ۲۷۶

سوره شمس :- (۷)