هنر څه څيزدے ؟ حقيقی دے که مجازی ؟ د حقيقت او مجاز په رنګونوکې کوم يوته زيات نيزدې دے ؟ د ده انحصارد خالق په ذهانت اډانه لری ، څه حدود لری اوڅه مقاصد ؟ افلاطون هنر(فن)صرف نقالی ګڼی اوهنرمند نقال.لکه د مثالی تخت مشهورمثال وړاندې کوی ، يعنې يوتخت هغه دے چې په تصورکې دے اوهم دغه حقيقی تخت دے.دويم تخت هغه دے چې ترکاڼ جوړکړے دے اودريم هغه چې مصورجوړکړے دے.د پوهيد لولپاره د الله دا رضاوه يا پرې لازم وه چې په فطرت کې د يوتخت نه زيات جوړنه کړی اوصرف يوحقيقی تخت يې جوړکړو.که الله صرف دوه تختونه جوړولے نويودريم تخت به پخپله په اظهارکې راتلوچې د هغه صورت به دانوردواړه تختونه ښکاره کول اوپدې دواړوکې به يوهم اصلی نه پاتې کيدو.دويمه طريقه هغه ده چې په هغې هرسړے خپل ځان ، زمکه اسمان،کاڼی بوټی ، نمرسپوږمۍ ستوری غرض هرڅه چې څنګه دی هم هغه شان جوړولے شی.اودومره زرڅومره چې آئينه څلورواړه طرفته ګرځولے کيږی.اوهغه څيزونه په آئينه کې هم هغه شان ښکاری لکه څنګه چې په حقيقت کې دی ليکن په حقيقت کې هغه شان نه وی.مصور هم دغسې کوی.او چې د کوم اصل تخت مونږ دعوی کوو ترکاڼ هغه تخت نه جوړوی بلکې د هغه شان يوبل تخت جوړوی اوهغه د اصلی تخت نقل شو ځکه چې هغه هاغه څيز نه جوړوی کوم چې اصلی دے بلکې د هغه شان څيزجوړوی.پدې وجه افلاطون شاعر ، فنکاراومصورنقال ثابتوی اود هغوی هنرنقالی.هنرمند دحقيقت نه بلکې د مجازنقالی کوی.د دې وجې هره فن پاره د حقيقت نه په دريمه درجه لرې ده (۱) اوځکه بې کاره ده فنکار اصل نقل ښکاره کول غواړی د دې وجې پيښه مار(مداری) دے.هنرمند دهغه څيزونونقالی کوی کوم چې د جاهلانوپه نيزښه وی.هنرسنجيده مشغولا نه ده.صرف ټوقې ټقالې دی.هنرمند عالم اوهوښيارنه وی د دې وجې عام طورهغه جاهل وی.اود هغه تخليقات د جهالت او ناپوهئ ميوه وی.ځکه هنرد نظردهوکه ، باطل ، ضر ر رسونکے اواخلاق خرابونکے دے.اوځکه د کرکې قابل دے.(۲) مونږدا وئيلے شو چې هنرمند په شعوری طورد فطرت نقالی نه کوی.خود ده فن پخپل ذات کې د فطرت نقل ضروروی
ارسطوتخليقی پوهې اود ذهن يووالی ته هنروائی اوزياتوی چې د يوښکاره حقيقت يا واقعيت نقل د خپل زورسره حد کمال ته رسول هنردے.(۳) اودافلا طون په خلاف انسانی هنرد فطرت نه اوچت اوغوره ګڼی.پدې وجه چې انسانی هنرد فطرت فنی کمزوريانې لرې کوی (۴) افلا طونس هم په افلاطون ټک کوی اود ارسطوپه ملګرتيا کې وائی چې فطرت پخپله د ، العين ، نقالی کوی ليکن هنرخپل ځان د فطرت د نقالئ پورې نه رالنډوی بلکې کوم ځائے چې په فطرت کې د ښائست کمے وی هغه نه صرف پوره کوی بلکې ذيات ښائسته کوی يې.دهنر رسائی نه صرف د فطرت د نظاروپورې اړه لری بلکې هلته هم ځی د کوم ځائے نه چې فطرت بذات خود ښکاره کيږی.هنرمونږپدې نه تروټه کووچې صرف نقالی ده ځکه چې د کائنات ټول څيزونه د بل يوڅيز نقل دے.يعنې د عقل وتخيل ليکن هنرد خپل ځانه هم ډيرڅه تخليق کوی اوچې کوم څيزنا کاره اونيمګړے وی په هغه کې د ښکلا اوکمال اضافه کویی(۵) غنی خان د هنرانسانی اوفطرت دواړوجوړخت زړه راښکونکے ، ښکلے ، اودرجه کمال ګڼی لکه چې پخپل باميان نوم نظم کې وائی
؛ باميان ؛
يوخواه د قدرت جمال بل خوا ه د انسان کمال
زه ېی ليونے کړمه چارچاپيره نور دے
نه دے باميان نه دے دا دا خوکوه طوردے
دلته د فطرت کمال د لته د ادم جنون
دواړه په ضد شوی وو جوړيې که ترې څه افسون
هرخواه چې دې لاړنظر غرونه ، نا ګلونه دی
هرغردے درياب د رنګ يونا په زرګونودی
بل خواه د ادم د ژوند مينې اوايمان قيصه
هرغارکې نغمې د عشق هرخواه د جانان قيصه
هريوغارکې پروت خاموش سازيود نورونودے
دا روک اوويجاړجهان کورمې د نيکونودے (باميان د افغانستان يوه علاقه ده )
که مونږ د سوره روم دا ايت په غورسره اوګورو اولم يتفکروافی انفسهم،ماخلق الله والسموات والارض ومابينهما آلا بالحق واجل مسمی (اوتاسوپخپلوزړونوکې فکرنه کوئ چې الله زمکه اواسمانونه اوڅه چې د دوی په مينځ کې دی د څه وخته پورېې حقائق پيدا کړيدی ) شيفټس بری وائی د هنرحقيقی تصورات اوجذباټ په صوری طورسره د حواسوپه ذريعه د قلب مخې ته راوړل دی.(۶) د هټچسن په خيال اصل که ښکلے وی که ناولے خوچې نقل د اصل په مطابق وی هغه به ښکلے وی (۷) سقراط وائی بهترين هنرمند هغه څوک دے.چې د هغه مجسمې د زړه د دننی کارونوغوره ښکالووی (۸) د ګويټے په خيال هنرمند د هنرنه لوئ اواوچت دے.اود خپل تخليق کړی څيزنه هم لوئې اواوچت.اولوئې هنرمند د غوښتنوپه نيکيوبد لولوکې په حاکمانه اختياراستعمالولوکې تکړه وی.اوپه هنرمند کې د تکړه والی خوبۍ او، نخې ، وی (۹) شيلنګ وائی فلسفه د حقيقت څهرې په تصورکې جوړوی اوهنرمند يې په ښکاره څهرې جوړوی د رښتونولۍ نه.اودغه معامله د هنرسره سره هم ده.بيخی هغه تصورات چې د چې رښتونی څيزونه يې نيمګړی نقلونه دی.پخپله په هنرکې د تصوراتوپه هيڅيت ښکاره کيږی (۱۰) هينسډے وائی د هنراوتخليق سرچينه يوه ده.يعنې د ذوق اوتخيل هم آهنګی اود تناسب حسن.د هنراستعال صرف د ګټې اويا خوشحالۍ د پا ره نه وی.د دې اعلی مقصد په خويونوښکلا پيدا کول دی.هم دغه رښتونی ښکلا ده اوبس.په ټولومثالی نمونوکې ښکلا پټه ده.اودغه ښائست دے.چې د هنرپه ټولوتخليقی څيزونوکې د ټولونه زيات زمونږ زړه لوبوی.(۱۱) غنی خان د فطری هنردغه هنرمندی څومره ښائسته ستائيلې ده.اودهغه زړه پرې هم لوبيد لے اومطمئين ښکاری.
؛ کيمياګر؛
راته ښکاری جوړې ناست په اسمان کې کيميا ګردے
کله سره ذرکاندې خاورې کله خاوری زرکوی
ډيرګلونه يې راغونډ کړل د جانان شونډې کړې جوړې
چې د دېې ګلا بو خاورې په کوم ګل بهرکوی
د تقوی زرشپې کړی جمع د عشق يوساعت ترې جوړکړی
څه په ناز غنی ته خاندی چې د لبرد لبرکوی
د شوپنهائرپه خيال ژوند د کړاونوتيرولويوه سلسله ده اود دې جزوی طورد خلاصی موندلوذريعه هنردے.هنرد کائنات په مظاهروکې اهم پائيداراوابدی تصورکوم چې د غوروفکرپه ذريعه پيژندے کيږی،ګردانيږی يا يې دوباره اظهارکيږی.د هنريوه چينه د تصوراتوعلم دے.اويومقصد يې د علم اظهاراوابلاغ دے (۱۲) هنرمونږته د انفراديت اوفنائيت شاته آفاقيت اوابديت ښائی چې زمونږد ژوند سختې اسانې شی (۱۳) وائت هيډ وائی هرکله چې نمود د څه ښکاره مقصد په ملګرتيا د حقيقت سره يوشان والے پيداکړی نودا مقصدی يوشان والے هنردے.(۱۴) دا هنرکمال دے چې رښتونې ښکلا د حقيقت سره د ښکاره کيدويوشان والے پيداکړی (۱۵) د کروچی نظام تفکرهم د ، روح ، نه چاپيره چورلی.هغه وائی چې د ټولومخکې دا ، روح ، خپل ځان په ښائسته پرغزکې ښکاره کوی.هم دغه ښکلے پرغزتخليقی فعليت دے چې ورته هنروائی.هنردعلم وړمبے يا پرغزی صورت دے ، روح ، خپل ځان داسې په اظهارکې د راوستوسره يووخت تخليق هم کوی اود خپل تخليقی هنرتماشه هم اوهغه ته يوکوټلے حيثيت ورکوی (۱۶) حمزه صيب وائی
داخوته وې وس خبرشوم چې احساس د ځان مې وشو
د خپل ځان په ن نداره وې د صفات په آئنه کې
هنرمند د خپل شخصيت اظهارد جسم ، رنګونو،، ګټواواوازونوسره کوی د دې لپاره چې هغه خپل پرغزونه پخپل ځان کې اوپه نوروکې خلق کړی دا د ده د اظهارذاتی مجسمی يا خارجی مثالونه دی نه چې د ده د ذات اظهار.جيسن ټيل وائی هنرخيال نه دے بلکې پيش خيال دے.هنرد خيال روح دے جسم نه دے اوداروح پخپل ځان کې د جسم نه مخکې کوم ته چې هغه ژوند ورکوی يوبې مثله صورت دے (۱۷) يوجين ويران وائی هنرد جذباتواظهاردے چې د ځان د خارجی تشکيل يا ترجمانئ لپاره صورت ، رنګ ، اواوازوغيره غوره کوی.د هنرد اعلی خوبۍ رازهم داتوان دے کوم چې د جذبې ترجمانی کوی يا اظهار.ښکلا اوبدرنګی دواړه د هنرموضوع ګانې دی.د دې وجې د ښائست حصول د هنر مقصد بيخي نه دے.د ښائست کمال حاصلول هم نه دے ځکه چې د هنرپه ذريعه مونږ د هغه څيزونود نظارې نه خوند اخلوچې فطری طورزمونږبدې شی (۱۸) غنی خان د فطری حسن ستائنه کوی.د هنرد مقاصد واظهارهم کوی اود هنرپه فعليت اوکارکردګئ کې د کوټه اوبد رنګۍ نه انکارکوی.د هنرمقصد ښکلا اومينه ګڼی.
؛ سپرلے ؛
بيا سرلے راغے بيا يې پيغام راوړو د رنګونوـ ګلونوـ اوـ رڼا
شوساقی مسکے ډک يې جام راوړو د مستۍ ، ځوانۍ اوخندا
يوسبا راغے يوه شپه لاړه د تيروـ يريدو اوارمان
يوزيړے ګل مې ماښام وليد سلامونه يې کول د جانان
دادماغ زما چرې نه منی چې د ګل خالق به سقرکړی جوړ
څنګ خوږې به پرې زما کړيکې لګی چاچې ماله نرګس اودلبرکړه جوړ
دا شينکے چمن ـ دا ګلونه سره دا مست مست شانې مستا نه ماښام
دا ثبوت د ساقی د مينې دے دا د سروشرابوبرپوره جام
د ساقی چې سترګې خمارې دی دا خماريې ما ته جوړکړے دے
دجانان چې شونډې دلدارې دی دا سيګاريې ماته جوړکړے دے
داسپوږمۍ اوستوری اومست ماښام مشغولا زما د غمونو ده
دا په ما مئين دے مالک زما ځکه ډکه دنيا د ګلونو ده
سپرلے څه دے جانان مست شوے دے هره ساه اوزړه کې خپل نورخورئ
په ګلونوکې خپله رڼا خورئ په نسيم کې رنګونه د طورخورئ
چې ترڅويوه نظاره د رنګ دغرزنګ د مستۍ په انسان کې وی
ترهغې به دا ځه ونه منم چې اورونه به هغې جهان کې وی
ځه جوړکړے نه يم سزا له يار ځه يې جوړکړے يارانې له يم
ما نه مينه ، خندا اومستی غواړی که جمات که بتخانې کې يم
بيا سپرلے راغے بيا يې پيغام راوړو د رنګونو، ګلونواورڼا
بيا ساقی راغے ډک يې جام راوړو د مستئ ځوانۍ او خندا
بيا په سروګوتوکې ونيوه ليونی ته جام د غمونو ډک
د ژوندون نه ډک د فراق نه ډک د وصال د رنګونو خوبونوډک
د هنرما خذ اوابتدا :- وائيټ وائی چې د هنرابتدا په رواياتی پرمخ تګ کې وی د کوم ځائے نه چې د لوبو، مذهبی طريقې ، قبائلی رسمونو، رقصونو، دغارونوعکس بندئ ، شعروادب ، نثراوموسيقۍ ابتدا کيږی.د دې فهرست هرتن پخپلوساده صورتونوکې د روزانه ژوند ضرورتونه په مينځ کې د مشاهدې د تخليق د ګردان لپاره پاڅيد ونکے يوکوښښ غوره اوګڼی.اود ځان سره يې خوندی وساتی (۱۹) يعنې هنرپه وسيع ترين مفهوم کې تهذيب دے ځکه چې د هم آنګۍ لوئی لوئی کمالات په نظرکې د نيولوسيوا بل هيڅ نه دے.
فيض احمد فيض وائی د انسانی ژوند د ټولنيزتګ ودو درک کول اوپدې جدوجهد کې د خپل توان مطابق برخه اخستل يواځې د ژوند تقاضا نه ده د هنرهم تقاضا ده.هنرد دې ژوند يوجزاوهنری تګ ودود دې تګ ودو يوه څانګه ده.دا ضرورت هميشه ژوندے پاتې وی د دې وجې د هنرد مجاهد څه ، نروان ، نشته د هغه هنريودائمی کوښښ اومستقل هڅه ده.پدې کوښښ کې کاميابی يا نا کامی په خپل خپل توان ده.ليکن په کوښښ کې مصروف په هرطورممکن هم دی اولازم هم (۲۰) افراسياب خټک ليکی هنرد ژوند نه سرچينه اخلی د خپل سماج (ټولنيز) اوتاريخی چا پيريال څخه زيږی.اوپه هيڅ معنی په خپل سماج اوتاريخی چاپيريال کې په موجودوتضاداتوکې بې نيازه اوبې طرفه نه پاتې کيږی.د دې سره سره هنرد ژوند د ناوې په لاښائسته کولو کې تود رول اوفعاله برخه اخلی اوهغه نه يوازې د انسان د ښکلا اوښائست احساس لا پسې ژوروی او غنی کوی بلکې د ټولنې د ودې اوارتقا په مبارزه کې ښکاره نقش لری (۳۱)
ايم طين وائی هنرداسې څيزنه دے چې د خپل ما حول نه بې خبره اوبې نيازه وی.د دې د پيژند لولپاره مونږله د هاغه دورذهنی اوټولنيزحالات اوعوامل ومحرکات لټول پکاردی.کوم چې د ده د تخليقی هنرسبب جوړشوے دے.هرڅوک دا منی چې هنرمند د يوې ډ لې سړے وی خوپه هرصورت پخپل ټولګی کې لوئ وی.ټول هنرمندان په جزوی طوردخپلې زمانې پيداواروی (۲۲) رسکن وائی ښه هنرهميشه د دوه څيزونومرکب وی د حقيقت د مشاهدې سره د حقيقت په طريقه بيان کې د انسان طرزاواختيارپه اظهارسره.اوښه هنرپدې دواړوکې هميشه يووالے پيداکوی.رسکن د صنعت ،هنر،اوهنرلطيف ترمينځ امتيازداسې کوی
صنعت :- په ميچنيزاندازد انسان د لاسه هاغه جوړکړے شوے څيزچې نيغ په نيغه د ذهن نه متآثره نه وی.
هنر:- هنرد انسان د لاسواوذهن دواړوپه شريکه کاردے.
فن لطيف :- فن لطيف هاغه فن دے په کوم کې چې د انسان لاس ، مازغه اوزړه درې واړه په شريکه کارکوی(۲۳)
د هر درجه بندی :- فيشرهنرپه درې غټوبرخوکې ويشی (۱) معروضی هنرکوم چې مونږد ليدوپه ذريعه متآثره کوی.لکه د ابادۍ هنر، ګټ توګنه (سنګ تراشی ) ، انځورګری اوداسې نور (۲) موضوعی هنر، کوم چې د اوريدوپه ذريعه خپل تآثرپريږدی ، لکه موسيقی (۳) معروضی اوموضوعی ، لکه شاعری (۲۴)
ځکه خومونږپه غنی خان په ځائے وياړکوو.هغه د خپل ماحول ، ژوند ،ژاوک اود خپل وخت د زمانی اومکانی چاپيريال نه خبرهم دے اوپوهه پرې هم هغه يې دسمولولارې ګودرې هم لټوی اوزمونږسره يې د شريکول هڅې هم کوی په ښکلا مئين غنی اود مينې تږے غنی . عابد جان رښتيا وئيلی دی چې د هغه سينه د بې شميره علوموډ که ده .غنی يوکامل اوپراثرهنرمند دے ، مصورهم څنګ تراش هم دے.د چونې اوخاورې نه هم ښه فن پارې جوړوی.اود موسيقۍ نه هم نا خبره نه دے .بلکې د هغه د شاعرۍ اونوروهنرونولفظ لفظ اومخ مخ د موسيقيت نه ډک اود انسانی روح د تسکين سامان کوی.هغه د ټولنې خنډ وخارهم په ګوته کوی اود لارې نه يې د لرکولوچل هم.د سڼې سترګې او وربل خورولولارې ګودرې هم لټوی ځکه هغه نقاد هم دے.اود صداقت تقليد کونکے هم .د خپل جمالياتی هنر په زورد ټولنې په بد رنګود طنزبرشونه راکاږی اود هغوی اصلی څهرې زمونږ مخې ته برڅيره کوی.
مصوری:- چالس بلانک وائی مصوری د روح تصورات د فطری رښتونولۍ په ذريعه اظهارکوی.په يومخ د يووالی ، صورت ، اورنګ ښودلوهنردے (۲۵) دالفظ د تصورنه وتے دے اوچې د کوم مصورنظراوتصوردخپلې ټولنې په ښه اوبد اړخ څومره ، ژور ،پوهه ، اوخبروی هغومره به د هغه د هنرنمونه د رښتونولۍ غمازی کوی.د غنی خان لفظی اوفنی مصوری ، سنګتراشی اوهنرد هغه د اوچت ذهن پاکې او سپيځلې نمونې دی.
موسيقی :- شيلنګ وائی موسيقی د فطرت اوکائنات مثالی ، لے، دے چې خپل ځان د دې هنرپه ذريعه په ارتقائی دنيا کې په محسوساتوکې ښکاره کوی (۳۶) ډيوډ ويټی پرال وائی موسيقی د هنرنه د جذباتی اظهاريت په حقله د ټولونه ذياته ژوره ده د ټولونه فراخه اوډيره توان لرونکې ده.زياته مزه ناکه اوپه ډيرهنرمندانه طور رښتونې ده.(۲۷)
شاعری :- شاعری د هنريوه ځانګړې برخه اوپخپل وجود کې يوه ښائسته اودحقيقت ترجمانه ده هنردے.د دنيا د هرهنرنه يې زيات اوپه ښه شان د اولس په زړونو کې ځان له ځائے پيداکړے دے.ديواعلی مقصد لپاره يې د اولس جذبات راپارولی دی.د دنيا په هربدلون کې خپله پوره ونډه لری اودژوند په هرميدان ژوراوپوخ نظر.په هره بدۍ پورې خاندی هم اوداصلاح هرکلی ته يې سترګې په لاراوبلنه ورکونکے هم دے.دهرجابراوظالم د جبراوظلم مخې ته د حق د جرآت چغه هم ده.اودغاصبانوپه خلاف د باغيانوسرخيل هم.اوکه افلاطون يې ضر رسا اوتباه کن ګڼی نوشمس القمرانديش د افلاطون دغه مثالی رياست بې د شعراوشاعرنه کڼډرګڼی لکه وائی
دا شعرد شعورډک دا نغمه د زندګئ ده
ارمان چې دا فن چا د افلاطون کڼډرته يوړے
واقعی شعرد شعوره ډک اود ژوند نغمه ده.د ژوند تاريخ اوهرکږليچ پخپل وجود کې سمبالوی اوراتلونکی نسل ته د ژوند چلونه ښائی.ارسطووائی شاعری په نيزد تاريخ ډ يره رښتونې ده اولوړمقصد لری ځکه چې شاعروائی څه به وقوع پذيرکيږی اوتاريخ ښائی چې څه وقوع پذ ير شويدی.يعنې د شاعرۍ تعلق دافاقيت سره دے.اوتاريخ د يومخصوص واقعې سره (۲۸) اود افلاطون د اعتراض جواب ورکوی چې شاعردومره نقال نه دے لکه مصور يا څوک تمثال ګر.په هرحال به په دغه درې صورتونوکې په يوصورت کې څيزوړاندې کوی څنګه چې هغه ، وو ، يا ، دے ، يا څنګ چې خلق وائی هغه ، دے ، څنګ چې ښکاری يا څنګ چې پکاردے (۲۹)
کروچے وائی شاعری د قلب ابتدائی صورت دے.د عقل نه مخکې اود استد لال نه اذاد (۳۰) يوجين ويران وائی د شاعر روح د هرقسم شاعرۍ منبع ده (۳۱) نيازفتح پوری ليکی که دا صحيح ده چې په دنيا کې حقيقتونه نه بد ليږی نوبيا د انسان ذوق اختلا فات د تعبيراتوسيوا د بل څيزمتعلق نه کيدے شی. شاعری حقيقت نه دے بلکې د حقيقتونواظهاردے صدا قت نه دے بلکې د صداقتونوتعبيردے.پخپله څه کيفيت نه دے بلکې د کيفيت يوبيان دے اود تعبيراوبيان اختلاف فطرت انسانی دے.غنی خان استاد بينوا ته په يوليک کې ليکلی دی.زما خيال دے چې په ژوند کې د شاعرمرام اوهدف د يومبلغ اوملا څخه بيخی جدا اوبل شان دے.دا ځکه چې انسان په اساسی اوبنيا دی توګه يوځناوردے.هغه خوراک څکاک ، جنسی اړتياوواواستراحت ته ضرورت لری.اونورهيڅ ته نه (۳۲) لکه د ، پنجرې چغار ، په پيشکش کې د شاعرپه حقله وائی.شاعرد خپل ماحول غلام وی.د ده مثال د يوداسې حيوان دے چې د هغه په وجود څرمن نه وی که پوټے د ازغی څوکه وروړې نوپه کريکوځان وژنی.اوکه پوټے ارام ورشی نود خوشحالۍ نه بې هوشه کيږی.(۲۳) مخکې ليکی دا زمونږد شاعرانووظيفه ده چې د انسان توجه اوپام لرنه د هغه د ژوند اوهستۍ هغه لوړومرکزونوته وګرځوی چرته چې هغه ممکنه ده.د خپل تکامل انعکاس ووينی اود خپلې ابدی معشوقې د ښکلا اوښائست د يدن وکړی.
زما خيال دے چې يوشاعربايد د فکراوخيال ، قول اوعمل په ډګرکې د ښکلا اوښائست عبادت وکړی اوانسان دې ته مجبوره کاندی چې هغه د خپلوخواهشاتود ګند ګيوڅخه خپل مخ باغ عدن خواته واړوی.دا کارپه پندونصيحت نشی کيدے.زما هغه خلق بدې شی چې ما ته نصيحتونه کوی که چرې مونږ د زړه له کومی د ښکلا د قدردانۍ د پاره ځان راپيداکړے شو.ترکومه چې په ژوند کې د عذاب اومصيبت ، درد او غم تعلق دے.نوزما خيال دے چې مونږ ته د ښکلا د ښائست د تخليق د پاره د هغې قيمت اداکول لازمی دی.هريوارټسټ دابوګنونکے قيمت ادا کوی اوپه دوی کې يوڅوکسان خوشبخته وی چې د ښکلا ښائست اودلربايۍ يوڅاڅکے راپيدا کړی.د ارټ ، ښکلا ، ښائست اودلربايۍ مينځ ته د راوستود پاره ته بايد چې د ژوند درد وغم ته مخا مخ شې (۳۴)
تاريخ جماليات جلد اول :- (۲) م۶۸ (۳) م۹۳ (۴) م۹۲ (۵) م۱۷۵ (۶) م۳۲۱ (۷) م۳۴۵ (۸) م۷۶ (۲۸) م۹۴ (۲۹) م۹۴
تاريخ جماليت جلد دوم :- (۹) م۹۰ (۱۰ ) م۱۵۴ (۱۱) م۱۷۱ (۱۲) م۱۹۸ (۱۳) م۳۰۰ (۱۴) م۳۸۵ (۱۵) م۳۸۷ (۱۶) م۴۰۰ (۱۷) م۳۳۳ (۱۸) م۲۵۰ (۱۹) م۳۹۳ (۲۲) م۲۶۵ (۲۳) م۲۹۹ (۲۴) م۲۰۵ (۲۶) م۱۵۴ (۲۷) م۵۰۰ (۳۰) م۴۰۴ (۳۱) م۲۵۰
دست صهبا :-(۲۵)
سند ريزشفقتونه :- (۲۱)
د غنی کليات :- (۳۲) م۶۶۹ (۳۳) م ۱ (۳۴) م۶۷۰
جمهوريه افلا طون :- (۱)