fbpx
سالار یوسفزی مقالې

تخليق

دا کائينات اوڅه چې پديکې دی څه رنګ پيدا شو.د چا د ګوتورغوڼه ده ؟ د چا د خيال اظهاردے.د چا د ارادې اوخواهش تصويردے او د څه مقصد لپاره ؟ د دې تخليق نه مخکې د دې څيزونويا موجداتو خپل څه وجود وو. که همه د نابودۍ په پرده کې پټ وو ؟ اوايا نشت شته کيدے اوشته نشت کيدے شی ؟ ديمقراطيس وائی يوشے دنشت نه وجود ته نشی راتلے.اوموجود نشت کيدے نشی .تغير د ايټمونود ترتيب او تفريق نوم دے.هره واقعه څه نه څه سبب ضرورلری.هرڅيزد ايټمونو نه جوړشويدے.ايټم ناقابل تقسيم ذرات دی چې نه فناکيدونکی دی هغه مسلسل حرکت کوی اودهغوی پخپل مينځ کې د ډغروپه نتيجه کې څيزونه جوړيږی اوورانيږی.(۱) هراقليطيس وائی دادنيا چا ديوتا يا انسان نه ده جوړه کړې.د اور نه جوړه ده د هميشه نه ده او وی به.اجتماع ضد ين د متضاد تناو اهنګ دے.لکه غشے لينده.ټول څيزونه د دغه متضاد قوتونود ډغرو په نتيجه کې جوړيږی ورانيږی.د بره ختلو او ښکته راکوزيدولاره يوه ده.د کرخڼۍ شروع اواخريووی.(۲) اناکسی مينزوائی په شروع کې کائينات د نرمې مادې په صورت کې وو.دې مادې داور،هوا،وريځې،اوبو،خاورې اوګټې شکل واخست.(۳) اطالوی فلسفی جيوردينوبرونو وائی چې په ضد ينوکې د يوابتدا د بل ابتدا وه.بربادی ابادی ده اوابادی بربادی ده.محبت نفرت دے اونفرت محبت.د دې په بنياد هغه دې نتيجې ته ورسيدوچې که څوک د فطرت د پټورازونونه اشنا کيد ل غواړی نوهغه دې د تضاداتو او ټکراوونو د کموت اوزياتوالی مطالعه وکړی (۴) د ذرتشتيانواهرمن (شيطان) په وحدت ازلی کې خلل غورځوی.او هغه په کثرت کې بد لوی.يعنې خيرازلی اوشرازلی دواړه د يوبل سره په شردی.د دې شرپه نتيجه کې څيزونه په وجود کې راځی.څيزونه ښه يا بد ځکه وی چې يا د خير تخليق وی يا د شر.ليکن پخپله هغه نه خيروی نه شر (۵)

د هيګل په خيال هرشے د متضاد قوتونو د جدل په نتيجه کې جوړيږی.ليکن داسې هستی شته چې هغه دا ډغرې (جدليات) چلوی.اوهغه خدئے دے.هغه د دې کائينات نه بهرموجود دے.ليکن مارکس وائی د کائينات چلونکے قوت په کائينات کې دن نه موجود دے.په مذهبی فکر خدئے په شپږوورځوکې کائينات تخليق کړواو په وومه ورځ يې دمه وکړه.امام غزالی وائی کل افراد عالم حادث دی ځکه ټول عالم متغيردے اوهرمتغيرحادث وی.اوچې کله عالم حادث شونودحادثې کولو والا محتاجه شواوحادثه کونکے پخپله حادث نه دے.بلکې واجب الوجود دے.(۶) الاشراقی وائی کائينات د نوراولی د محدود شغلواوپلوشوسيورے دے.چې کوم څيزونه نوراولی ته څومره نيزدې وی هغه څيزونه زيات روښانه وی (۷) د هندو عقيدې په روسره ، عمل ، د تخليق قوت دے.چې د هغه نه ټولوڅيزونوته ژوند ميلاويږی.د ده په عمل سره هميشه انسان اوځناورپيداکيږی.مری اوبيا په نوی نوی شکل کې پيداکيږی.شنکراچاريه وائی دا دنيا ډيرواره برهما پيدا کړيده اوډيرواره د هغه د ذات سره يوځائے شويده اوداعمل ، تخليق وتجذيب ، به د اخری ورځې پورې جاری وی.لکه څنګ چې د غنموبوټے د غنمود دانې نه پيدا کيږی.کومه دانه چې د دې نه د مخکې بوټی نه حاصله شوې وی.لکه څنګه د تخم نه بوټے اود بوټی نه د تخم چکرچليږی.دغه شان د تخليق کائينات سلسله ده (۸)

په سوره العمران کې دی ربنا ما خلقت هذا باطلا.خدائے دا هرڅه باطل اونظرفريب نه دی پيداکړی.بلکې د يومقصد لپاره.قل الله ويبدءالخلق ثم بعيد فانی توءفکون (۹) اووايه دا خوالله دے چې اول يې پيداکوی بيا عمل تخليق سردوباره کوی.تاسوکوم ځائے ورک شوی يئ.شيعه اسماعيليه فرقه ټول کائينات د کلام الهی اظهارګڼی.د هغوی په نيزحقيقی وجود صرف ، نور ،دے اوعدم انتهائی تياره ده.کائينات د تيارې نه پيداکړے شويدے.په هغې خدائے خپل نورغورځولے دے.د کمې يا ډيرې رڼا پريوتوسره څيزونه روښانه اوت ت دی.(۱۰) افلاطونس وائی لکه مخکې ذکرشويدی زړه يعنې قوت انفعالی او دماغ قوت تعقل او ادراک نفس دے.نفس د الواحد( خدائے ) سيورے دے.روح د نفس نه کمتر دے.د روح دوه حصې دی يو هغه چې د توجه مرکز يې نفس دے اودويم هغه چې د توجه مرکز يې خارجی دنيا ده.د اخری حصې تعلق د دې حرکت سره دے په کوم کې چې روح خپل مثل يا سيورے پيدا کوی.اوهغې ته فطرت يا کائينات وئيلے کيږی.اودا عالم د عالم ارواح نه هغه وخت پيدا کيږی چې کله روح په ځان د پاسه نفس ته کتل هير کړی (۱۱)

حمزه شنواری وائی حق هيڅ تخليق نه دے بلکې دا هرڅه هرڅه د هغه معلومات دی.چې د هغه په وجود کې موجود دی.هو! په يوخاص وخت کې د شيانوظاهريد ل بيا فنا کيد ل اودغسې ټول پيدا اوفنا د هغه عملی صورتونه دی.چې د هغه په اراده ښکاره کيږی اوفناکيږی (۱۲) خوعلامه اقبال وائی دا حادثې د شروع نه د انائې مطلق په علم کې نه وی.ليکن بيا چې څنګه څنګه د موقعې اومحل تقاضا وی حوادث ښکاره کيږی.(۱۳) حمزه بل ځائے ليکی چې حقق (خدائے ) د خپلې هستۍ تصوروکړواوهغه پرتوپه عدم پريوت اودا څه چې ښکاری يا محسوس دی او يا غيرمحسوس دا ټول د هغه وجود دے.(۱۴) اوحق يا وجود بالذات حادث نه دے.کسرنه قبلوی ، تجزېه کېږی نه.د هغه د ظاهرنه بغيربل هيڅ ظاهروده نشی کولے اود ذات د باطن نه هيڅ څيزبهرنشی متصورکيدائے .ذات د هرڅيزسرچينه ده (۱۵)

که مونږد ذات لپاره د معلوماتويا صفاتوقائيل شو لکه حمزه چې د صوفياوپه طرفدارئ کې وائی نوصفات خوهميشه د ذات نه پس څرګنديږی اوپه داسې حال کې يا خوذات د خپلوصفاتوخالق پخپله وی اوچې د خپلوصفاتوخالق هغه پخپله شونومعلومه شوه چې يووخت داسې هم وو.چې خالق پخپله بې صفات وو.يعنې ذات وواوصفات يې نه وو.يا به صفات د وجود سره سم راغلی وی.د دې نه دوه معبودان څرګنديږی.اويا به صفات د ذات نه اګاهووو.نودا هم نشی کيدے ځکه چې هرصفت يوموصوف غواړی (۱۶) د دې صفاتو د اختياری څيزمتصورکيدوپه صورت کې حمزه وائی الله تعالی فعال دے.لکه په قران شريف کې دی فعاللما يريد.د هغه نه هره لمحه مخلوق متغيردے.اومخلوق د هغه د فعاليت احساس کوی نوهم له دې نه د خالق د صفاتواحساس پيدا شويعنې الله تعالی هم د انسان د پوهولو لپاره خپل ذات په هغه صفاتومتعين الهام کړو په کومو چې انسان پوهيدے شی اوتصوريې کولے شی.(۱۷) غنی خان هم پدې جاخه لومه کې ښکيل دے خومطمئين دے لکه چې وائی

؛ بيا ؛

قسمت مې ړون جولا دے ناست کډئ ته په ارام

د ښو بدو عجبه تنسته بوده روانه

د وخت ماکوچليږی زرسپڼسی به شی تمام

خبرنه يم دا څله اودا څه جوړئ زمانه

زه ګرځمه چاپيره تپوسونه کوم مدام

د ګل نه ، د ساقی نه ، د کتاب نه ، د ملا نه

دا څله دے جوړشوے دومره اوږد انتظام

دا څه وی چې ژوند راوړی اومرګ يوسی د دنيا نه

دا تله هسې رفتاردے که لری چرته مقام

تيارونه دا راغلې لار تياروته ده روانه

او ! هغه دے ولاړ دے په ګلونو کې خيام

وئ ژوند خاورې ايرې دے بې د مينې او جانانه

دې دړد لړلی ژوند کې بې خودئ کې دے ارام

د ظلم پدې اورکې يوساقی دے مهربانه

دا مست بې خوده سر،نشه ځوانی اودل ارام

راواخله په شکرونويې قبول که غنی خانه

خوهغه دے جمات کې اوچت بانګ اووې امام

وئی دا دنيا بلاده تښته تښته د بلا نه

ساقی درته ډک کړيدے د سورانګاره جام

دا سرې شونډې يې اوردے د دوزخ په لار روانه

دا ژوند د دنيا څه دے ،لوبې ټوقې مسخرې دی

جنت کې شرابونه ، سپين غلمان حورې مستانه

سقراط وکړواوازوې د دې ټولودے سرسام

هيچرته رڼا نشته بې د عقل د جهانه

په پوهه اوپه فکرکې دے حسن هم ارام

دانوردے د رب نوردادم خاره کې روخانه

داخره دی نه پوهيږی وائی وهم ته الهام

منطق اوفلسفه ده چې پې ګرانه شی اسانه

راځه روح له دې هم ما پوره کړے انتظام

که بت وی اوکه رب څه بره آمنه د ځانه

شوچارچاپيره شورهرخوا ولاړوويوامام

هريووې ځه په سمه يم دا نوردی ټول په ورانه

يو،يوته ورنيزدې شوم ټول مې ولټول تمام

يوهم نه کړم اذاد د زنځيرونو د سودانه

مستی مې کته داسې چې نه مئے غواړی نه جام

هغوی د يرې ډک ګونګا مرئے جوړوزمانه

جانان مې کته داسې چې مې هوش واخلی تمام

هرسازمې د مستۍ نه همه سازمې د ژړانه

دلبرمې کته داسې چې وی تل روښان په بام

يوګل د رڼا جوړ،خبردمينې اوارمانه

يوازترې روان شوم زړنګې کې مې ماښام

نصيب نه ګيله مند،په هوش جمدون باندې ستومانه

اوغلے مې په ولی باندې لاس کيښود خيام

وې پدې کوڅوکې ځه تلے راغلے يم د پخوانه

د خاورود ادم اخر د خاورې دے مقام

هيڅ داسې علم نشته چې ژوند خلاص کړی د خزانه

د وخت هره لمحه ده هم شروع او هم انجام

د ژوند رازونه مرګ کې دی پټ شوی د انسانه

نه ېی سرشته نه لکۍ يودائره ده خله د جام

رڼا د تيارې تاوده اوتياره تاود رڼا نه

په خود کې دړد دے اوردے بې خودئ کې دے ارام

دې دړد لړلی ژوند کې يو ساقی دے مهربا نه

دا مست مستانه سر ، نشه ځوانی اودل ارام

د دې به زيات څه وکړی.اوزيات څه غواړې د چانه

چاپيره خيشت اورنګ تش د کتلو په انعام

په هرمټی د خاورې کې زرګونه ګلستانه

يوڅاڅکی کې د ژوند،د عقل پوهې کل سمام

رګونه د نيکونود ابۍ اود با با نه

د تال اوسازاوشرنګ اوغورځنګ بې ميوخمار

دا ښکلے ليونتوب د بې وجوده شان هوانه

د داسې هنرمند هنرله نشته دے تمام

قسم دے جهانونه شته ښائسته د دې جهانه

د نشت نه روان شوے شودې دا رنګين مقام

چې هرچرته دې بيائی ځه ورځه ورله خندانه

اوپريږده جولاګے خپلې کډۍ ته په ارام

جوړئ دې چې کم شے وی که وی ګرانه که ارزانه

اوچې دا ټوټه پوره شی دا پڼسی يې شی تمام

نوځه په خندا ياره د کډے نه د جولا نه

چې تش يوياد اوهوش شې لکه بوی باغ کې ماښام

اذاد شې د دې توروروزنځيرونو د دنيا نه

بيا بل جهان اونوے هوش اونوے مست خمار

او بل قسمه سرود نوروپردوکې د ستار

 

د دې مقصد زړی ته د رسيدوپه غرض کوښښ کوچې د تخليق د هنر څه څيړنه وکړوحقيقی او مجازی هنرهم په ډاګه شی اود مقصد تعين يې هم وشی.

 

 

موسی سے مارکس تک :-  (۱) م۱۵۷ (۲) م۱۵۵

داستان فلسفه :-   (۳) م۱۱۲

فلسفه کياهے :-  (۴) م۱۳۸

فلسفه عجم :- (۵) م۲۰ (۷) م۱۳۲ (۱۰) م۸۲

روح حقيقت انسانی :- (۶) م۵۸

اديان ومذاهب کا تقابلی مطالعه :- (۸) م۱۱۳

سوره يونس :- (۹) م۳۴

تاريخ جماليات:- (۱۱) م۱۶۵

د خوشحال يوشعر :- (۱۲) م۱۶۸ (۱۴) م۱۵ (۱۵) م۳۳ (۱۶) م۶۴-۶۵ (۱۷) م۶۵

نوے تشکيل ۱۳