fbpx
سالار یوسفزی مقالې

مذهب

دين اومذهب په اولسی ټولنيزفکرکې دېومقصد لپاره دوه مختلف استعمال شوی ټکی دی.دې مقصد اوفکرپه هره زمانه کې او هروخت په مختلفوشکلونواوطريقودهروخت دزياتوانسانانوپه زړونوبادشاهی کړيده.دهغوی په فکرونواوعملونويې پنجې ښخې کړيدی.دټولنې په اصلاح کې يې هم ښه کردارلوبولے دے.اودبادارواويا دهغوی د نمک خوارودغلط استعمال اويا غلط رنګ کې د ځانی ګټولپاره تسلط ډيربې ګناه اوکمزوری خلق د زمکې تل ته رسولی دی.نيازفتح پوری وائی دين اومذهب دوه جدا څيزونه دی.دين دهغه خاص عقيدې متعلق دے چې هغه زمونږدعباداتوسره زمونږدابدی ژوند سره اود هغه سکون نفس سره کوم چې د يوې مخصوص عقيدې په وجه په انفرادی طورحاصيليږی.د ټولنې سره د هغې هيڅ تعلق نه وی .ليکن مذهب نوم دے د هغه ژوند ژواک چې د يودين په پيروئ کې قائميږی او د هغې تعلق د ټولنې سره وی(۱)شلائر ماخر مذهب ته د احتياج مطلق احساس وائی.هيولاک ورته د دنيا سره د هم آهنګۍ وجدان وائی.ګلبرټ مرے وائی مذهب مونږ د کائينا تی قوتونوسره اشنا کوی.سپنګلروائی مذهب هغه ما بعدالطبيعات دے چي مونږيې محسوسوو.يعنې هغه نه پيژندونکے حقيقت چې يقينی دے.هغه فطری طاقت چې حقيقی دے اوژوندی پدې غيرمريی حقيقت کي وجود لری.د پروفيسرشوټ ويل په نيزديوپراسراره حقيقت مخکې سرښکته کولوته مذهب وائی.يوريټ ډين مارټن يې د يوپراسراروجود علامتی ا دراک ګڼی.چې د انسان د خودۍ په وظيفوکې تحليل کيږی.د رائناخ په خيال دا د هغه وهمونو مجموعه ده چې زمونږ د صلاحيتونو په لارکې خڼډان راولاړه وی (۲) اشرف مفتون وائی

شکونه چې راغوڼ شی دليلونه ترينه جوړشی

وهمونه چې شی جمع مذهبونه ترينه جوړشی

چې جام د جهالت دې د اميد د مئيوډک کړو

مونځونه ، درودونه ، جنتونه ترينه جوړشی

علامه اقبال وائی مذهب نه خو يوه شعبه ده .نه صرف فکردے نه صرف احساس دے اونه صرف عمل دے.دا د بنيادم د ټول شخصيت مجموعی مظاهره ده.(۳) برق جيلانی وائی مذهب نوم دے د رحم ، همدردۍ ، انصاف ، مساواتو ، تعاون ، د ټولنيزې ښيګړې ، اعتدال ، د جذباتو د ضبط ، د عبا داتو دالله سره د مينې ، تعلق ، تسليم ورضا ، علم وحکمت ، اذادۍ ، تحمل ، صبر، نيک نيتۍ اود ټولوګنا هونونه د بچ کيد لو د توان (۴) مارکس وائی مذهب د مظلوما نواوبې وسه خلقواسيلے دے.د بې دردې اوکلک زړې دنيا درد مندی ده اود يوبې روحه کيفيت روح دے.(۵) والټئروائی مذهب نه ناقابل فهم بعدالطبيعات دے نه بې هوده نمائش بلکې د عبادت عدل وانصاف نوم دے د خوارانومد د ګاراود مظلومانوملاتړ (۶) د بده مت د مفسيرينوخيال دے چې کوم مذهب د غضب په ځائے سکون ، د نفرت په ځائے ښه خوئ د طمعې په ځائے قناعت اوصبراود جنګ په ځائے د محبت تعليم ورکوی.يقين وکړئ هغه رښتونے مذهب دے.په قران کې الله پاک فرمائی شرعالکم من الدين ما وحی به نوحاوالذی اوحينا اليک وما حينا به ابراهيم وموسی وعيسی (س شوری) يعنې ما ستاسودخلاصی لپاره هغه دين غوره کړيدے چې مخکې مې نوح له ورکړے وو.ن ن يې تاسوله درکوم اوستاسونه مخکې مې ابراهيم موسی اوعيسی له ورکړے وو.خليل جبران وائی ستاسوروزانه ژوند ستاسو معابد اوستاسومذهب دے.تاسوچې کله پديکې داخل شئ د خپل ځان سره خپل هرڅه يوسئ.خپله يوه د ځان سره واخلئ ، بهټۍ اورباب ټول هغه څيزونه چې تاسو د خپل ضروت يا خوشحالۍ له پاره جوړکړيدی. (۷)

مذهب څنګه رائج شو؟ اود ټولنې په رګ رګ کې لکه د وينې په زغل شواود ټولنې تمام اولسی ژوند يې دخپل تآثير په پنجوکې ښکيل کړو.په شروع کې د خدائے وجود د يومستقل بوت په حيث په تصورکې راتلو.په يونانۍ ژبه کې چې د خدائے د پاره کوم نوم دے د هغې معنی ده ، مړسړے ، د يهودی معنی ده غټ کټ اوطاقتوراوجنګ ببر.ګمان دے چې دے د يوځائے حاکم وو.چې د هغه د مرګ نه وروستوهغه ته د خدائے درجه ورکړے شوه او عبادت يې شروع شو.د داسې خطرناکوروحونوراځی کول ضروری اوګڼلے شول او عبادت يې شروع شو.د مړی د ښخولورسمونه په عباداتو کې بدل شو. د ديوتا ګا نو د خوشحالولولپاره چې به کوم عبادتونه کيدل په هغې کې به هغه ټولې طريقې په کار راوستے کيدې چې کومې د يو دنياوی بادشاه د خوشحالۍ لپاره رائج وې.درباری ادابود ديوتاګانو په حضور کې د دعاګانو اوعباداتو د ځايونوصورت واخستو.د داسې قسمه اسلاف پرستۍ نه د مذهب اغاز وشو.(۸) نيازفتح پوری وائی مذهب نوم دے د بغير څه وجې ويرې يوه داسې ويره چې پخپله قربان ګاه جوړوی اوپخپله پرې قربانی کوی.پخپله يو عبادت ګاه جوړوی او پخپله هلته ښکته کيږی (۹) نياززياتوی اول اول چې انسانانوپدې زمکه قدم کيښود هر طرفته دشمنانو د دوی نه ګيره اچولې وه.د داړونکوځناوروسره به يې هروخت مقابله راتله.ليکن د فطرت له اړخه دوی له ذهن ورکړے شوے وو.دوی به د خپل ذهن په استعمال د قوت جسمانی مقابله کوله .اواکثربه کاميابيدوهم.دغه وجه وه چې انسان به د دغه داړونکوځناورو نه ويريدوضرورليکن په عبادت يې نه وومجبوره شوے.ليکن د انسانانويوبل زبردست دښمن د طبعی حادثاتوهم موجودوو.يعنې هغه به کتل چې د نمرخاته نه ېوه تکه توره وريځ راوخيژی او په يوساعت کې د هغوی چوپالونه په مخه يوسی.دهغه بدن لک د اور په شان سوځی تردې چې هغه مری.هغه فصلونه کری ليکن د باران نه کيدو په وجه هغه وچ اوتباه شی.هرکله چې هغه اوګوری چې د تماموظاهری اسبابوبرابرولوباوجود نتيجه ښه نه راوځی نو هغه به حيران شوليکن د غيبی طاقت نه د خلاصی د پاره د هغوی سره هيڅ علاج نه وو.هغوی داټولې خبرې د هغه روحونوتماشه يا کرشمه تصورکوله چې د هغوی په نيزهغه په اسمان ووسيدل.د دې وجې نه هغوی د دغه روحونوراضی کولواوخوشحالولولپاره قربانيانې کول شروع کړل.د هغوی په درکې به يې زارۍ کولې.ژړل به يې.د دې لپاره چې د هغوی اميدونه خاورې نه شی.دا وود ارواح پرستئ وړمبے صورت.څه زمانه وروستوانسان د خپل خيال مطابق دغه روحونوله شکلونه هم ورکړل.اودعبادت لپاره يې د هغوی بتان جوړکړل.چي کله په انسان کې زيات معقوليت پيداشونوهغه خدائے يوقوت مجرده وګرځولواويزدان پرستی يې شروع کړه (۱۰) غنی خان د خپل وجودی فکرپه دائره کې وائی

؛ نقاب ؛

دا چې ځه ځان ليونے کړم دا ځه تنګ شم د خپل ځانه

شيخ بابا راته لګيا دے مسلې کئ د عذاب

زه خودلته په عذاب يم د دې خپل خود او احساسه

ځکه کله په سجده شم کله اوڅکمه شراب

چې بې حسه شم روکيږم چې احساس لرم سوزيږم

نه طاقت شته د سکون او نه همت د اضطراب

چې چاپيره نظروکړم همه پټ او ښکاره ځه يم

دا شراب دی ما جوړکړی ما جوړکړے دا مهراب

مذهب څه دے څورسمونه ، مسلې اومنطقونه

او د هغې سوال جواب دے چې يې نشته دے جواب

جانان تش د عاشق مينه ، دخپل ځان وينې څټل دی

چې ډيروږے شومجنون ، ځان يې ځان له که کباب

رباب څه دے مړګډورے او د توت اوچه تنه ده

خو چې سوزد ادم راشی هله هنګ وکړی رباب

کله نمر کله رڼا شی ، کله غم شی او ژړا شی

داځيګر د رباپی دے چې هم جام شی هم شراب

خودا زړه مې راته وائی او هډوکی مې ګوڼيږی

چې اخربه څوک اوچت کړی د جانان د مخ نقاب

من ويزدان :- (۱) م۱۵۹ (۹) م۴۰۱ (۱۰)م۲۰۶

نشاط فلسفه:- (۲) م۴۰۴

نوے تشکيل:-(۳) م۳

الله کی عادات:-(۴) م۲۳۵

کيا مارکسزم ناکام هوګيا:-(۵)

داستان فلسفه :- (۶) م۳۱۱ (۸)

ګوش براواز :- (۷) م۷۱.