fbpx
سالار یوسفزی مقالې

افسانه (ورک)

هغه نن يوځل بيا ځان دغره په يوه وړه تنګه اوتوره سمسه کښې کلک نختے بياموند.داسې نختے لکه دلرګی په کلک وجودکې چامېخ دټوپۍ سره ټک وهلے وی ياچامړے په تياره قبرکې ژوندے ښخ کړے وی اوپه ډېرې خاورې يې پرې لپاسه دندرکړېوي.دادهغه وړمبے ځل نه ووچې دغه سمسې ته ننوتے وو.داسمسه د ده اشناوه اودے دهغې.دے د دې سمسې مندويه هم ووځکه چې يووارمخکښې يې هم دله پناه ورکړې وه کله چې دنفاذشريعت محمدی په نوم طالبانودمرګ وماراولوټ تالان بازارتودکړے وو.دناروازورزياتې غېرانسانی اوغېراخلاقی ناوړه اوناخوښه توروعملونوپه ذريعه يې دخپل جبراوحېوانيت خفسه د عام ساده لوحه اولس په زړونواوفرونوکېښنول وغوښتل . ډېربې وسه اوبې وزله خلق دشريعت اوطالبانودمخالفت په بې ځايه تورککړکړے شول اولکه دګډوروحلال کړے شول اولانورحلاليدل.داولس دمالونواوعزتونودلوټ اوتالان بازارتوکړے شوے وو.ډېرسره دهغو دپرېکړوسرونودبجلۍ په ستنو، ونو ، سهاګانواولهړوکې په هره لاره اوهرګوټ پېرکښې زوړند کړے شول اولانورزوړندېدل.پدغه مروکې يوه مرۍ دپتوهم وه چې دکمانډرچړې ورته ځان تېره کړے وواوهغه ځکه چې دبده مرغه ده چرته وئيلی وو ، په اسلام کښې دمسلمان وژل اوحلالول روا نه دی،.هغه دخپلې نرۍ نروچکې وچې کلکې اوايک يواځې نازبينې مرۍ دپرې کولونه دبچ کولوپه خاطرپدې سمسه کښې پناه اخستې وه.اولکه دمورپستې خداترسې اومينه ناکې غېږې ته يې ځان اچولے وو.

دطالبانوپه تورتياره اوداړونکی ځناوروخت فوځونوبرے بياموند پتوهم دپاکستان پائينده باداوپاک فوځ زنده باد نعرې په زړه کښې ووهلې شکريې ووېست ، شکرانه نفلونه يې اداکړل اولاړې يې تېرې شوې چې زه ځان مې خلاص شو.دهغه دخوشحالۍ دغه څوورځې وې دشمارڅوورځې ! چې دفوځ داړخه پرې دطالب تورولګېد دهغه دوه برګې کوريې وسوزولو.پتويې په لاس ورنه راغے خوبوډاپلاريې ورله فوځی چاوڼۍ ته بوتلو.په ډېرادب اواحترام دهغه نه نوکونه په امبورونوووېسے شول اودسترګوګاټی يې دکونداغونوپه نوکونووهلوسره وچقولے شول.اوبوډۍ موريې! خدائے خبر!اوده ځان په خړپوڅودې سمسې ته راورسو.

هغه پدې سمسه کښې په زوره ساه هم نه اخسته ويرېدوهسې نه څوک يې په ساه اخستوګمانی شی اودتيارې په کفن کې نغښتے د ده دژوندی وجودمړے دلتونه نيولے لکه دمردارې درڼاسپينواوکلکوسترګوته راکاږی.پدغه سمسه کښې ګورے د کله نه دځانه بې خبره پروت وو.جسمانی طورساه صورت شوخونن ذهن ارام ته نه پرېښودلو.هغه دخپل ژوند کتاب لوستل شروع کړل.وړمبۍ پاڼه هغه نه شوه لوستے چې څنګه پېداشوے وو.خندرويه شو، ماته به هم دپېداکېدووروستود دستورمطابق زما بابا لکه دنوروماشومانوپه غوږکې بانګ وئيلے وی.دا هغه وخت ووچې د ده پلاردبره کلی د خانانوسره دهړمنی په دانودکال دولس مياشتې اوروزانه څلېريشت ګهنټے نوکروو.د ده دزېږېدووروسته د ده مورخپله نيمه وږې ګېډه پوره وږې وساتله اود ده خېټوکۍ يې ترخپله وسه اودخپلې خلې په نمړۍ مړه وساتله.نوم يې ورله پښتون خان کېښود چې دهغه مالی حېثيت په پتوخلقوته وپېژندلو.

هغه ته وس هم ياد دی لاوړوکے ووخوچې دنوروماشومانوسره به يې په لاسوکښې مېوې وليدې نودخپل بابانه به يې هم غوښتنې شروع کړې چې دهغه بابا دهغه دغه غوښتنې چرته هم پوره نه کړے شوې . هن کله کله به يې دنيکانودباغه چرته پرېوتې مڼې ، شلتالان ، الوچې اويا دنيکانودميلمه دتالی دپاتې بسکټونه دخپل خيرن جاکټ دخاورواوخځلوډک جېب کې د دنيا دسترګونه پټ راوړل.چې د پتوبه دهغه مېوې په لېدوسره دخوشحالۍ نه خله ګام بېرته شوه.دخندا شين به شواوخپل داجی ته به ورترغاړه وتو.دسوال په کتابونويې لسم په ډډه واړولواودعلی تعليم لپاره يې دمزدورۍ په کلاس کې د دنيادارۍ په يونيورسټۍ کښې داخله واخسته.ځکه چې دهغه پلاربوډاشوے وو.دخانانودنوکرۍ جوګه نه ووپاتې نودنيکانوورته هم نورول نه وو.دهغه دځوانۍ په توانګروورځواوشپوڅربه کړې نوکرې د بوډاتوب کمزوروداړووژويله

دپتوسره بله لارپاتې نه شوه .خوارۍ خسکۍ ته يې ملاوتړله هغه به دومره ګټله چې تالے به لوند وونوشکوربه تش وواوکه په شکورکښې به څه وونوتالے به وچ وو.خوهغه درې واړه د دې لپاره ژوندی ووچې په نهره خېټه اووچوشونډودروزی رسان خدائے شکروباسی.

هغه ته که نورڅه معلوم ووکنه خودې وياړورله تل غړۍ دنګه ساتلې ده اوزړه مطمئين چې شکردے لوئ خدائے هغه مسلمان پېداکړے دے اوبيا يې پاکستانے پېداکړے دے .هغه په سياساتونه پوهېدواونه يې ديوسياسی ږوند سره څه تعلق ، مينه ، رکنيت يا کرکه وه.البته د څوارلسم اګست ورځ دهغه لپاره ترټولومهمه وه.دکال پنځه شپېته اويواوياجهګړې اودپاک فوځ دمړانې قيصې دهغه لپاره ډېرې مقدسې اوزړه راښکونکې قيصې دي.په افغانستان دروسيانودناوړه بريد اود دغه بريد په خلاف دمجاهدينودګټوروعملياتوخبرونواوريدوله چې به کله وزګارووکوزپلوته تلو.اودروسيانوکافروپه ضدبه يې دمجاهدينوعمليات خوښول هم اوستائيل هم .دکشميرداذادۍ دتحريک کلک ملګرے وودهندوانودفوځ دزورزياتی دغندنې پېلامه به يې هم کوله اودهغوی نه کرکه هم.دابېله خبره ده چې دغه جهګړه ، کرکه اومېنه مجاهده اوقربانی د تل نه دهغه په زړه سوچ اومزغوکښې د ننه وه اوچرته هم دورځې رڼوسترګواودشپې کڼوغوږونوپدې حقله د پتونه څه نه وواورېدلی .

هغه بيا خپل فکرونه يوپه يوپه غوردغورلاندې راوستل.ناڅاپه دهغه په ذهن کښې سوال سرکونډۍ وخوړه.سوال دانه دے چې زه مسلمان يم .سوال دادے چې زه ولې مسلمان يم؟ صرف د دې لپاره چې دغېردينه دنيا په لمسه زما دمذهب خودساخته ټهيکداران زما دخدائے لطرفه دراستولوشواستاذودعوه کونکی په ما جهادوکړی ، ما په ما مړکړی اوپه مازماکورونه وران کړی ، په ما زما بچی يتيمانان کړی!.زه ولې پاکستانے يم ؟ صرف د دې لپاره چې زما نوومالداره شوخلقوخپل دولت له نوې المارۍ اوخپل ځان له دطاقت اورتبې کرسۍ له يونوے تخت جوړوی چې د دغه تخت لاندې ډېرپه اسانه ماوچقوی.برصغيرخوټول دتېرويولس سوکالوراهسې دمسلمانانووواواکثريت هم دمسلمان وګړی بيا مونږکومه توره کړېده چې پاکستان موجوړکړے دے.سېواد دې نه چې دمسلمانانوطاقت موپه درې برخوکښې دوېشلوسره کمزورے کړو.هغه په مزغوښه زور راوړوچې لکه د يو، دوه ، درې په شان داتعداد معلوم کړی خوکامياب نشو.د ځان سره يې په زړه کښې ووې سم نه يم خبرالبته وولس کروړه مسلمانان په پاکستان کښې دهندوستان دشپږيشت کروړومسلمانانونه جداکړے شول اوڅليرشت کروړه په بنګله دېش کښې.د پاکستان اوبنګله دېش مسلمان دبهرنی بادارودوفاداروپه سکنجه کښې ورکړل اودهندوستان مسلمانان پخپل ملک کښې اکثريت دلاسه ورکړواو په اقليت کښې بدل شو.دکشميرهډوکے لا د دوه سپودخرړاوې لپاره زوړند مختص کړے شو.

ناڅاپه د هغه ذهن دهغه پام دې اړخ ته راوګرځولوهغه دځان سره په زړه کښې پټ مسکے شوچې دانډيافوځ څومره بې غېرته ، کمزورے اوبې رحمه دے.تروسه يې دهندوستان دماتولو، دکشميرداذادولوپه لارکښې دهندوستان دغدارانواودهشتګردوتورونوپه غاړه لرونکوخلقوباندې يوه مارټرګوله قدرې هم نه ده ويشتلې.پاک فوځ څومره بهادردے.په افغانستان کښې دلکونومسلمانانودوژلونېکه ژمنه د ده په غاړه ده.په سوات کښې يې دمارټرګولوورلوباران جوړکړے دے.داېف سوله اوجېټ الوتکوپه ذريعه دهغه کمزورو، وږوتږواوبې وسه مسلمانانوپه کورونوشپه اوورځ بمباریانې کوی.توغندی وروی پدې وياړاوپېلامه سره چې هغه په امن مئين دی په سوات کښې دامن راوستلولپاره دشرخوښوبېخ وباسی.هغه ويرېدووبوږنېدوغونے پرې زيګ زيګ شو.داسلامی شريعت دنفاذغوښتنوته دهشت ګردی وائی څه ؟ دوی خوحکومت نه غوښتلو ، نه يې وزارت اودملک خزانه غوښتله اونه يې لکه دکشمير! سوات ، ديرياباجوړدپاکستان نه جداکول غوښتل.اونه يې پښتونستان جوړول رواګڼل. نوبياولې دوی په بې رحمۍ بې دردۍ په مارټرګولووالوځولے شو.مالونه اوعزتونه يې تالا شو.کشميريان دهندوستان نه اذادی غواړی په دوېمه معنی کښې هغه ماتول غواړی.دهندومت نه کرکه کوی خوپه هغوی يوه مارټرګوله ونه داغلے شوه.اودلته پاکستان کامقصد کيا لا اله الله اود دې کلمې تحت اسلامی نظام غوښتونکی دهشت ګرد دي .اود دوي ماورائې عدالت اوماورائې قانون قتل روادے.

هغه ته رايادشوچې اول کوم خلق دطالبانوکمانډران ووزياتره فوځيان اوفوځی افسران دي.ايله هغه پدې ټکی ورسېدو چې طالبانوقانون په لاس کښې نه وواخستے بلکې په لاس کښې ورله ورکړے شوے وو.هغه ته دکمېونسټ ګل مخمد عرف ګلی داخبره هم راياده شوه چې دې غېرتی لښکرپه بنګله دېش کښې د بېوزله اوکمزوروبنګاليانوارزانې وينې وولس ورځې ډېرې په بهادرۍ وبهولې ، دسرونومنارې يې جوړې کړې ، په زرګونوناواده شوې جينکۍ يې بې واده دخپلوناجائزه بچوجائزې مياندې جوړې کړې.اودغه لس اتيازره مسلح فوځ په وولس ګهېنټې کښې د ننه هندولښکرته سلامی شو.خوپدې خبره هغه خاص غوږ ونه ګرولواواخاړه يې پرې اښکله.

دځان پېژندلوته يې هڅه وکړه ډېرغوراوفکريې وکړوخومخښې هم تياره وه اوورستوهم.هغه ډېرځله اورېدلی وو، پښتون شپږزره کاله ځلنده اودمړانې ډک تاريخ لری ، سکندر، مغل ، فرنګ اوهرجابرظالم له يې غاښونه مات کړيدي.د ده دغېرت ، دبدبې ، اودتورې دشرنګ خوپه جهان ټس خوردے.هغه پدغه تاريخ سترګې ښخې کړې خودپير روښان نه مخکښې داميرکروړدڅوشعرونواود بېټ نېکه ديوې دعا پرته يې هيڅ بيا نه موندل.دهغه آهنګ ، غيرت اومړانې ، دهغه دننۍ دنيا دټولونه دکمزوری ، بې تعليمه ، بې ارامه ، بې ژبانه ، بې نومه اوپه نمړۍ ډوډۍ پسې ورک حالت دهغه شک نورهم پوخ کړو.هغه ته پښتون قام بې نومه بې نشانه ، بې ژبانه بې وطنه ، بې اختياره اوپه ټولنی ، سماجی اونظرياتی حواله په شلوټکړوکښې وېشلے اوکمزورے په نظر راغے.دهغه ژبه نه د دين ژبه ده نه دکاروبار، نه دشناخت نه د وطن اوملک نه ده تعليم اومينې !

دهغه سره خپل څه دي چې خپل ورته ووائی.خدائے ! نوم دفارسۍ صفات عربی ، پيغمبرعربے دين ، شريعت اوکتاب په عربۍ ، دغم اوخوشحالوورځې اومېلې دعربيانو، حکايات دعربيانو، فتاوې په فارسۍ ، اتلان محمود غزنوی اومحمد علی جناه ، قومی شاعرعلامه اقبال سيالکوټی ، قومی ژبه اردو دملک نوم پاکستان.ووسی په پېښورکښې زړه يې دحجاز لپاره درزېږی.ژوند په يويشتمه صدۍ کې کوی نظام دشپږمې صدۍ غواړی.هغه په مزغوډېرزورراوړوځان له يې ډېره دلاسه ورکړه.دځان غولولوډېرې هڅې يې وکړې.ګورے څومره وخت تېرشوخوهغه پدې بريالے نه شوچې دژوندپه دې کردارونوکښې يوهم دهغه خپل وی يادهغه ذات.هغه دفکردوخت په آئينه کښې هرڅه وليدل هرڅه ورته راڼه اوروښانه ښکارېدل خوچې څه پکښې ده ليدل غوښتل هغه پکښې يوځائے هم په نظرنه راتلل.اوچرته ورک وواوهغه وود ده خپل ځان اوخپل وجود.

دځان لټولولپاره هغه دخپل ذهن اوضميرتورې تياره سمسې په تورتياره اوژورکومی کښې داسې ورک شولکه دسربچ کولولپاره هغه دخاورواوګټودغه تورې اوتياره سمسې ته پرېوتے ووپدې غرض چې رڼا ورځ چې د ده دسردشمنه ده پخپله په ځان شپه کړی اودرڼادسترګونه چرته ورک شی