fbpx
سالار یوسفزی مقالې

 علم اوغنې خان

علم دنامعلوم معلومول په معلوم يو مسندې نتيجې ته رسيدل اوخپله رائې ورکول دی اوتحصيل علم دمعلوم نه دنامعلوم په لورخوځښت او خواري ده۰ کنفيوشس وائي علم د دې دوه خبروپيژندلونوم دےچې ،،ته څه پيژنې او څه نه پيژنې،،اـ معليمينودتحصيل علم دوه مختلفې مګرديوبل سره پيوست اومشکوکه روښانې لارې وضع کړيدی چې يوه الهامی ده او بله غير الها می يا تجرباتی ده او که دا دواړه مونږ په يو نوم سره رايوځائے کول او ياپيژند ل اوغواړو نوهغه نوم دفلسفې نه سيواڅه کيدےشی۰ دفلسفې شوروغالب ده چې د ،ولې، نه کيږی په ذهن کې د ،ولې، تصورپيداکيدل دشعوروړمبئ پنځيدنه ده اودشيانودجوړخت اوړنګيدودعلت او سبب پيژندنې په لور وړمبے قدم دے لکه چې آ دمء په باغ عدن کې ديوې ونې دميوې خوراک نه منع کړےشو هغه په وړمبی ځل دځان دوجود اومغائيرت،مجبوريت اواختيارداحساس ژورکوهی ته پريوتوهغه خپل اختياروازمايوخپل شعورله يې ژوروالے اوپراختياورکړه اودتقديرفيصله يې عملی کړه ځکه چې دهغه ذهن حيران اوګډوډشو چې،ولې،دے منع کړے شو؟د دې،ولې،ياګډوډی دتجسس اوخفګانه دخلاصی موندلو اواطمنان حصلولوهم دغه يوه لاره وه کومه چې دهغه دشعوروړمبۍ ښخته اودعلم دابتدائي تصورخوځښت او غونځيدنه وه په وړمبۍ مرحله کې سړے د ډيرې زياتې ساپوټۍ اوحيرانۍ له وجې دېوې جاخې اوژورې تياره پيښې سره مخکيږی د دغه ګړنګيدونکي تهترين نه دوتواوسکون موندلووړمبےقدم، ولې ،دےچې ورو ورو پښې غزوی پنجې ښخوی اونه يواځې په،ولې، اکتفا کوی بلکې د،ولې ،سره سره ،،چا،،چاله،،څله،،څنګه،،اوداسې نورډيرافاقی اودائمی حيرانونکې پوښتنې په ذهن کې راولاړيږی دټولنې اوذهن انسانی دپرمختګ سره سره په دې غوښتنوکې پراختيا اومحکم والے پيداکيږی وخت په وخت انسانی ذهن دغه غوښتنوته دجواب وئيلو هڅې کوی چې کله ناکامئ اوکله برياليتو بونه ترلاسه کوی

غنی خان هم کله چې په اول ځل دخپلې جاخه پيښې سره مخ شويدے نوداچغه يې وهلې ده

؛ څه دپاره ؛

چادځانه جهان جوړکړودعالمو

ډک دلوړودژورو ورانوسمو

زرغون شوی په اميد ژوندی په طمو

شوپيدادکومې موره دکوم پلاره

څه دپاره څه دپاره څه دپاره

مونږبربنډ دکومې راشو په تش لاس

ولې واغوندو دننګ شرم لباس

ولې جوړکړودين ايمان ويره وسواس

په تش لاس کوم خواته ځوچې ژوند شی خلاص

په کوم ملک په کوم وطن په کومه لاره

داويرونه داغوغاداشوردڅه دے؟

داچې زه ورته ويم کور داکوردڅه دے؟

او، داسوځی چې عالم دا اوردڅه دے؟

زندګی څه ده مرګ څه دےګوردڅه دے؟

چاپسېې څه پسې څه بې قراره؟

عزت څه دےطاقت څومره دولت څه وی ؟

ولې ماته چې وی ښه بل ته ښه نه وی ؟

څه وی څوک چې جهان نه وی عالم نه وی؟

کوم خوا تختی مړه رڼا ګلونه سوی ؟

يو وړوکے سراودا قيصې بې شماره

څه دپاره څه دپارهه څه د پاره

مونږوليدل چې زموږمردميدان نه يواځې ډير په ښائسته اندازکې دغه سوالونه پورته کړيدی بلکې دخپلې تسلۍ دپا ره يې ورته يو جواب همم ويئلےدے خودغه وړوکےسراوغټه سينه لرونکے شهسوارپخپل دغه جواب مطمئين نه دے اوچې په دې يې زړه اوبه نه دی څکلی نو په دغه حيرانتيا کې دصبر،اميداواعتبارواګے له لاسه نه غور ځوی او په ډيرنيازمندانه اندازکې دخپل محبوب،ښائسته جانان اوقادرمطلق نه د خپلې دغه حيرانۍ اوذهنی ګډوډئ دپه ځائے کيدولپاره دخپل لاشعورپه دراب کې غوپه کيږی اود دغه پرغز (وجدان) په حالت کې وايئ

ولې ماله دې دولې طاقت راکړو؟

خدايه ولې،خدايه ولې خدايه ولې ؟

دلته مونږدغنی خان دفکرسر چينه معلومؤهغه په دې بيابان کې يواځې او بې مقصده درپه دراوخاورې په سرنه ګر ځی بلکې يوه چينه يې موندلې ده هغه دخپلوفکرونو اصلی مرکزموندلےدے اوپه هغه يې کلک باوردے.دتمامو علومو،فعلونو اوتخليقاتوسرچينه يې ګڼی اوخپله ناقراری هم دهغه نه پوښتی اوولې به داسې نه وی چې هغه ستر ګې هم هغلته غړولی دی خړپوڅې يې کړيدیی لوئې شوے اوپوهه شويدے چرته چې دهاغه قادرمطلق بادشاهی ده اودبادشاهئ يې داسې مضبوته قلعه ده اوپهلوانان څوکيداران دی چې هلته دعلم دتلواود دې سربسته راز معلو مولوخوهډو سوال نه راولاړيږی اوکه چاکوښښ کړے هم دے نودهغه انجام سقراط،عيسی ،برونو اومنصور ـ ـ ـ

وجود،روح،نفس،ژونداومرګ،شعوريا ذهن وغيره څه دی؟ د دې سرچينې څه دی اودفطرت سره يې څه تعلق دے ؟ لينن وائي دفلسفې بنيادی سوال دادے چې د ذهن اوفطرت،شعوراو وجود ديوبل سره څه تعلق دے ؟ ذهن وړمبے ښکاره شو که فطرت ! شعوردانی مزغونه بغيرخپل جداګا نه وجود لری ؟ فطرت د ذهن نه جدا اوماورا کيدے شی ؟ خارجی حقيقتونه څنګه دانسان په جذباتو ، احساساتو ، فکرونو او ضروياتو اثراندازکيدے شی ؟ هغه دنيا بدلولے شی . هنر دخپل خالق داظهارنفس ذريعه ده که د دنيا عکس ؟ ذهن ته بنيا دی حيثيت حاصل دے که فطرت ته ؟ (۲) لکه چې اينګلز وئيلی دی دفکراو وجود ترمينځ رشته څه ده ؟ (۳) د دې ستونځو او کشالو د حل په لړکې دانسانی ذهن تګ ودؤ اودعلومو دپرخوالی سره سره انسانی سوچ په دې مجبوره شی چې حقيقت څه دے ؟ دچاپيرچل علم حاصيليدے شی ؟ که حاصيلدے شی نوڅنګه ؟ او که نه شی نو ولې ؟ د دې پټو رازونو نه د خبريدو لپاره د مختلفو حالاتو او وختونو په مناسبت هرچا دخپل علم ، پوهې او شعور په زور د خپلې خوښې جوا بونه ولټول.

افلاطون په خپل عقلی جاه وجلال ډير په چغه او ويئل چې د دنيا علم ممکن دے.مطلق اومافوق الفطرت عقل موجود دے.دا عقل دانسانی وجود نه مخکې ښکاره شو او ابدی به موجودوی انسانی عقل د دې عقل کل يو جز او خړ عکس دے (۴) خودايې نه ده سپينه کړې چې داعقل کل مخکې چرته اوپه څه کې وو اواوس څنګه په څه کې څله اوولې ښکاره شو.اوپه دغه وخت کې يې دفعليت څه حيثيت وو.خودافلاطون اودهغه شان دنورومعروضی تصورپرستوکائينات داحقيقی دنيا نه ده بلکې يوه خيالی او تصوراتی کائينات دے او په دې ژه دی چې دحقيقت ، صداقت اورښتونولۍ معلومول دا ضرورت نه لری چي ته دحقيقتونو جمع جوړ وکړې جائزه يې واخلې يايې تجزيه وکړې اونه دتعمير يا شک وشبې ضروړ ت شته انسان چې پخپل ذهن لږزور راولی نودکائينات درازونو دمرۍ رګونه د ده په موټی کې راشی (۵) تجربيت پسند وائي چې کوم څيز زمونږ دحسی ادراکوپه مشاهده کې راځی يا دهغې سائنسی تشريح ممکن وی صرف دغه شے يومستقل حيثيت لری(۶) علامه اقبال هم دعلم دپاره سر، تجربه ، مکاشفه مستند اوضروری ګڼی (۷) خو حمزه شنواری وائي علم دانسان فطرت دے اوداديوې کليې په ډول دانسان سره موجود دے تجربه يواځې دعلم دتعقل ذريعه نه ده (۸) په عالم آمر کې په ښکاره يومجردحقيقت يعنې انسانی ” انا ” يا په عرف عام کې روح يا نفس ناطقه موجود دے چې هغه سره دټولوڅيزونوعلم بالقوه موجود دے ځکه چې هغه په خارج کې د ” انائے اکبر ” (خدائے ) نمونه او په داخل کې عين انائې اکبردے او چې انا ئې اکبردهرشی عالم دے نو لازم ده چی انا ئې اصغر هم دهرشی بالقوه عالم وی (۹).

د ارتهر شوپنهارو کائنات د هغه ډ خيالونو جاله ده دے او د ده نور موضوعی تصورپرست ملګری پدې صلاح دی چې د فرد چاپيره هرشے د هغه د ذهن محتاج دے دوی تمام تخليقات دفرد دحواسو ، ذهن او خيالونو پيدا کرده ګڼیی.بيا خو ښکاره ده چې مونږ د دنيا علم حاصلولے شوځکه چې دا دنيا زمونږ شعور تخليق کړې ده زمونږ د خيالونو او خوبونو مجموعه ده داسې د دنيا علم پخپله زمونږ د ذهن د ځان د پيژند نې علاوه نورهيڅ نه پاتې کيږی (۱۰) خو ورسره دا ټپه هم کوی چې دا دنيا يو خدائے پيدا کړيده دا هر څه دهغه په علم کې دی هغه د زمان او مکان نه پاک دے او د هغه علم لا محدود دے .غنی خان پخپل ، جلال ،نو مې نظم د وجودی شعری فلسفی په سبب دلته د دوی په رنګ کې رنګ ښکاری

؛ جلال ؛

چې ځه غواړم د هيرو نه مستی سره ګلونه جو ړم

د سرو اوښکو نه سرې شونډی د ژړا سرونه جوړکړم

د خزان تيا ره کړم ډوبه د اميد په سمندر کې

د کنجکو نه لالونه ، د غلوپلونه جوړ کړم

چې دا روح مې په ښکاړ وځی د رنګون دخوبونو

که نور نه وی د تيرو ځه رنګينی نورونه جوړ کړم

چې دخيشت شم ځه ليواله ، دصحرا هره زره کې

په زرهاو بوستا نونه په لکها ګلونه جوړکړم

چې ځه وږے د ارمان شم د سپرلی په سپين سبا کې

بې حسابه ما ښامونه بې پايان غمونه جوړکړم

تور اوسپين زما دسترګو کله تول کله تلل دی

شپه او ورځ ځما نظر دے ورکول دی او مونتل دی

که خندا ده که ژړاده داځيګر مشغولول دی

که وصال دے که فراق دے خپل سرود ته ګډيدل دی

چې ځه مست شم د ډېرانه سره د خيشت ګلونه جوړکړم

دسرو اوښکو نه سرې شونډې دژړا سرونه جوړ کړم

چې ځه نيت د ګټې وکړم د پريوتی د شکست نه

د فاتح دشو نډو کبر او د سترګو غرور جوړ کړم

دا چې ځه ځان لره تخت د رنګين باد نه ودان کړم

د غلا م اميد بدل زه د باد شاه په کل سرور کړم

چې خپل نوم زرې زرې کړم ترينه ډير نومونه جوړکړم

چې زه غواړم دهيرونه مستی سره ګلونه جوړ کړم

دا چې ته يې او داته يې ، دا چې ستا مستی رڼا ده

دا يم ځه دا بس يو ځه يم ، دا زما ژړا خندا ده

دملا خبرې پريږده معامله ځما اوستا ده

دا داستان دلوږې نه دے دا قيصه دعشق او ساه ده

دې ځما بې سره ژوند کې پټ ستا حسن او کمال دے

دا زما کمزورې سترګې ، ستا د زور جاه و جلال دے

خو د د ې په خلاف ماديت پسند د د نيا په رنګا رنګۍ کې يو رنګی او په کثرت کې يو والے وينی.او په ځائے او وخت کې يې لا محدود ګڼی.د دوی په خيال دانسانی نوغی د بقا لپا ره ضروری ده چې د دنيا علم حاصل کړی او په دې وجه دا دعوه کوی چې د دنيا علم حاصيليدے شی ، د عقل کل ، ذهن او شعور نه د مادې وجود وړمبے لازمی ګڼی .عقل ، ذهن او شعور دما دې دوجود نه بغير نا ممکن خيال کوی.د دوی په نزد انسان په دمه دمه ، سلسله وار دفطرت د رازونو نه پرده پورته کوی د دې معروضی دنيا د پيژندلو کوشش کوی کومه چې صرف نه د ده د ذهن نه اذاده ده بلکې دټولو ذهنونو نه اذاد خپل يو حقيقی وجود لری (۱۱) خو حمزه شنواری د ارسطو دعلم د درجه بندۍ (اسفل ، اوسط ، اعلا) په تائيد کې زياتوی چې اعلا علم نه په داخل کې او نه په خارج کې مادې ته محتاج دے لکه دالهياتو علم.اوسط علم دادے چې په ذهن کې د مادې نه بې نيازه وی خو په خارج کې نه لکه رياضيات او اسفل په دواړه حالته کې د مادې محتاج دے لکه طبعيات ( ۱۳)

نتائج پسند دې پيښو ته اهميت نه ورکوی بلکې په مختلفو وختونو کې دمختلفو پيښو مخې ته د راتلو د حل په کوښښ زورکوی.وجوديت پسند د دې پيښو جواب په ځان پيژند نه کې وينی .غنی خان هم په خپل ګوګل نومې نظم کې کټ مټ د وجو دی فکر همنوا ښکاری

، ګوګل ،

دې ګوګل کې مې د ن نه                     هم دوزخ دے هم جنت دے

دې کې قهر او غضب دے                   دې کې رحم او راحت

دې کې پروت يو سمندر دے                 د نشې او د خمار

دې کې پروت يو تهترين دے               د لمبو او د اذار

دې کې پروت دے دومره رنګ             د سپرلی او دخندا

چې يو پړق يې پور جهان کړی             دمستۍ او د رڼا

دې کې پروت دے دومره رنګ             د تيارې او د ژړا

چې يو اف يې تور لحد کړی                د خندا ډکه دنيا

دې کې دومره شجاعت دے                 چې دکل جهان مرګونه

يو نظر کې تار په تار کړی                 لکه با د و ړی بوسونه

چې په يره باندې راشی                       زړه تري غټ دے د منږک

داسې رپی داسې تښتی                       داوبوو څاڅکے ترې کلک

او چې کلک شی داسې کلک دے           لکه کاڼے دفولاد

نه پرې زر تورې اثر که                     نه پې زرکاله فرياد

دې کوګل کې مې دن نه                     هم دنيا ده هم قيا مت

داهم لاره هم کروان دے                     هم تدبير دے هم قسمت

پروت پدې کې ټول داستان دے           د جزا او د سزا

خور پدې کې لوئي جهان دے             د وصال او د وفا

دا هم باغ دے هم خزان دے                 هم بلبل دے هم بهار

دې کې سره نيازبين ګلونه                   او د شنو اوبو شرار

دا هم زهر هم زقوم دے                      هم ګبين دے هم نبات

دا هم تور دمرګ څادرے                   هم چينه ده د حيات

ده کې پروت داسې شراب دی               چې يو څاڅکے دهغې

به بد مسته او سرشاره                         کړی دا واړه فرښتې

دے چې ځی په بره درومی                 شی جبريل ورته حيران

چې په بدو باندې راشی                     امان و غواړی شيطان

عجيبه دې يم جوړ کړے                     اے زما خدايه عجبه

بې د تانه نور دهر څه                       د همه يم مرکبه

دا د اور او نور درياب                       دومره لوئې لکه اسمان

دومره وړوکے لکه څاڅکے                 دومره لوړ لکه يوان

دا قيصه د سوز او ساز                       ولې ولې څه له څه له؟

خيشت اوغم راز ونياز                       ولې ولې څه له څه له؟

د وجوديت په خلاف د لينن په خيال دا څيزونه زمونږ د ذهن نه اذاد او خارجی وجود لری زمونږ محسوسات او تصورات د دې عکسونه دی او عمل هغه پيمانه ده چې د دې په ذريعه د دغه عکسونو او سيورو تصديق کيږی او د کره کوټه پته پکې لږیی (۱۳) امام غزالی عقل د رښتونولۍ د پيژند نې آله نه ګڼی بلکې صرف پرغز (وجدان) او وحې روح انسانی د خدائے دمعرفت سره اشنا کولے شی او رښتونے علم فراهم کولے شی (۱۴).د جدلياتی ما ديت پسندو په رو سره انسان نه صرف د دنيا علم حصلولے شی بلکې د خپلو غوښتنو او غرضونو د پاره د خپلو عملو نو په ذريعه دا دنيا بد لولے هم شی او په نوی طرز ودانولے هم (۱۵)

لاک وائي ټول انسانی علم د تجربواوحواسو په ذريعه حاصيليږی او ذهن ته د ننوتو يواځنۍ لار حواس دی (۱۶) حقيقت مونږ ته د تصوراتو او احساساتو په ذريعه حاصيليږی ی حافظه احساسات په ادراک کې بدلوی او ادراک په تصوراتو کې(۱۷) د نمونې په طور مونږ خيال کو چې مادهه څه شے دے در اصل دا مونږ هغه تصور کوو چې د ما دې ادرک کوی لکه سترګې چې ليدل کوي ، لاس ، چې د ده په ذريعه محسوسيږی ، فهم ، چې ماده پيژنی.شوپنهارو وائي چې د يو څيز علم د تصورتو نه کيږی او مونږته د تصوراتودڅيزونود نومونو سيوا د څه شی علم نشی حاصيليدے(۱۸) د عمل نه نيکی بدی جوړيږی او د استعمال نه خوږ او تريخ.

عينيت پسند وائي رنګ ، وزن ،شکل ، اواز ،ذائقه ، بوئی او داسې نور صفات په څيزونو کې موجود نه وی بلکې په محسوسونکو کې موجود وی.هابزوائي هغه تمام صفات چې مونږ يې مشاهده کوو دمادې مختلف حرکتونه دی چې په مختلفو طريقو زمونږ حواس متاثره کوی (۱۹) ويل ډيورانټ دانوره سپينوی او وائي که په دنيا کې سترګې يا احساس جسم نه وے نو رڼا به چرته وه لکه اشرف مفتون وائي

ويل که حسن نه وے د سپوږمۍ رڼا به نه وے

خلق که کاڼه وے دبنګړو شڼا به چرته وے

جواب:-

ما وې ګلې واوره دا جمال ما پيداکړېدے

ډول په چکلۍ زنه د خال ما پيدا کړيدے

خوند د دې وريځو بوډۍ ټال ما پيدا کړيدے

رنګ د چورلکونو ، ښکلے چال ما پيدا کړيدے

ګوره که ځه ړوند وے د سپوږمۍ رڼا به چرته وے

خلق که کاڼه وے دبنګړو شړنګا به چرته وے؟(۲۰)

اوګورئ چې غنی خان په دې حقله څه وائي

دلته رنګ بدرنګی دواړه       د احساس دتول يو جام دے

زما سترګو پدا کړے             سپين ساقی او تور امام دے

                             يا

د ادم د نظر تول دے           که دا توردے که دا سپين

د ادم د ژبې خيال دے         که سپلمۍ ده که ګبين

ويل ډيورانټ وائي يو لاس په ګرمو اوبو کې ښکته کړئ او بل په يخو اوبو کې او بيا دواړه لاسونه په تړمو اوبو کې،دغه تړمې اوبه به ديخو اوبو والا لاس باندې ګرمې لږی او په ګرمو اوبو والا لاس يخې ، په حقيقت کې دا څه دی ؟ د يخنۍ په وجه د ذهن نه د مرۍ پورې رګونه متاثره شی نو په خورک کې خوند پاتې نه شی ، ذائقه په خوراک کې ده يا په مزغو کې ؟ چې په يوغاښ دړ راشی او د غاښ رابطه د مزغو سره پرې کړے شی نو دړ ختم شی دا دړ په مزغو کې وی يا په غاښ کې ؟ او دا صفات چې د څيزونو نه لرې کړے شی نو د خلا ، زراتو ، مادې ، وخت او ځائے نه علاوه نور څه پاتې شی (۲۱) دے هم د حالاتو او وخت سره د جوړخت قائيل دے کامتے هم علم تر حسی ادرکاتو رالنډوی (۲۲) دا هغه ځائے دے چې اقبال چغه کړيوه

علم کے حيرت کدے مين هے کها اس کی نمود ؟

ګل کی پتی مين نظر اتاهے رازهست وبود

غنی خان هم د تحصيل علم د پاره ځان خپل احساسات ، تصورات او حواس لازمی ګڼی او دخپل تول او تال نه خوب او خيال نه ،غم او مستۍ نه خندا او ژړا نه د خوبونو ، ګلونو او رنګونو نه ځان له لکه د وجودی فلسفيانو يو ښکلے ساز او زړه راښکونکې نغمه جوړوی

؛ پيدائش ؛

او ما ځان له ساز که پخپله جوړ

د خپل خوب نه دخپل خيال نه

دخپل غم نه د مستۍ نه

د خپل تول نه د خپل تال نه

او ما ځان له يار که پخپله جوړ

دخپل سوز نه د ارمان نه

د خوبونو نه درنګونو نه

دګلونو نه دخزان نه

اوما ځان له غم که پخپله جوړ

د خندانه خوشحالۍ نه

د وصال نه دخمار نه

د بهار نه د لولۍ نه

او ما ځان له ژوند که پخپله جوړ

د اميد نه د رڼا نه

دتيرونه د ښيرونه

دغمونو نه دسودانه

او ما ځان له مرګ که پخپله جوړ

دژوند نه د مستۍ نه

دسپرلی د زيړو ګلونو نه

د لالونو نه د ځوانۍ نه

د وجودی فلسفيانو استد لال دادے چې دبهرنی کارونو معنوی ادراک صرف داسې ممکن دے چې سړے د خپل روح په ژور والی کې ډوب شی وړمبے خپل انفرادی حيثيت وپيژنی او د دې مرحلې تيريدو وروسته د دې په مرسته د خارجيت تعريف ښکاره شی (د نور تفصيل د پاره وګورئ د غنی خان نظم ، زه ، کليات م ۵۱۹) په سوره شمس کې هم دې خبرې ته اشاره شويده ، فالهمها فجورها وتقواها ،يعنې الله د خير وشر شعور دانسان په فطرت کې ايښودے دے

د البيرونی خيال دے چې زمونږ د پاره دهغه څيزونو پيژندل ضروری دی چې دنمر د پلوشوسره روښانه کيږی د دې نه اخوا چې هر شے دے اوغټوالے يې هر څومره دے مونږدهغې نه فائده نه شواخستے چې دنمر پلوشې کوم څيز ته نه رسی حواس هغه معلومولے هم نه شی اوچې حواس دکوم شی ادراک نه شی کولے مونږ هغه نه شوپيژندے (۲۳) ابن الهيشم وائي حقيقت صرف هغه دے چې بطور دموادو دادراک کونکی دحواسو مخې ته کيښودے شی (۲۴) حمزه شنواری دې فکر له ډيره ښه د شعر بڼه ورکړيده .

ادراک دے دوجود او نورسيوا چې دے عدم دے                             دا څه چې مونږه وينو هم هغه دی نور څه نه دی

                                                                   يا

محسوس په حقيقت کې دے هغه چې تغير نه شی                           په پټوسترګوګوره چې داوينې داليده شی

داشاعره په فکر علم دڅيزونوصرف ادراک او آګهی ده چې دذهن وړاندې راځی (۲۵) دحواسو په ذريعه چې کوم علم مونږ ته رارسی هغه هم د شک نه خالی نه وی بلکې کوم حس چې دکوم څيز معلومات راکوی دا په دې وجه چې هغه څيز دغه حس متآثره کوی دهغه د وجود سره خاص علاقه لری او ځان تهيې را متوجه کوی او د دغه تآثر په نتيجه کې يوحس مونږته دهغه څيز دښه اوبد معلومات راکوی لکه اشرف مفتون وائي

حواس چې غوڼ شی تري نه خيال جوړشی                                             خيال چې خالق شی ترې دنياشی پيدا

دخيال کولا که وی حواس دجسم                                                                                                                  حواس په جسم کې له چا شی پيدا

فکر دليل او عقل لل ګل شی                                                                                        څنګه احساس هوا رڼا شی پيدا

زمونږ جهاز د حواسو د درياب سرته لنګر انداز شو او نوے سفر به هم پدغه درياب کې منزل مقصود ته د رسيدو لپاره کوو.

فلسفه کيا هے (۲) م ۵۰ (۳) م ۵۱ (۴) م ۸۸ (۵) م ۹۱ (۱۰) م ۹۱ (۱۱) م ۹۳ (۱۳) م ۱۸۱ (۱۵) م ۱۷۱

فلسفه عجم     (۲۲) م ۶۴ (۲۳) م ۸۴ (۲۴) م ۸۴ (۲۵) م ۹۲

داستان فلسفه (۱۶) م ۳۲۸ (۱۷) م ۳۲۴ (۱۸) م ۳۹۷

نشاط فلسفه   (۱۹) (۲۱) م ۶۱

دنياکے سو عظيم کتابين (ا) م ۶۷

وجوديت (۶) م ۱۹

په مذهبی افکارو کې نوے تشکيل (۷) م ۳۵

د خوشحا ل يو شعر (۸) م ۷۹

انا اور علم (۹) م ۶۴

ژوند (۱۳) م ۳۵۳

روح حقيقت انسانی (۱۴)

سکونډارې (۲۰) م ۶۰۶.

سالاريوسفزے