fbpx
اندېښمن شینوارئ کوزه پښتونخوا

په کوزه پښتونخوا کې ایمران د حکومت لاسته راوړنې

له هغه وروسته چې په کوزه پښتونخوا کې ایمران خان ډلې رائې وګټلې او د خیبر پښتونخوا کې ئې د خپل ګوند ایالتې حکومت جوړ کړو. د حکومت په جوړېدو سره سم ئې داسې کارونه شروع کړل چې په ملا پزل رامان او ملا منور حسین په کارونو به پښتانه شکر وباسي.
ایمران چې له پښتنو څخه ئې د خان په نوم رائې راټولې کړې چې دې هم پښتون دی، ورسره ئې د تېرو نورو په څېر هم د پښتنو په مرې چاړه راښکل شروع کړل. د ایمران خان حکومت د تېر پښتون ملتپاله اوامي نېشنل ګوند ټول کړه وړه او هغه هڅې چې د پښتنو لپاره کړې وې په سیند لاهو کړې. د تحریک انصاف ګوند په سرکاري مکتبونو کې د پښتو مضمون لرې کړو، همدغه ډول هغه چوکونه، لارې او کوڅې چې د پښتني شحصیتونو او قدرونو په نوم نومول شوي ول، یو څه ئې لرې او یا هم نوي نومونه ورته غوره کړل.
د این ډبلیو ایف پي پرځای د خیبر پښتونخوا نوم ګټل چې په کوزه پښتونخوا کې په تېر شپېته کلن تاریخ کې یوه ستره بریا ګڼل کېږي دوي اوس بېرته په این ډبلیو ایف پي په نوم سره یادوي او نژدې ده چې دغه نوم بېرته په پخواني نوم واړوي.
پدې وروستېو کې تر ټولو ډیر د پام وړ خبره چې زه ئې ډیره جدي ګڼم هغه هم دا ده چې د پېښور د زراعت په پوهنتون کې پروفیسران محصلین په زوره دېته هڅوي چې په تبلیغ کې چېلې میلې ولګوي، ددې د لارې به استادان او پروفیسران له هغو محصلینو سره په ازموینو کې مرسته کوي او هغوي ته به مفته نومرې ورکوي.
ددې ترڅنګ د پېښور او خیبر میډیکل کالج کې هم داسې پېښې شوېدي او ځنې محصلین شکاېت هم کوي چې استادان په زوره جینکې دېته هڅوي چې حجاب واغوندي.
دا چې ډیرې هغه محصلین چې له غریبو کورونېو سره تعلق لري ډیر زر ددغسې مذهبي مافیائي ګروپونو ښکار وګرځي، نوموړې محصل د یو څو نومرو په خاطر دغسې کار ته مخه کړي او هغه خبر نه وي چې څه وخت وروسته د څو نومرو په بدل کې دوي په کومه مذهبي افیمو نېشه اخته شي.
د فکر او سوچ خبره داده چې څوک دي چې د یو سرکاري پوهنتون پروفېسران
حجاب او پرده چې هېڅ پښتني افغاني عنعنه نده ولې په زوره زمونږ پېغلې چې باشعوره دي، د پوهنتون زده کوونکې دي،ولې دېته هڅول کېږي ترڅو حجاب واغوندي؟
او څوک دي چې استادان داسې کارونو ته هڅوي؟
ولې د مدرسې پرځای اوس پوهنتونونه د مذهبپالو د توجه وړ وګرځېدل؟
ولې حکومت ددې خلاف خلکو پرضد اقدام نه کوي؟
کچېرې پښتونپاله او ملتپاله ګوندونه او ویښ پښتانه ددې شیانو پوښتنه ونکړي او ددې پرضد لازم اقدام زره ترزره ونکړي نو هغه نوي نسل چې نه یواځې د مور او پلار ورته سترګې په لار دې بلکه ټوله کړېدله پښتونخوا ورته سترګې په لار ده خدای مه کړه په داسې یوه لار به سر شي چې نه به د چا خبره ددین شي او نه هم د سادین.