fbpx
مقالې ناشنا شینوارئ

ولسمشره ستړی مشې

په تیره یو اونۍ کې له ایران بیا سویلي افریکا او هندوستانه ستړی مشې.
دافغانستان په ولسمشرانو کې داسې ښکاري چې تاسو به لومړۍ ولسمشر یاست چې د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته مو ډیر رسمي سفرونه کړي او نور به هم وکړی. د تیرې یو اونۍ سفرونه لومړۍ ایران ته سفر دایران او افغانستان همکاری تړون او نورو کارو لپاره دوهم د سویلي افریکا سفر د نړۍ سره د خواخوږي او سیالی پالل دریم د هندوستان سفر د افغانستان سره روانې مرستې د ۲۰۱۴ څخه وروسته او نورې .
ولسمشره ستاسو منډې ترړې د افغان ولس لپاره ډیرې اړینې دي او مسولیت هم لری باید ویکړی ځکه تاسو د افغان ولس په ډیرو رایو ولسمشر او مشر یاست. دا ارزونه به تاریخ ته پریږدو.
ستاسو وروستی غوښتنې د امریکا متحده ایالاتو څخه ډیرې په ځای دي که افغانستان ته امن نه راځي او افغانستان یو خپلواکه باثباته هیود نه وي نو تړون هیڅ ګټه نه لري.
ولسمشره تاسو څخه باید پوښتنې ډیرې په ادب او لیکوالی په وسولو برابری وشي بد مرغانه زه هم داسې یو ځوان چې لوست او لیک مې د جنګ په منډو او مسافری په حالت کې زده کړي خو افغانیت او مینه مې پر ځای ده ستاسو ژوند لیک مې لوستی او ستاسو په زړه سواندی او زړه ورتوب هم تر یو کچې پوهیږم خو بیا بیا مې سوالونه په زړه کې وي، زه پوهیږم چې تاسو وخت نه لری خو که ژوند وي او د ټولو مسولیتونو ورسته مولږ وخت پیدا کړو ښه به وي چې ځواب راکړی که نه د ولس په خدمت کې دې تل بریالی غواړم.
۱ یو سیاست دی یو سیاسي واک دی. ولی ډیری افغانان سیاستوال اوس وخت کې سیاسي واک غواړي او سیاست نه کوي؟

۲ ولسمشره تاسو داسې یو کتاب لیکلی یا پرې بوخت یاست یا په نیت کې لری چې وی لیکی چې راتلونکې نسلونه ستاسو له تجربو څنګه ګټه واخلي؟

۳ په نړیواله کچه مو ډیر مینه وال پیدا کړي ولی له افغانستانه یو شمیر سیاستوال او لوستي افغانان ستاسو په اړه بې بنسټه څرګندونې کوي، دا ولی؟