fbpx
اندېښمن شینوارئ مقالې

امریکا دې د افغانستان قربانۍ هم نه هېروي

ولسمشر حامد کرزي مخکې له هغه چې هندوستان ته خپل څلور ورځنې سفر پېل کړي، له هندوستانۍ این ډي ټي وي سره ئې یوه مرکه وکړه چې د معمول په څېر ئې په هغه مرکه کې هم ترې د امریکې سره د امنیتي تړون په هکله ترې پوښتنې وشوې. ولسمشر هم ډېر په ځېرکتیا او تدبیر سره لکه د تېر په څېر ځواب ورکړو. د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امنیتي تړون به لاسلیکوې او که نه؟
ولسمشر ووئېل چې تر هغه چې زمونږ شرطونه نه وي منل شوي، هیواد ته مو سوله نه وي راغلي، د سولې پروسه په سالم ډول نه وي شروع شوي نه ئې کوم، مونږ د امریکا او نړېوالې ټولنې سره ددوستۍ کولو ثبوت ورکړېدې خو دا چې دوي اوس پخپله بې اعتباري کوي. ولسمشر همدغه ډول د پوښتنو او د ځوابونو پدې لړ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئېل که امنیتي تړون دې هېواد ته سوله راوستې شي زمونږ پر ګټه دی او که سوله او امنیت نه وي نو بیا خو دا تړون دا هېواد د بربادۍ په لور بیائي. ولسمشر همدارنګه زیاته کړه، مونږ د نړیوالو ځواکونو او په تېره بیا د امریکا ډېر منندوي یو، دوي دلته ډیرې قربانۍ ورکړې، پېسې ئې خرڅ شوې، عسکر ئې مړه شول خو امریکا او نړیواله ټولنه دې دا نه هېروي چې د تروریز پرضد جکړه کې افغانستان تر ټولو غټ مبارزه کوونکې او تر ټولو ډیر قرباني شوې هېواد دی.

هره ورځ د تروریز پرضد جګړه کې مو ماشومان، ښځې، سپین ږیري، ځوانان شهیدان شوي، کورونه مو وران شوېدي، ملي او شخصي شتمنۍ مو پکې زیانمنۍ شوي او پکې له منځه تللې دي. نو اوس پکار داده چې امریکا دې هم زمونږ قربانۍ نه هیروي، افغانستان ته دې تروریزم پرضد جکړه کې د همکارۍ تر ټولو لمړۍ دوست په سترګه وګوري.

ولسمشر د مرکې په ترڅ کې همدارنګه زیاته کړله، چې امریکا او ټلوالې ته ئې اوس دا هم ندي پکار چې پر ما او زما پر حکومت دې له هرې خوا فشار راولي، زه د هېڅ فشار په مقابل کې دا تړون تر هغه نه لاسلیک کوم ترڅو چې مونږ ته زمونږ ته د شرطونو تضمین نه وي راکړل شوې.

ولسمشر وائي چې زه په امریکا باور نلرم، هغه داسې چې امریکا وائي یو څه او کوي بل څه یانې دا چې په خبرو او عمل کې ئې فرق دی.