fbpx
پښتیان مقالې

امنيتي تړون: نوی دولت نوي شرطونه

لیکوال پښتیان
پر امنيتي تړون د متحده ايالاتو او موجوده افغان دولت خبرې اترې څو کاله لومړي پيل سوې. هغه وخت حالات او شرايط نور و. افغانان له ډېر بد وخت سره مخامخ و، چاودنې، بمبارۍ، مرګونه، ژوبلې، بې باوري، بې وزلي لنډه يې دا چې افغانان اوبو اخيستي و هم يې ځګ ته لاس اچاو او هم خځلو ته. هم دا يې لامل و چې د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره يې متحده ايالاتو ته ډېر ټېټ شرايط منلي و. په دې شرايطو کې ډېر داسې دي لکه مځکنۍ بشپړتيا او خپلواکي چې هغه که امنيتي تړون نه واي هم د امريکا پشمول د ملګرو ملتونو هر غړي هيواد به خامخا منل.
دا چې اوس حالات ډېر بدل سوي دي، يوه لوري ته د افغان ولس پر خپل دولت، ملي اردو او تر هر څه زياته پر خپل ځان باور ډېر سوئ دئ او بل لوري ته د ترهګرۍ پر نامه چې کومه استعماري لوبه روانه ده او د افغان پر کور چې کومه دروغځنه جګړه تپل سوې ده، د هغې په لاملو او موخو هر افغان تر ډېره بريده هم پوه او رسېدلئ دئ. هم دا ډول افغان ولس په دې ښه پوهېږي چې امريکا په افغانستان کې د لنګرګوټو لپاره ولې دومره هلې ځلې کوي. ښکاره مالومه ده چې امريکا په دې لنګرګوټو کې تسبېح، مصلې او عطر نه خرڅوي بلکه له هم دې ځايه به په سيمه کې خپلې ناولې موخې پر مخ کوي او د افغان خاورې له به د ګاونډيو نابللي غمونه، فسادونه او لځونه راوړي. دا غمونه، فسادونه او لځونه هم په لنډ مهال او هم اوږد مهال کې د افغانستان د ملي ګټو په زيان دي.
پر امنيتي تړون چې کومې خبرې اترې او امادګي سوې ده دا د ولسمشر کرزي په مشرۍ کې له موجوده دولت سره سوې ده. دا چې د نړۍ په هر هيواد کې هر راتلونکی دولت خپله تګلاره ټاکي او د تېر دولت تګلارې بدلوي، نو اړينه نه ده چې نوی افغان دولت دي د امنيتي تړون لپاره پر هغو ټولو شرطو کيفايت وکړي کوم چې موجوده دولت د ډېرې بې وزلۍ په حالت کې څو کاله لومړي متحده ايالاتو ته منلي او وړاندې کړي و. په کار دئ نوی دولت دا ټوله پروسه لغو کړي له نوي سره، له موجوده حالاتو سره سم د نويو شرطو په بدل کې له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي. په نويو شرطو کې به نوی افغان دولت د جاپان، سويلي کوريا او تايوان پر کچه د اقتصاد غوښتنې سره سره د ډيورنډ د تورې کرښې او په هيواد کې د انرژۍ لپاره د سترو سترو زېرمو (Dams) جوړول هرومرو تر پام لاندې نيسي. د تړون د لاسليکولو په شرايطو کې په کار دئ د امريکا د تېر ځانګړي استازي د ډېورنډ کرښې په اړه احمقانه او جاهلانه څرګندونو باندې بخښنه هم شامله وي.
دا چې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې ډېرې نږدې دي نو دا د لوستيو او پر هيواد مينو افغانانو وظيفه ده چې د ولسمشرۍ لپاره ولاړ هر کانديد څخه د رای په بدل کې له نويو حالاتو او شرايطو سره سم د امنيتي تړون د لاسليکولو په بدل کې د سترو ملي ګټو لکه پر ډيورڼد کرښه د امريکا روښانه دريځ، ښه پياوړی اقتصاد او د انرژۍ لپاره د سترو زېرمو جوړول، خوندي کولو غوښتنه وکړي.