fbpx
پښتیان مقالې

فرانسې يو بل افريقايي هيواد ژوندی تېر کړ

لیکوال پښتیان
د تېرې مياشتې پر شلمه نېټه د المان په فرينکفرټ ښار کې د نړۍ د سترو بانکو د نوماندګانو يو غونډې د اروپا د اقتصادي وضع جاج واخيست. په دې غونډه کې د اروپايي اقتصادي ودې په وړاندې تر هر څه زياته اندېښنې د فرانسې مخ پر وړوکوالي روان اقتصاد Shrinking Economy راوپارولې او د غونډې ګډونوالو د اقتصادي پرمختګ لپاره د فرانسې د مشرتابه هلې ځلې لږ او بې ګټې وګڼلې او دا اندېښنه يې څرګنده کړه چې که په وضع کې ژر تر ژره بدلون رانه سي نو د فرانسې اقتصاد به نور هم مخ پر ځوړ و ښوېږي.
که څه هم د ټولې اروپا په تېره بيا د فرانسې اقتصاد له تېرو څو کالو راهسې له کساد بازارۍ سره مخامخ دئ خو د سوشيالسټي فکر پلوي د فرانسې ناست ولسمشر اولاند يو څو مياشتې لومړي د مذهبي ترهګرۍ تر پلو لاندې د لوېديځې افريقا د مالي Mali هيواد پر شتمني ډاکه واچوله او هم يې د خپل هيواد و ماتېدونکي اقتصاد ته د يو څو مياشتو لپاره اوږه ورکړه او هم يې په نږدې راتلونکي کې په مالي کې د چين د پانګونې مخنوی وکړ.
د نومبر د شلمې ڼېټې د اروپايي بانکرانو Bankers او اقتصاد پوهو څرګندونو او وړاندوينو فرانسوي دولت ډېر اندېښمن کړ او و خپل اقتصاد ته د يو څه نور وخت لپاره اوږه ورکولو لپاره يې د تاريخ له ازمويل سوی فارمول Classical Formula څخه کار واخيست. هغه مهال چې د افريقې د ازادۍ ځلاند ستوری نېلسن منډېلا د مرګ سلګۍ وهلې، د منځنۍ افريقې جمهوريه Central African Republic کې ناڅاپه د بسولمانانو او عيسويانو تر مينځ وسلوالې نښتې پيل سوې او د سترګو په رپ کې يې سلګونو انسانان شومه سوه. د جګړې د سړولو او د امنيت د ټېنګښت لپاره فرانسې د ملګرو ملتونو په امر خپل يو شمېر عسکر د منځنۍ افريقا په جمهوريه کې ځای پر ځای کړه.
په څلور کونجه نړۍ کې د دې تپوس حق هيڅ څوک نه لري چې د عيسويانو او بسولمانانو تر مينځ ناڅاپه جګړه پيل څنګه سوه؟؟ د دې جګړې تر شا پټ لاسونه د چا و؟؟ ملګرو ملتونو ولې يواځې و فرانسه ته د عسکرو د لېږلو وظيفه ورکړه ولې نه بل ليا نور هيوادونه؟؟
که چېرته کوم لېونی دا تپوسونه وهم کړي نو تر فرانسه لومړي به د فرانسې ستايونکي چيغې کړي چې يوه لوري ته فرانسه د دې هيواد د امنيت لپاره خپل عسکر په خطر کې اچوي او بل لوري ته تاسو دا ډول بې ځايه او بې مقصده تپوسونه کوئ…!!! (بلکل همداسې لکه زموږ نيم هيوادوال چې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو په اړه وايي).
د افريقايي جمهورې دا جګړه به څنګه او کله ختمېږي که څه هم په دې اړه څه ويل ډېر ګران دي خو پوهان وايي دا چې په دې جمهوريه کې قدرتي خزانې لکه سره زر، هېرې، يورنيم، اوسپنه او نورې خزانې بېخې دېرې دي، او د دې خزانو ځوېښل او تېرول Suck and Swallow څه اسانه کار نه دئ، نو داسې ښکاري چې دا جګړه به هرومرو يو څو لسېزې دوام ولري.