fbpx
مقالې

د باچا خان او صمد خان مبارزه

نیلسن منډېلا دې خدای وبښي، ستر مشر وو… د نړۍ په گوټ گوټ کې د هغه د مرگ غم ژړل په ځای کار ده، خو د هغه په مرگ هر پیغام، هر عکس، هره لیکنه، هر رپوټ، هره ویډیو مې له دې پوښتنې سره مخ کوي چې باچا خان او سمد خان اڅکزي دواړو د جبر خلاف تر منډیلا اوږده او له کړاوونو ډکه مبارزه کړې وه، ډیر تکلیفونه یې گاللي وو، زیات جیلونه یې لیدلي وو. باچاخان تر اته دېرش زیات او سمد خان تر څلور دیرش زیات کلونه د انگریز او پنجاب په جېلونو کې تېر کړي وو. له سمد خان څخه خو بلاخره د غلامۍ د زنځېرونو د ماتولو د مبارزې په تور د ژوند حق هم واخیستل شو او په خپل کور کې ووژل شو. نن د نړۍ په گوټ گوټ کې سپین او تور، ظالم او مظلوم، کافر او مسلمان ځوان او زوړ، ښځینه او نارینه ټول په یوه سترگه د منډیلا په مرگ ژاړي. د جبر، دیکتاورۍ خلاف د برما انگ سان سوچي د باچا خان او سمد خان په پرتله وړه برخه تکلیفونه نه دي لیدلي، هغه هم په ژوند دومره په نړۍ کې محبوبیت لري څومره چې منډیلا درلود، او د هغې په مرگ به د نړۍ د ویر چیغې د منډیلا تر مرگ هم جگې وي. خو د باچاخان او سمد خان په ژوند او مرگ نړۍ خو پرېږده ډیر پښتانه هم نه دي خبر. کور دې د هندوستانیانو ودان وي چې د گاندي جی له سترگو کله نا کله باچاخان یادوي. ټولو پښتنو ته د فکر خبره ده؟