fbpx
مقالې ناشنا شینوارئ

په افغانستان کې د فساد کچه ډیره ټیټه ده

یو شمیر افغان پوهانو په دې اړه څیړنه وکړه چې ولی افغانستان د نړۍ له فاسیدو هیوادو څخه دی؟

په لنډه څیړنه کې دا جوته شوه چې افغانستان حکومت فاسد نه دی خو استعمارګر افغان حکومت بد نامه (بلک میله) کوي او فشار پرې راوړي چې خپل شرطونه پرې ومني.

د بیلګې په توګه په پاسنی نقشه کې درې هیواده تور رنګول شوي چې د نړۍ فاسد ترین هیوادونه دي، افغانستان، سومالیا او شمالي کوریا.

افغانستان او سومالیا چې ورته والی لري چې د استمارګرو موخې دي پکې. په افغانستان کې تالیبان او په سومالیا کې الشباب جنګ کوي چې د فساد غټ عامل دی او دواړه ډلې د څیړونکو په اند له استمارګرو له خوا تقویه کیږي او په دواړو هیوادو فشار دی چې د استعمارګرو غوښتنې دې ومنل شي خو ډیری سیاستول یی ملتپاله دي او د استعارګرو غوښتنې ورته د منلو نه دي .

دریم هیواد شمالي کوریا دی چې په دې لیست کې راغلی چې دا د څیړونکو په اند نه منونکې ده چې شمالي کوریا حکومت دې د نړۍ له فاسدترینو هیوادو څخه وي.

د څیړونکو په اند په نړۍ کې په لسګونو داسې هیوادونه شته چې چې له افغانستان حکومته ډیر فاسد دي خو په دې لیست کې نه دي راغلي.

د څیړونکو په اند څیړنې د افغانستان په اړه رښتینې نه دي.