fbpx
لیدلوري

امریکه وايي دا ځل به پر افغانیستان باندي کورنئ جګړه وّر وتپي

لیکوال افغان جرګه
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې د ولسمشر ځانگړي استازي، جيمز دوبنز، له افغان ولسمشر هامید کرزي سره په خبرو کې د لویدیځو رسنیو په وينا ويلي چې امنيتي تړون او افغان سوله سره تړلي دي.

او ورسره ورسره یې دا دړکه ورکړې ده چي که امنیتي تړون لاسلیک نه شي نو “کورنئ جګړه” به پیل شي.
خو خبره دا ده چي دا “کورنئ جګړه” په پیل شي که به و تپل شي؟
امریکایان خو په بېلابېلو رنګونو کې د جنګونو ماهران دي. کله مجاهدین کله الکایده او کله تالیبان جوړوي. اوس یې بیا دا ده پله کش کړې ده وايي کورنئ جګړه به پر افغانیستان باندي راوتپي.
هو امریکایانو ډېره هڅه وکوله چي په سینکیانک، چیچنیا، تاجیکیستان، اوزبکیستان، او کرغیسیستان کې لومړی اډې جوړې کي او که اډې نه نو بیا کورنئ جګړه، هیزب تهریر او نورې بلاوې بترې راپیدا کي.
خو تر اوسه چین او روسیې خورا سخته ورځ ورکړې ده. نه یې اډو ته پرېيښې ده او نه یې د بلابترو ملاتړ ته.
خو هرکله چي لوېدیځ په منځنئ اسیا کې د نوک ځای پیدا نه کي نو بیا په افغانیستان کې د سوک ځای لټوي. دا کا درې ځله پرنګیانو کړی دئ او اوس امریکا او پرنګ دواړه له تېرو درۍیو لسیزو لګیاده بیا بیا یې کوي.
مانا امریکه په افغانیستان کې یا خو لنګرکوټ غواړي کنې تالیب، الکایده او کورنئ جګړه يې هروخت په لاس کې. تالیب یې تړلی سپی دی چي په هرچا یې ورښکارلای شي.