fbpx
سیمه او افغانستان

د امریکې لنډه منډه

لیکوال افغان جرګه
له هغه وروسته چې ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د تړون نه لاسلیکول د ځنې شرائېطو له امله انکار وکړ، امریکا او ټلوالې ئې په ډول ډول فشارونولاس پورې کړو ترڅو افغان حکومت دېته وهڅوي چې امنیتي تړون له دوي سره پرته له هغو څو مهمو شرطونو څخه امضا کړي.
لمړۍ هم امریکائي یوې ورځپاڼې خبر خپور کړو چې دوي له ولسمشر پرته له یو افغان لوړپوړي چارواکي سره دا تړون امضا کړي، له هغه وروسته د امنیت رئيسه پخپله کابل ته راغله او د هغې خبرو هم څه نتیجه ورنکړه، له هغه وروسته امریکائي ټلوالې په هلمند کې په یو کور د بې پیلوټه الوتکې حمله وکړه چې د ولسمشر د سخت غبرګون سره مخ شول.
ددې ټولو فشارونو ترڅنګ چې یوه هم نتیجه ورنکړله، نن امریکا او ټلوالې ئې د افغانستان په دوو مهمو او کلیدو کورنېو چارو او دفاعي چارو وزارتونو د تیلو او حمایوي مرستې وځنډولې. اوس که افغان ولس پدې نه پوهېږي چې امنیتي تړون د افغانستان په ګټه او که په تاوان دی نو بیا به څوک څه ووائي؟ تر هغه چې افغانان د خپل حکومت ترڅنګ ونه درېږي نو معلومه خبره ده چې ددې لنګې غوا ټولې شېدی به امریکه او ټلواله یوسي او افغانان به وچې شونډې د شوملو تږې وي.