fbpx
مقالې ناشنا شینوارئ

امریکا دایمي اډ‌ې غواړي مونږدایمي امنیت غواړو

نن سبا ددایمي اډو ناندرې په رسنیو کې یو اندازه په سترګو کیږي خو دومره نه دي څومره چې اړتیا ده ورته.
مهم ټګی دا دی چې زمونږملي کارپوه هان ولې په دومره اساس وخت کې چوپ دي. همدا د کار، سلا، بحس، فکر، پلان او د چانس وخت دی. واي چې له ورخه چې اوبه تیرې شي بیا نه راستنیږي نو زمونږ کارپوهان باید څه وکړي.
دا سپینه خبره ده چې افغانستان امریکا ته اړدی او امریکا افغانستان ته، افغانستان موقیت لري اوامریکا پیسې او وسلې لري چې دا موقیت وساتلی شي. افغانستان زیرمې لري او امریکا ماشینونه او وسایل لري چې دا زیرمې راوباسي او استمال ته یی تیارې کړي. امریکا راتلونکې سیالانو ته وارخطاه ده افغانستان ورته په راتلونکې کې دا تشه ډکولی شي. او داسې نورې ډیرې مسلې دي.
نو اوس چې په دې پوهیږو چې یو بل ته اړ یو نو په خپلو اړتیاو به جوړښت کوو یانې راکړې ورکړې خبره ده افغانستان چې څه ته اړتیا لري هغه به امریکا ورکوي او امریکا چې څه ته اړتیا لري هغه به افغانستان ورکوي خو دا جوړښت به له ملي شخصیتونو له خواترسره کیږي نه د فسادګرو له خوا او امریکا به هم په دې کې خیانت نه کوي په دې جوړښت کې باید راتلونکې ته پام وشې افغانستان او افغانانو ته پوره ونډه ورکړل شي داسې نه چې سبا ورځ امریکایان هم د انګریزانو او روسانو په پایښت وپايي.
افغانان یواځې په رښتینې ملګرتیا د خپلو دوستانو لپاره د خپل سرونو هم تیریږي خو که پوه شي چي چل ول ورسره شوی او تیرویستلې یی دي نو بیا د خپل سره هم تیریږي او دښمن یی هم ښه استمالولی شي.
کارپوهان په دې ښه پوهیږي لکه ویل کیږي چې افغانستان دې په ناټوهیوادو کې شامل کړي یا دې ترې د امریکا یو ایالت جوړکړي یا دې بل څه وکړي هر څه چې کوي په هغه دوي ښه پوهیږي خو زمونږ داغوښتنه ده چې اول به مونږ ته پوره امنیت راولي او دا د امریکا له وسه پوره هم ده، بله دا چې افغانستان به دیو امریکايي یا اروپايي هیواد غوندې ابادوي او وګړوته به یي د یو امریکایي یا اروپايي هیواد وګړو په سترګو ګوري او ددې په بدل کې به افغانان همداسې چلند کوي او که داسې نه وي نو هغه د رحمان بابا وینا چې ! نه شي د خانانو او غریبانو کلي نه کیږي (دوهمه برخه به دځانه ووایم) چیرته امریکا او چیرته خوار(غني) افغانستان. ځینو خلکو ته به زما غوښتنې ډیرې لوړې ښکاري خو افغانستان هم د لوړو غرو هیواد دی.