fbpx
سیمه او افغانستان

سړه جګړه خو پای ته ورسیده، ولی په افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسیده؟

لیکوال افغان جرګه
ایا دا د افغانستان او پاکستان جنګ دی؟ که داسې وي بیا د امریکا په مشری نړیوال ځواکونه افغانستان کې څه کوي؟
ایا دا د تروریزم سره جنګ دی؟ د تروریزم ځالی خو بل ځای کې دي دوي په افغانستان کې څه کوي؟
ایا د نړۍ زورواکانوجنګونه باید په افغانستان کې وشي؟ او خپل هیوادونه یی په امن کې وي؟
ایا داپه افغانستان کې د دایمي لنګرکوټو لپاره وو؟ اوس خو هغه هم دامن په بدل کې ومنل شوې؟
اوس ولی امریکا افغانستان ته دامن راوړلو وعده نشي ورکولای؟
ایا امریکا رښتینې دوستي کوي که ټګي؟
که ټګي کوي بیا لنګرکوټ څه مانا؟ چې ټګي کوي بیا خو لنګرکوټ نور هم د افغانستان په زیان دی.
ولسمشر خپل مسولیت پر ځای کړو اوپه زغرده یی وویل چې تر هغې لاسلیک نه کوي چې د امن زامن ورنکړل شي.
اوس ولی یو شمیر سیاسي دعوه ګیر د دولسمشر سره افغانستان ته دامن په راوستلو کې په زغرده نشي ودریدلای؟