fbpx
مقالې

برېښنا زمونږ راتلونکئ!

لیکوال افغان جرګه
بریښنا افغانستان جوړوي
بریښنا رڼا راولي
بریښنا پوهه راوړي
بریښنا غربت ته د پای ټکی ږدي
بریښنا کډوالې ختموي
بریښنا کرنې ته وده ورکوي
بریښنا امنیت راولي
بریښنا ابادي کوي
بریښنا تګ راتګ اسانه کوي
بریښنا فابریکې جوړوي
بریښنا هیواد پیاوړی کوي
بریښنا خواړه راته جوړوي
بریښنا په سړو کې ګرمې جوړوي
بریښنا په ګرمی کې ساړه جوړوي
بریښنا زمونږ صحت ښه کوي
بریښنا روغتون چلوي
بریښنا موټر چلوي
بریښنا ریل ګاډي چلوي
بریښنا خوشالي راولي
بریښنا چې نه وې زوند کول سخت دی
په افغانستان کې بریښنا جوړول تر ټولو اسان کار دی،
بریښنا د اوبو څخه جوړیږي وګوری چې افغانستان له اوبو څخه څومره غنې دی،
بریښنا د شمال څخه جوړیږي وګوری چې افغانستان له شمال څخه څومره غنې دی.
بریښنا د لمر څخه جوړیږي وګوری چې افغانستان د لمر څخه څومره غنې دی.
افغانستان چې خپله پراخه بريښنا ولري تر ټولو لومړۍ هغه افغانان کډوال چې په ګاونډي هیوادونو کې دي خپل هیواد ته راځي چې په همدې خپله هیواد جوړیږي.
افغان جرګه د ټولو هیوادوالو څخه هیله کوي په ځانګړې توګه د لوستو افغانانو څخه چې د افغانستان خپله بریښنا جوړولو لپاره پراخ کمپاین وکړي او سوله یز لاریونونه وکړي تر څو نړیواله ټولنه او دوست او همسایه هیوادونه په دې دې پوهه شي چې د افغانانو لومړۍ غوښتنه بریښنا ده.
د نورو هیوادو څخه افغانستان لپاره بریښنا اخیستل او راوړل په افغانستان ملنډې وهل دي بله دا چې د هغه نه په کم لګښت په افغانستان کې خپله بریښنا جوړیدلی شي.