fbpx
لیدلوري

بلوچستان به د جنګ په دوزخ بدل شي

لیکوال افغان جرګه

لیک: افراسیاب خټک The West Asian volcano
ژباړه: وطن پال
یا د غربي اسیا د آتش فشاں تر سرخط لاندې په خپله لیکنه کې افراسیاب د سیمې اوسنو پخوانو او راتلونکو حالاتو ته ژوره کتنه کړې ده
محترم افراسیاب لیکي 
دغه آتش فشان ‌‌‌‌‌‌ډز وهلو ته چمتو دی په سیمه کې د څو کلونو سیاسي رقابتونو. سیاسي شننونکي ګوته په غاښ کړي دي 
په ایران دننه دوه مهم ترهګري بریدونه چې پرله. پسې د پارلیمان په ودانۍ او د امام خمیني په مقبره کې وشول. دا د ایران د ویاړ نښې دي ځکه دا بریدونه تر زلزلې کم نه دي 
افراسیاب خټک. د دې بریدونو د اهمیت لاملونه شماري 
لومړۍ وجه دا ده چې په لسوکالو کې دا لومړۍ وار دی چې د ایران دننه خونړي بریدونه وشول تر دې مخکې ایران یو خوندي هیواد ګڼل کیدلو
دا ثابتوي چې د نوي فارسي ریاست نظام د دغه بریدونو مخه نه شي نیولی
دوئمه وجه دا بریدونه د سعودي عرب د. شهزاده مامدسلمان. د هغه ګوت څن‌‌‌‌‌‌ډنې سمدستي وروستو وشول په کوم کې چې مامدسلمان ووئيل. چې موږ به ناست نه. یو چې ایران جنګ سعودي عرب ته راوړي بلکه موږ به دا جنګ د ایران په خاوره پېل کړو
دریم لامل چې افراسیاب په ګوته کړې دی. هغه د مئي د میاشتې د یویشتمې او دوه ویشتمې نیټې د سني هیوادونو د سعودي عرب په کوربه توب کې د ټرمپ حاجي صیب په مشرۍ کې جوړه شوې غون‌‌‌‌‌‌ډه وه چونکه بریدونه د دغه اجلاس سمدستي وروستو وشول نو ایران نړیوالو ته دلیل لري چې دا چا وکړل؟
څلورم د سعودي ، مصر ، بحرین او عرب اماراتو له قطر سره د اړیکو شلولو هم د سیمې تودوخه سیوا کړې ده بلکه د خطر نښې ته ئی رسولې ده
د یو لوبغاړي په وارخطائې کې وړه غلطي هم غټې لمبې بلولې شي
افراسیاب لیکي چې غربي هیوادونو. مینځنی ختیځ لاخوا د کمیونزم خلاف مورچل کړې و او د ایران انقلاب د عربي شیخانو باچائې ته د خطر ‌‌‌‌‌‌ډمامه ګڼل کیدله نو نتیجه دا شوه چې د شیعه او سُني تر مینځ واټن ورځ تر بلې سیوا کیدلو
د غربیانو او امریکې د دلچسپئ له کمیدو له کبله نوو لبغاړو لکه ایران او ترکیه د خلیج میدان ته ودانګل. دغه دواړو هیوادونو د عرب پاڅون ملګرتیا وکړله. په لبنان شام او عراق کې سیاسي ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډئ ایران ته د فرقه ئيز او سیاسي نفوذ زیاتولو موقع برابر کړه
او ترکیه هم په دغه بهانه له تیونس څخه تر عربي خلیج پورې خپل عسکري او سیاسي اړیکي غښتلي کړل او په قطر کې ئی پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډه جوړه کړه ترکي خپل اهداف په نښه کړي دي او د یورپين یونین د غړي کیدلو تمه ئی خوره کړې ده
بیا ځينې عربي لیونیان عربي ټلواله جوړه وي. چې دغه سني عسکري ایتلاف ئی ښکاره نښه ده
روسیې هم خپل فوځونه شام کې ځائ په ځائ کړي دي چې د غرب تشه ‌‌‌‌‌‌ډکه کړي. د پوټين په مشرۍ کې روسیه دغه سیمې د خپل ستراتیژيک سیاست. چارمغز ګڼي 
چین هم د یو سړک او یوې پټلۍ په نوم. د پستو اقتصادي قدمونو سره مغربي اسیا ته راننوتې ده 
نو بلوچستان څنګه د جنګ لمبو ته روان دی ؟
افراسیاب خټک لیکي 
چې چین خو په ظاهره د ګوادر بندر د تجارت لپاره ودانوي خو خلیج ته څېرمه. د بحرهند دغه بندر ستراتژیک مقاصد هم لريي
نو پاکستان د دغه زلزلې په خله کې پروت دی د داسې حالاتو سنبالول ژور سیاسي شعور ته اړتیا لري خو د پاکستان. د زړو تجربو په اساس په عسکريي قیادت کې دغه شعور بیخي په نظر نه راځي 
او دغه وجه ده چې فوجیانو د پارلیمان قرارداد. تر پښو لاندې کړو او د سعودي عرب په مشرۍ. کې د سُني عسکري ایتلاف برخه شول. خو دا د پاکستان لپاره خصوصي خطرناکه خبره ده
دا به بلوچستان چې له مخکې د اور په غر ولاړ دی نور لمبه کړي او یوه بله. فاټا به جوړه شي
د عربي ریالونو په زور د سُني فرقه واریت ستنې. به هغه سیلاب ته د بلوچستان دروازې پرانیزي او د بلوچ مسئله به نړیواله مسئله جوړه شي
دا ارټيکل د افراسیاب خټک ملکیت دی ما صرف په پښتو وژباړلو د هغه دوستانو لپاره چې په انګلیسي نه پوهیږي
وطنپال