fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان

طالبانو تاسې د پاکستان سره کوم دوه اړخیز درناوي خبره کوئ؟؟؟

لیکوال افغان جرګه

ولسمشر غني تېره اونۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي نیوکه کړې وه چې د سولې په خبرواترو کې د طالبانو تروریستي ډلو ټپلو په اړیکو بحث کېږي نو باید د پاکستان او د طالبانو ترمنځ اړیکو دې هم بحث وشي.

د تاند د یو راپور مطابق چې طالبانو بېرته ولسمشر غني ته ځواب ویلی دی چې له پاکستان سره اړیکې يي په دوه اړخیزه درناوي او متقابل احترام په اساس دي.

پوښتنه دا ده چې طالبان څوک دي چې له پاکستان سره په متقابل احترام او دوه اړخیزه درناوي په اساس اړیکي ساتي؟

بله پوښتنه دا ده چې ایا طالبان یو وسله واله ډله ده چې هره ورځ له پاکستان څخه دستور اخلي او پخپله خاوره افغانان وژني او که دوي د کوم ځانګړي ریاست استازي دي چې له پاکستان سره د دوه اړخیزه درناوي په اساس اړیکي لري؟

طالبانو همدارنګه دا هم ویلي چې له پاکستان سره ډېر مذهبي او کلتوري مشترکات لري، پوښتنه دا ده چې ژبنیز، کلتوري او مذهبي اړیکې خو مونږ یوازی له محکومه پښتون افغان وطن سره لرو له پنجاب او سنده سره خو زمونږ هېڅ ډول دغسې اړیکې نه شته؟؟؟

Leave a Comment