fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

د هالینډې خبریالې کتاب او د ایریک پرینس خبرې سوداګریز اعلانونه دي

لیکوال افغان جرګه

دا څوومه ورځ ده چې په خواله رسنېو کې دوه خبرونه لاندې او پاس کېږي: یو دا چې ایریک پرینس ویلي چې ولسمشر غني به بیا ځلې ولسمشر ونه ټاکل شي او همدارنګه ولسمشر غني به کټ مټ ۹۰یمې لسیزې په څېر د ډاکټر نجیب ته په ورته سرنوشت اخته شي. بل ګرم خبر هم د مولا مادومر په اړه دی چې ګواکې کله يي هم افغانستان نه دی پریښی او په څو کیلومیټرۍ کې د امریکايي پوځي اډې سره نژدې د ژوند تر اخره هلته استوګن ؤ.

دا دوه هغه دوه ګرم سرټکي دي چې ټول ملت پرې شخوند وهي په اصل کې  یو هم مهم نه دی ځکه دواړه سوداګریز اعلانونه دي.

ایریک پرینس خبرې ولسمشر غني سره د هغه په ټاکنیز ټیکټ کې مرسته ده او له بلې خوا د هالینډۍ خبریالې کتاب  چې د ملا مادومره په اړه يي په کې لیکل کړي دي هغه څه دي چې غواړي طالبانو ته رسمیت ورکړي.

امریکا غواړي چې افغان دولت او طالب دواړه په خپل کنټرول ولري او د دې لپاره دغه ډول سوداګریز اعلانونه کوي ترڅو د دواړو خواوې خوښ وي.

Leave a Comment