fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان

د افغانستان د امنیت ضمانت به څوک ورکوي؟؟؟

لیکوال افغان جرګه

د ګڼو رسنېو د راپورونو مطابق امریکا او طالبانو د سولې مذاکراتو په نتیجه کې په یو مسوده سره موافق شوې دي. د راپورونو مطابق طالبانو منلې چې دوي به نور د افغانستان خاوره د امریکا او د امریکايي متحدینو د کورني امنیت پرضد نه استعمالوي.

اوس مهمه پوښتنه دا ده چې هېڅوک هم دا پوښتنه نه را ولاړوي او نه يي هم په اړه سوچ کوي چې که طالب امریکا ته د هغوي د کورني امنیت په اړه ټټر وهي نو اوس دې مونږ ته هم څوک ووايي چې د افغانستان د امنیت ضمانت به څوک کوي؟؟؟

ایا امریکا حاضره ده چې په افغانستان کې تر ټولو لومړی خپله د امریکا لاسوهنه او بیا د سیمې د نورو هېوادونو لاسوهنې او مداخلې مخه ونیسي؟؟؟

ایا امریکا دا ضمانت ورکولای شي چې نور به پاکستان افغانستان ته ترهګر نه رالېږي، نه به پناه ورکوي او نه به يي هم روزنه او حمایت کوي؟؟؟

Leave a Comment