fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان

افغان دولت ولې غلی دی؟

لیکوال افغان جرګه
په قطر کې د تړلو دروازو تر شا د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات روان دي او هېڅ پته يي نه لګېږي چې هلته په څه بحث روان دی. له بلې خوا سیمه اییز هېوادونه لکه روس او ازبکستان هم د دې راونو خبرو بهیر له نژدې څارنه کوي او هلته له حالاتو ځان پوره خبر ساتي مګر افغان حکومت خپله ټوله تکیه په امریکایانو کوي او هېڅ له دې نه دي خبر چې سوله به د امریکا او د طالبانو ترمنځ کېږي که د افغان دولت او د طالبانو ترمنځ؟
ولسمشر غني که څه هم د افغانستان جګړه تعریف کړه چې دا د امریکایانو جګړه نه ده بلکه دا د افغانستان کورنۍ مسله ده مګر افغان دولت بیا هم د سولې د خبرو اترو ټول واک د امریکایانو په لاس کې ورکړی دی؟ ایا دولت ځواب ویلی شي چې په هغه خبرواترو کې چې افغان دولت شتون ونه لري نو څه نتیجه به ولري او که نه؟ او همدارنګه طالبان څنګه او ولې د امریکا لخوا د یو ستر او سیاسي قوت په حیث تبلیغېږي؟؟؟

 

Leave a Comment