fbpx
پښتانه شخصیتونه تاریخ ډاکټر لطیف یاد

دهند په بنګال کې د کرلاڼي پښتنو واکمني:

لیکوال لطیف یاد

که څه هم په هند کې د پښتني لوديا نو په وخت کې کرلاڼيو پښتنو يو شمير پو ځي دندې درلودلې ،خو دوی په هغه وخت کې دومره مشهور نه وو٠ددوی دشهرت انګازې هغه وخت خپرې شوې چې په هند کې سوري واکمنانو واکمني درلوده او په اصل کې په هند کې دکر لاڼي قبيله د خپلو دوونامتو شخصيتونويعنې تاج خان کر لاڼي ١٥٦٤ زيږديز او سليمان کرلاڼي ١٥٥٥-١٥٦١ زيږديز چې دجمال خان کر لاڼي زامن وو له کبله مشهوره شوه٠(٦)
١-تاج خان کرلاڼی دهند په بيهار او بينګال کې دکر لاڼي پښتنو دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی :
د هند په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دتاج خان کر لاڼي او سليمان کر لاڼي نو مونه چې دسوري شير شاه پوځي جنرالان وو دقنوج په جګړه کې ليد لای شو ٠ داهغه جګړه وه چې شير شاه دمغولي واکمن همايون پر خلاف ګټلې وه او دغو دووتنو کر لا ڼيو دهغه خدمت په بدل کې چې شير شاه ته يې کړي وو دشيرشاه له خوا دوی ته په خواص پور،ټانډه او دجنوبي بيهار په سيمو کې جا ګيرونه ورکړل شول٠
دغه دواړه وروڼه ډېر هو ښيار او ځيرک اود ډېر ې پو هې اوسياسي تد بير خا وندان ول او شير شاه ددواړو قدر او درناوی کاوه او په تيره بيا دتاج خان کرلاڼي وړتيا او بيسارې پوهې پر شير شاه ډېره اغيزه کړې وه او نو موړی يې دخپل زوی جلال خان چې وروسته يې داسلام شاه لقب درلود ښوونکی او استاد ټا کلی و٠
داسلام شاه دواکمنۍ په وخت کې هم تاج خان د ډېر ځواک څښتن و او ډېر اعتبار يې پرې کاوه ان تردې چې دخپلې مړينې په وخت کې يې هم نو موړی ته دخپل نابالغ زوی فيروز شاه روزنه او پا لنه سپارلې وه٠ دې له کبله چې پر اسلام شاه باندې تاج خان ډېر ګران و او پرده يې ډېر اعتماد کاوه،نو هغه اميران چې داسلام شاه سره جوړ نه وو دتاج خان په مخالفت کې ولاړ وو٠ کله چې بيا عادل خان داسلام شاه پرتخت کښيناست نو دتاج خان کر لاڼي لپاره خبره نوره هم ګرانه شوه٠ ددې لپاره چې تاج خان يو مدبر او دستر ځواک څښتن و،نو عادل شاه په څر ګنده تو ګه دهغه سره دخپلو اړيکو خرابول نه غو ښتل، خو په پټه او په زړه کې يې نوموړی نه خوښيده٠
وروسته بيا چې دده په وړاندې دعادل شاه او نورو اميرانو په کړووړو کې بدلون رامينځ ته شو نو دی هم په چو په خو له د عاد لشاه له درباره وتښتيد او جنوبي بيهار ته لاړ٠ په١٥٥٧ زيږديز کال کې چې دمحمد شاه سوري زوی بهادرشاه دعاد ل شاه پر خلاف بريد وکړ نو تاج خان يې ملګر تيا کوله٠ دعادلشاه تر مړ ينې وروسته چې بهادرشاه بيهار په خپله ولکه کې راووست ،نو تاج خان يې ددغې صو بې ګورنر وټاکه٠
په کال ١٥٦٤ زېږ ديز کې تاج خان کر لاڼي پر بينګال بريد وکړ او دبينګال او بيهار صوبې دده په ولکه کې راغلې او په دې ډول يې دهند په ختيز کې دکر لا ڼيو پښتنو دواکمنۍ بنسټ کيښود٠
لکه چې دمخه وويل شول چې تاج خان کرلاڼی يو مدبر پښتون او دسيا ست په رموزو پوه سړی و٠ هغه په دې پو هيده چې مغولي واکمن جلا ل الدين محمد اکبر دبيهار او بينګال دنيولو سره څومره ډېره ليوالتيا لري، له همدې کبله نوموړي له پيله دا پا ليسي غوره کړه تر څو په بيهار او بينګال کې خپله واکمني ټينګه او مستحکمه نکړي نو دمغو لو سره ډغرې وهل څه اسا نه کار نه دی٠ همدا وجه وه چې نو موړي دمغولو دختيزو صو بود وايسرا ی خانزمان سره دوستانه اړيکي ټينګ کړل، خوژوند ورسره ملګر تيا ونکړه او دبينګال تر سو بې وروسته په١٥٦٥ زيږ ديز کال کې مړشو٠
بايد زياته کړو چې مؤ رخينو دتاج خان کرلاڼي دپوهي، زړورتيااو تدبير ډېره ستا ينه کړې ده٠ دهند دمغولي واکمن جلال الدين محمد اکبرد دورې دمشهور مؤرخ اودمنتخب التواريخ دمولف ملا عبد القادر بدايوني ٩٤٧-١٠٠٣ هجري په قول تاج خان کر لاڼی په پښتنو کې يو پوه ،مدبر او فا ضل شخصيت تير شوی دی(٧)٠
٢-سليمان کر لاڼی ١٥٦٥- ١٥٧٢ زيږديز:
دتاج خان کر لاڼي تر مړ ينې وروسته دهغه ورور سليمان کر لاڼی دبينګال او بيهار دواکمنۍ پر ګدۍ کښيناست٠
په ختيز هندوستان کې دسليمان کر لاڼي د واکمنۍ دوره يوه روښانه او ځلانده دوره ګڼل کيږي ٠ سليمان کر لاڼی هم دخپل ورور تاج خان کر لاڼي په څېر يو مدبر او هو ښيار سيا ستپوه و ٠ دی دتا ج خان کر لاڼي د پا ليسۍ لاروی واو هغې پا ليسۍ ته يې نوره هم وده ورکړه ٠سليمان کر لاڼي د خپل ورور تا ج خان کر لاڼي په څېر دمغولو دوايسرای خانزمان سره خپلې اړيکې خوږې کړې ٠ ده په بينګال کې د پښتنو ديوې پياوړې واکمنۍ په جوړولو کې ستر رول ولو باوه ٠ سليمان کر لاڼی په داسې وخت کې دچارو واګې ونيولې چې دسوري قبيلې بيلا بيل ښا خونه او څانګې لو مړی دخپل منځي جګړو او بيا د مغو لو سره دجګړو له کبله ځپل شوې وې او پښتانه په عمو مي تو ګه بې مشره پاتې ول او دغه دسيا سي واک نه بې برخې پښتانه چې ديوه ليډر شيپ په تلا ش کې ول دسليمان کر لاڼي پر شا اوخوا راټول شول او نه يوازې يې دهغه په دربار کې يې منصبو نه تر لا سه کړل،بلکې دسليمان کر لاڼي سياسي او پو ځي قوت يې نور هم پياوړی کړ٠
سليمان کر لاڼی يو ډېر پر هيز ګاره، په علم او پو هې مين او نياو من واکمن و٠ دده دعصر ټول مؤ رخين په دې خبرې سره يوه خوله دي چې نو موړی يو پر هيزګار او عادل واکمن و او دعالمانو او پو هانو ډېر درناوی او قدر يې کاوه او تل به دعالمانو او پو هانو په ټولي کې نا ست وو او ددوی د عالمانه ارشاداتو نه به يې خوند اخيست.
دبدايوني په قول کله چې اکبر پا چا ددې خبرې نه خبر شو چې سليمان خان کر لاڼی په دومره زياته اندازه دعا لمانو قدر او درناوی کوي ،نو دهغه په زړه کې هم دا تلو سه او ليو التيا پيدا شوه چې هغه دې هم يو داسې ځای جوړ کړي چې عالمان او پو هان پکې راغونډ او نا سته پا سته ولري او په فلسفې او مذ هبي مسا ئلو بحثو نه
وکړي٠
دواکمنۍ په چارو کې هم سليمان خان کر لاڼی يو بې تعصبه انسان و ٠ ده دمسلمانانو او هندوانو سره مساوي چلند کاوه ٠دده دواکمنۍ په وخت کې هندوان په ډېرو مهمو دولتي دندو ګو مارل شوي وو٠ يو بنګالی هندو رامانندا ګوها او دهغه زامن بها يا نندا،ګونندا او سبا نندا لوړې دولتي څوکۍ درلودلې او ان چې دوزارتونو دندې يې هم تر لا سه کړې ٠ دبها يا نندا زوی سري هاري دسليمان دزوی داؤد خان کر لاڼي دکو چنيوالي ملګری او دوست و٠ کله چې داؤد خان کر لاڼي د واکمنۍد چارو واګې تر لا سه کړې نو دسري هاري رتبه او منصب نور هم لوړ شو٠ داؤدخان هغه ته دوزير اعظم دنده ورکړه او دهغه سلا او مشورو ته به يې په درنه ستر ګه کتل٠
داوړيسا سوبه:
د سليمان خان کر لا ڼي دواکمنۍ دوخت يوه مهمه پېښه داوه چې اوړيسا فتحه شوه او دبينګال په واکمنۍ کې يې شا مله کړه٠ په هغه وخت کې داوړيسا صو به يا ايالت ديوه هندو راجا په ولکه کې وه او ابر اهيم خان سوري چې دهر ځای نه نا هيلې شوی او دسياسي ځواک نه بې بر خې سا تل شوی وهغه اوړيسا دصوبې واکمن يا راجا ته پناه وړې وه او دهغه ځای راجا هم نو موړي ته په دې شرط پناه ورکړې وه چې دسليمان خان کر لاڼي پر خلاف به جګړه کوي او بينګال او بيهار به ورته فتحه کوي٠ سليمان کر لاڼی هم دې وضعې او حالت نه ښه خبر و او ديوه منا سب وخت په لټه کې و ٠
په ١٥٦٧ زيږ ديز کال چې مغولي واکمن جلا ل الدين محمد اکبر دراجستهان پرچتو رګړ باندې پر پوځي عمليا تو بو خت و سليمان کر لاڼی د خپل زوی بايزيدمړ ١٥٧٢ زيږديز او خپل يوه جنرال کالا پهاړ تر مشرۍ لا ندې پر اړيسا بريد وکړ او تر يوې خو نړۍ جګړې وروسته سليمان کر لاڼي ته داوړيسا سو به ور په بر خه شوه او دغه صو به يې دبينګال په واکمنۍ کې شا مله کړه٠ ددې سوبې په تر سره کولوسره نه يوازې دسليمان کر لاڼي دواکمنۍ لمنه پر اخه شوه، بلکې له مالي پلوه هم ډېر پياوړی شو٠ سليمان کر لاڼي په او ړيسا کې خپل يو وفاداره وزير ميا لودي چې په لودي خان سره هم مشهور و د اوړيسا دګورنر او خپل بل جنرال قتلو خا ن لواڼی( لو ها ڼی) يې دپورې دسيمې ګورنر وټا که٠
لکه چې دمخه وويل شول اکبر پا چا دخپلې واکمنۍ له پيله دا هوډ کړی و چې په هر ډول کيدای شي بايد په هند کې پښتانه دسياسي ځواک او برم نه بې بر خې کړي او دهمدې مو خې د تر لا سه کو لو لپاره يې مو قع لټوله٠
دسليمان کر لاڼي واکمني داکبر پا چا په ستر ګو کې يو اغزی و او دی يې نشو زغملای٠ له بلې خوا سليمان کر لاڼی هم يو مدبر او دسيا سي پو هې خاوندو او تر څو يې وسه رسيدله دپو ځي زور از مو ينې نه يې ځان ليرې ساته او په دې لړ کې يې ډېره محتا طا نه پا ليسي غوره کړې وه، سره له دې چې د هغه په واکمنۍ کې دبينګال، بيهار او اوړيسا په څېر زر خيزه سيمې او صو بې شا ملې وې اودهغه مالي وسايل او پو ځي ځواک ډېر پياوړی و٠
هغه ځانته د حضرت اعلی لقب غوره کړی و ٠
په ١٥٦٧ زيږ ديز کال کې کله چې دهند دختيزو سيمو لپاره د مغو لي حکومت وايسرای خانزمان ووژل شو،نو سليمان کر لاڼی له دې کبله خپه شو چې دده سره يې خوږې اړيکي درلودلې، خو سليمان کر لاڼي بيا هم دخپل پوه او تجر به لرونکي وزير لودي خان په سلا او مشورې سره هغه زړې پا ليسۍ ته دوام ورکړ او دمغولو دنوي وايسرای منعم خان سره يې هم دوستانه اړيکي ټينګ کړل او تر هغه پورې چې ژوندی و د خپل تدبير او سياسي پو هې په وجه يې په بينګال کې يې د پښتنو لپاره يوه پراخه او پياوړي واکمني رامينځ ته کړه او پښتنو اميرانو ته يې دچارو اګې سپارلې وې ،تر څو چې د مغولو دربار ته لاړ نه شي او دستر خو شال بابا په خبره دمغولو دمنصبو نو په هوس نه شي٠ دا يو حقيقت دی چې دسليمان کر لاڼي تر مړينې وروسته دپښتنو يو والي ته سخت زيان ورسيد، ځکه دده تر مړ ينې وروسته يې زامنو هر يوه بايزيد خان کر لاڼي او داؤد خان کر لاڼي دخپل پلار دپا ليسۍ پر خلاف ګا مو نه او چت کړل(٨) ٠
دکوچ بيهار سوبه :
دسليمان خان کر لاڼي په وخت کې دکوچ بيهار دنيولو لپاره نو موړي خپل لوی پو ځي افسرکالا پهاړ وليږه٠ کالا پهاړ دبراهما پورترا دسيند نه هم ور تير شو او دکاماتا جنرال شوکلادهواجا چې دکو چ بيهار دواکمن وشوا سنګها دريم زوی يې مات کړ او تر تيجپور پور ې يې چې اوس يې دينا چپو ر بولي او دبنګله ديش هېواد يوه ولسوالي ده پر مختګ وکړ اوپه دې تو ګه کو چ بيهار هم فتحه شو(٩)٠
لنډه داچې سليمان کر لاڼی يو عادل او سوله خو ښوونکی واکمن و چې دده دواکمنۍ په وخت کې دبينګال او بيهار خلک خو شاله وو٠ نوموړی په ١٥٧٢ زيږ ديز کال کې له دې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې٠
٣-بايزيد خان کر لاڼی ١٥٧٢زيږديز:
هغه وخت چې سليمان خان کر لاڼی د١٥٧٢زيږديز کال داکتوبر په مياشت کې وفات شو نو دهغه پر خای بايزيد خان کر لاڼی دبينګال پر تخت کښيناست ٠ تر تخت کښينا ستلو وروسته هغه دخپل پلار سليمان خان کر لاڼي پا ليسي او تګلاره پر يښودله او خطبه او سکه يې په خپل نا مه جاري کړه٠ با يزيد خان کر لاڼي نه يوازې دواکمنۍ په چارو کې دخپل پلار تګلاره پر يښودله، بلکې دهغو پښتنو اميرانو سره يې هم مخالفت پيل کړ چې دده دپلار دواکمنۍ په وخت کې يې ستر ستر منصبو نه درلودل ٠ ددې پا يله دا شوه چې ټول پښتانه اميران له ده نه په ډار
کې شول او دده پر خلاف يې ساز شو نه او منصو بې جوړې کړې چې مشري يې دسليمان خان کر لاڼي يوه جنرال قتلو خان لواڼي (لوهاڼي) ته ور په غاړه وه٠ د همدې سازشونو په نتيجه کې با يز يد خان دخپل اوښي هنسو نو مې له خوا دخپلې واکمنۍ په اتلسمه ورځ ووژل شو٠ دبا يزيد وژنې دپښتنو اميرانو تر مينځ قبيلوي شخړو او تعصباتو ته لمن ووهله او اميران په خپلو کې په جلا جلا ډلو سره وويشل شول او دتخت دنيولو لپاره درې تنه کانديدان ودريدل چې دغو شخړو او لا نجو ته دسليمان خان کر لاڼي وفاداره وزير ميا لودي دپای ټکی کيښود او هغه داچې د سليمان خان کر لاڼي دويم زوی داؤد خان يې دواکمنۍ لپاره مناسب تن وباله او په دې تو ګه داؤد خان کر لاڼي دبينګال دپښتون واکمن په تو ګه دواکمنۍ پر ګدۍ کښيناست(١٠) ٠
٤- داؤد خان يا داؤد شاه کر لاڼی١٥٧٢- ١٥٧٦:
لکه چې دمخه وويل شو داود خان کر لاڼی(*) دخپل ورور با يزيدخان تر وژلوو روسته دبينګال دکر لا ڼيو پښتنو پر تخت تکيه وکړه چې په دې برخه کې لودي خان دده سره مر سته وکړه او نور پښتانه اميران يې په دې خبرې قا نع کړل چې داؤد خان دواکمنۍ لپاره يو منا سب شخص دی٠ لودي خان يو ريښتينی پښتون وچې دټولو پښتنو يو والی يې غو ښت٠دده دتد بير او پو هې په وجه تر ډېره حده پورې په پښتنو کې يو والی رامينځ ته شو٠ داؤدخان کر لا ڼي هم تر يوې مودې پورې دلودي خان سلا او مشورو ته غوږ نيوه، خو دې حا لت ډېر دوام ونکړ٠ داؤدخان يو احسا ساتي ځوان و او ويل به يې چې زه دومره پر اخه واکمني لرم او بيهار، بينګال او او ړيسا زما دواکمنۍ په ولکه کې دي نو زه د اکبر پا چا نه په څه کې کم يم٠ هماغه و چې دخپل ورور با يز يد خان په څير يې خطبه او سکه په خپل نامه جاري کړه او دمغولود حکومت په څېر خپلو وزيرانو او امير انو ته يې القاب ور کول او ځان يې په هندوستان کې ديوه جلا او خود مختاره واکمن په تو ګه اعلان کړ٠
اکبر پا چا چې دده دپلار سليمان کر لاڼي له وخته دپښتنو واکمني نه شوه زغملی نو ځکه يې خپل وايسرای منعم خان ته امر وکړ چې پر بيهار بريد وکړي٠ لکه چې دمخه وويل شول دبايزيد خان کر لا ڼي تر وژلو وروسته په پښتنو کې يووالی کمزوری شوی و،که څه هم دلودي خان دتدبير او سياسي پوهې په بر کت دغه پښتانه سره لږ شانته راغونډ او يو مو ټی شوي وو، خو دځينو اميرانو تر مينځ لا هم مخا لفتونه او تر بګنيو شتون درلود٠دې مخا لفتونو دداؤدخان کر لاڼي په زړه کې شکو نه راپيدا کړل او په پا يله کې يې لو مړی د لوديخان زوی او تر هغه وروسته يې دهغه پلار لودي خان وواژه ٠ دلودي خان او دهغه دزوی وژنې نه يوازې دپښتنو يووالي ته سخت زيان ورساوه، بلکې دهغه په وژنې سره دمغولو په وړاندې يو لوی خنډ هم له مينځه ولاړ اودا يو داسې حقيقت دی چې دمغو لي دربار مؤرخ ابو الفضل هم پرې اعتراف کوي او ايي:
” دا داکبر پا چا نيکمر غي وه چې دهغه دښمن داودخان کر لاڼي پخپله لودي خان وواژه اودا هغه کار و چې داکبر پا چاپو ځيانو دډېرو هلو ځلو سره سره هم نه شو تر سره کولای ٠(١١)”
د پو رتنۍ خبر ې نه دا جوتيږي چې لودي خان د څو مره ستر شخصيت خاوند و چې مغولي واکمن اکبر هم د هغه نه ويره درلوده او دهغه دځپلو په فکر کې و٠ دتاريخي مستندو روايتو نو پر بنسټ داؤد خان کر لاڼی ، ميالودي يا لودي خان د قتلو خان لواڼي، ګجر خان کر لاڼي او سري هاري چې دداؤد خان دکو چنيوالي ملګری و په لمسون وواژه٠ دلودي خان تر وژنې وروسته قتلو خان لواڼي ته دوزارت دنده او سري هاري ته دو کالت دنده ورکړل شوه ٠ قتلو خا لواڼي او سري هاري نه يوازې چې دلودي خان په وژنه کې لاس درلود،بلکې دغو دواړو اميرانو په ډېرو نازکو شيبو کې دخپلو شخصي ګټو لپاره دمغولي دربار سره سازشو نه هم وکړل او دداؤد خان کر لاڼي دواکمنۍ بيړۍ يې ډوبه کړه٠
د داؤدخان کر لاڼي له خوا دلودي خان وژنې په پښتنو کې ډېره ستره بې اتفاقي رامينځ ته کړه٠ اکبر پا چا خو هسي هم پښتنو ته په او بو کې خولې خولې کيده او داسې ښه وخت په لاس ورغلی و چې بايد له هغه نه يې ګټه اوچته کړې وای٠ همداو چې اکبر پا چا د جو نپور ګورنر منعم خان په دې کار وګوماره چې بايد دداؤد خان سره جګړه وکړي٠ ويل کيږي چې داؤدخان ١٤٠٠٠٠ تنه پلي سر تيري ،٤٠٠٠٠ تنه سپاره، ٢٠٠٠٠ ټوپک اوتوپونه او ډول ډول وسلې، ٣٦٠٠ جنګي ها تيان او په سلګونو جنګي بيړۍ درلودلې او په خپل پو ځي ځواک ډېر نازيده او ځان يې ددې جوګه ګاڼه چې داکبر پا چا سر ه وجنګيږي٠ هماغه و چې منعم خان په ١٥٧٣ زيږديز کال کې ديوه لوی پوځ سره پر بيها ر بريد وکړ ٠
که څه هم داود خان کر لاڼي دمغولو سره دمقا بلې لپاره يو ستر پوځ درلود،خو هغه پټنې ته لاړ او په پوځي کلا اوچاوڼۍ کې پا تې شو٠ مغولي پو ځونو کلا محا صره کړه، خو مغو لي پو ځو نو دغه محاصره نه شوه ما تولی٠
په پای کې په ١٥٧٤ زيږديز کال کې پخپله اکبر پا چا په داسې حال کې چې دوه نور جنرالان تودرمل او مان سينګ هم ورسره ملګري ول پر حاجي پور بريد وکړ، ځکه چې داؤدخان او دپټنې دکلا محصو رينو ته به خواړه او دجګړې سامان الات دحا جي پور نه رارسيدل٠ اکبرپا چا دحا جي پور سيمه تر يوې سختې خو نړۍ جګړې نه وروسته فتحه کړه چې دحا جي پور په نيولو سره د پښتنو زړونه مات شول، خو سره له دې هم داؤدخان کر لاڼی دکلا پر يښو دلو ته تيار نه و٠ ويل کيږي چې هغه په نا خبرۍ کې نشه کړل شو او په هماغه شپه يې دکلا نه راويو ست او دبينګال خو اته يې بوته٠ ويل کيږي چې دکلا دخالي کو لو کار ګوجر خان کر لاڼي ته سپارل شوی و او په دې کار سره پښتنو ته ډېر زيان ورسيد٠ هغه داچې مغو لو دشپې په توره تياره کې دسيند بند مات کړ او دومره او به ډېرې شوې چې دپښتنو دپوځ ډېر شمېر هاتيان او اسونه دمغولو دپوځ لا س ته ورغلل او ډېر شمېر پښتانه په سيند کې لا هو شول او ډېر شمېر هم دمغولو دتورو په ګوزارونو ووژل شول او پا تې يې ژوندي ونيول شول٠
د مغو لو له خواپټنې دکلا ترنيو لو وروسته په ١٥٧٤ زيږ ديز کال کې مغولو له پښتنو نه سراج ګړهه ، مو نګهير، بهاګلپور او کول ګنک او نورې ډېرې سيمې ونيولې٠
تر دې ماتې وروسته داود خان کر لاڼی بينګال ته لاړ اود بينګال دخوندي ساتلو لپاره يې د تيلو ګړهي دره پياوړې کړه٠ دا دره د لر غو نو زما نو راپدېخوا دشمالي هند نه بينګال ته دور ننوتلو دروازه ګڼله کيدله ٠ ددې درې دخوندي سا تلو لپاره سوري شيرشاه د خپلې واکمنۍ په وخت کې يوه کلا هم جوړه کړې وه٠ مغولي واکمن اکبراګرې يعنې خپلې پلا زميېنې ته دبېرته ستنيدو په وخت کې منعم خان د بيهار او بينګال ګورنر وټاکه او تودرمل يې هم ورته پر ېښود څو له ده سره مر سته وکړي٠ په دغه وخت کې د مغولي پوځ مشر منعم خان هم داودخان تعقيباوه او دخپلو پو ځو نو سره يې ځان دتيلو ګړهي درې ته ورورساوه، خو منعم خان ته پردې درې باندې تير يدل څه اسا نه خبره نه وه٠ دمنعم خان په دغې ستو نزې کې د سيمې ځينو ځمکه والو مر سته وکړه او هغه ته يې بينګال ته د ننوتلو لپاره يوه بله پټه لاره ور وښو دله ٠منعم خان هم خپلې پو ځي ډلګۍ له دې لارې دبينګال خو اته وليږلې٠ کله چې دتيلو ګړ هې درې دساتنې پو ځيانو چې د داؤدخان کر لاڼي له خوا په دې دندې ګومارل شوي وو دا حالت وليد نو دتيلو ګړ هي دره يې پر يښودله او د تيلو ګړ هي دره دکو مې جګړې پر ته د مغولو دپوځ په ولکه کې راغله ٠ دمغولو له خوادتيلي ګړ هي درې نيول په حقيقت کې دټول بينګال دنيولو په مانا و٠ داؤدخان کر لاڼی چې ددې حالاتو نه خبر شو نو خپله پلا زميېنه يې دټانډې نه ستګاون ته وليږدوله،خو منعم خان د ١٥٧٤ زيږديز کال دسپتمبر په ميا شت کې يې ټانډه او ستګاون هم ونيول او په بينګال کې يې خپل وړاندې تګ ته دوام ورکړ٠
په کال ١٥٧٥ زيږديز کال کې دتوکاري په سيمه کې چې اوس دبينګال دميد ناپور په ولسوالۍ پورې اړه لري دمغولو او پښتنو تر مينځ يوه خو نړۍ جګړه وشوه او سوبه دپښتنو په بر خه شوه چې په دې جګړه ې دداؤدخان پوځي جنرال ګو جر خان ښه وځليد، خو له بده مر غه پښتانه پو ځيان دغليم دپوځ په ولجو را ټولولو بو خت شول ٠ مغولي پوځ چې ددوی دغه حالت وليد نو بيا يې پر دوی بريد وکړ چې په پا يله کې ډېر پښتانه پو ځيان ووژل شول
او ډېر شمېر دمغو لو پو ځيانو ته ژوندي په لاس ورغلل چې دپښتنودا ټول جنګي بنديان دمنعم خان په امرووژل شول او ددوی دککريو او سرونو نه يې اتيا لوړې منارې جوړې کړې٠
دې ماتې دپښتنو پوځي او جنګي مورال او دداؤدخان پوځي پياوړتيا ته سخت زيان ورساوه٠ مغول چې دپښتنواو داؤدخان کر لاڼي په حال ښه خبر وو، نو داؤدخان ته يې ديوې شيبې لپاره دساه ايستلو مجال او وخت نه ورکاوه او تر دې ما تې وروسته داؤدخان کرلا ڼی دکټک کلا ته لاړ اوهلته يې پناه يوړه او دمغولو سره يې دسولې دخبرو غو ښتنه وکړه او دسولې خبرې اترې پيل شوې٠ که څه هم مغولو جګړه ګټلې وه ، خو جګړو دوی هم ځپلي وو نو دوی هم مجبور شول چې د داؤدخان سره دسولې خبروته غاړه کيږدي٠ په پای کې ددوی تر مينځ يو تړون لا سليک شو چې دهغې له مخې داؤدخان کر لاڼي دبيهار او بينګال صو بې مغولو ته ورکړې او داوړيسا صو به د داؤدخان سره پا تې شوه، خو پښتنو اميرانو په بيهار او بينګال کې دمغولو ځواک ونه مانه او په دغو سيمو کې يې له مغولو سره جنګونه کول، په تېره بيا دبينګال شمالي او دبيهار جنو بي برخې د پښتنو په لا س کې وې٠
تر دې تړون شپږ ميا شتې ورو سته منعم خان د١٥٧٥ کال داکتو بر دميا شتې په ٢٣ نېټه مړ شو٠ دمنعم خان تر
مړ ينې وروسته داؤدخان بيا دبيهار او بينګال د نيولو هوډ وکړ، هغه په ډ ېرې چو پتيا سر ه پر بينګال بريد وکړ او خپله زړه او پخوانۍ پلا زميېنه ټانډه يې بيا په خپله ولکه کې راوسته او دتيلو ګر هي دره يې هم ښه پياوړې کړه ٠ د داؤدخان کر لا ڼي دې نا ببره بريدونو په بينګال کې مغولي پو ځو نه وويرول او هغوی دجګړې نه پر ته بينګال
پر يښود او وتښتيدل(١٢)٠
اکبر پا چا چې په خپلې دارالخلا فه يا پلا زميېنې اګره کې ددې پيښو نه خبر شو نو دخا ن جهان او تودر مل تر مشرۍ لاندې يې يو ستر پو ځ دبينګال دبيا نيولو لپار ه وګو ماره او دغه پوځ د ١٥٧٥ زيږ ديز کال دنوامبر په
ميا شت کې د اګرې نه دبينګال په لور ورروان شو او بها ګلپور ته نږدې د بينګال نه دمغو لو تښتيدلی پوځ هم ورسره يو ځای شو، خو دې تښتيدلي پوځ دومره ويرې اخيستی و چې دنوي پوځ سره په سختۍ دبينګال دتلو لپاره چمتو شو٠
داځلې داؤد خا ن کر لاڼي د تيلي ګړ هي دپياوړتيا لپاره ٣٠٠٠ تنه پښتا نه ګو مارلي ول، خو ديوه خو نړۍ جګړې په ترڅ کې مغول په دې وتو انېدل چې دا مهمه دروازه ونيسي٠ خانجهان دټانډې خواته مخه کړه او داؤد خان دده سره د مقا بلې لپاره دراج محل دره نيولې وه او دلته داؤد خان کر لاڼي خپل ځواک دومره پياوړی کړی و چې مغول پو ځو نه يې پوره اووه ميا شتې ايسار او ځای پر ځای تم کړل ٠ دې اووه ميا شتني ايسارتيا، دخوړو کموالي او دپر له پسې بارانونو اورښت دمغولي پو ځو نو زړونه وغورزول٠
پردې بر سيره مغولي پوځ چې زيات شمېر يې سني مذ هبه ول د حسين قلي بيګ چې اکبرپا چا ورته دخانجهان لقب ورکړی او شيعه مذ هبه و تر مشرۍ لاندې جګړې کو لو ته تيار نه ول او دا داسې عوامل ګڼل کيدای شي چې د داؤدخان کر لاڼي په ګټه وو٠ خانجهان چې دخپل پوځ حالت درک کړ نو سمدلاسه يې داکبر پا چا نه د خوراکي تو کو او پوځيانو دور ليږلو غو ښتنه وکړه او اکبر هم هغه ته سمد لاسه خوراکي توکي او سا مان الات او پو ځيان ور وليږل ٠له بلې خوا خانجهان د داؤدخان کر لاڼي دوه مشهور اميران يعنې سري هاري او قتلو خان لواڼی دځان پلو يان کړ ل٠ دادواړه کسان هغه خلک وو چې داؤد خان ددوی په لمسون او شيطانۍ خپل نامتو او مدبر وزير لودي خان وژلی و٠ په دې حسا سه شيبه کې چې د داؤد خان کر لاڼي اود ټو لو پښتنو ژوند ،عزت او نا موس له خطر سره مخا مخ و، دداؤدخان ددغو دووتنو يادو شوو اميرانو غداري يو نه بخښل کيدونکی جرم ګڼل کيږي ٠ ويل کيږي چې سري هاري د مغولو دپوځ جنرال خانجهان ته د داؤد خان کر لاڼي دواکمنۍ مهم سندونه او پو ځي پټ رازونه ور څر ګند کړل او مغو لي جنرال د هغه سره داژمنه وکړه چې په بدل کې به ورته دجيسور سيمه دجا ګير په ډول ور کوي٠ سري هاري نه يوازې داچې مهم سندونه او پټ پو ځي رازونه دمغولو په واک کې ورکړل، بلکې په دې نا زک وخت کې يې دداؤد خان کر لاڼي ټوله خزانه په کښتۍ کې بار کړه او په پټه يې دخپل جا ګير سيمې جيسور ته ورسوله او خپل ورور يې هم له ځانه سره بوت٠ په همدې تو ګه قتلو خان لواڼي هم د مغو لو سره ژمنه وکړه چې په جګړه کې به د مغو لو په ګټه کار کوي چې په بدل کې ورته مغولو په اوړيسا کې دجاګير د ورکولو ژمنه وکړه٠
د مغو لو سره د راج محل ترجګړې دمخه داؤد خان کر لاڼي ته دا پته ولګيدله چې سري هاري چې ده پرې اعتبار او باور درلودله ده سره غداري کړې ، نو دی په د ې خبره دو مره نا هيلی او نا اميده شو چې سمدلاسه دراج محل په ډګر کې د مغو لو سره جګړې ته چمتو شو٠ دا فيصله کوونکي جګړه د١٥٧٦ زيږديز کال د جولای دميا شتې په ١٢ نيټه دراج محل په ډګر کې وشوه٠ دهندي تا ريخو نو په قول په دغه جګړه کې داؤدخان کر لاڼی پخپله د يوه زمري په څير دمغولي دښمن سره تر پا يه وجنګيد٠
دراج محل جګړه دکر لاڼي پښتنو او مغو لو تر مينځ وروستنۍ فيصله کوونکې جګړه وه ٠ له بده مر غه په دغه جګړه کې د داؤد خان کر لاڼي د پو ځ يو ډېر تو ريالی افسر جنيد خان چې هغه هم کر لاڼی پښتون اود داؤد خان کر لاڼي له تر بورانو نه ګڼل کيده هم دجګړې په پيل کې ډېر سخت ژوبل شو، خو سره له ې هم چې ژوبل و په ميړانې سره و جنګيد ،خو ورو سته بيا د مغو لو له لا سه ووژل شو ٠ همداراز په دغه جګړه کې د داؤد خان کر لاڼي دپوځ يو بل نو ميالی افسر کا لا پهاړ هم سخت ژوبل شو٠ ددې پيا وړو افسر انو په وژلو سره دجګړې په ډګر کې دپښتنو پو ځيانو مورال کمزوری او پښې يې سستې شوې او ماته يې وخوړه ٠ په دغه وخت کې داؤد خان کر لاڼی چې دزمري په څېر جنګېده د مغو لي دښمن لا س ته ورغی٠ مغولي جنرال خا نجهان دده دوژلو امر وکړ چې تر وژلو ورو سته يې سر له تنې غوڅ او داکبر دربار ته وليږل شو٠
دراج محل جګړې په ختيز هند يعنې بينګال ،بيهار او اوړيسا کې د پښتنو واکمنۍ ته دپای ټکی کيښود٠
د تاريخ خانجهاني ١٠٢١ هجري دليکوال نعمت الله په قول دراج محل په ډګر کې دپښتنو د ماتي سبب دداؤدخان کر لاڼي سره دده د دوو تنو امير انو يعنې قتلو خان لوا ڼي او سري هاري غداري وه ٠
د هند د منځنيو پيړ يو دتا ريخ ديوه زده کوونکي په تو ګه زما ددې مقالې دليکوال په اندکه څه هم پخپله داؤد خان کر لاڼی يو زړور واکمن و خو ځينې سترې تير وتنې يې هم کړې دي چې زه يې ځينې بيلګې په لاندې ډول پر ګو ته کوم:
١- دا ؤدخان کر لاڼي با يد دخپل پلار سليمان کر لاڼي پا ليسي تعقيب کړې وای او ډېر احسا سا تي ګا مو نه يې نه وای او چت کړي دمغو لو سره يې دسازش او نرمۍ لاره غوره کړې وای ٠
٢- ده بايد پر خپلو دوو تنو لوړ پورو چا رواکو يعنې قتلو خان لوا ڼي او سري هاري باندې دومره زيا ت باور او اعتبار نه وای کړی٠
٣- داود خان بايد دقتلو خان لو اڼي او سري هاري په لمسون خپل نامتو امير لودي خان نه وای وژلای ، ځکه چې لودي خان چې کوم خد متو نه ده ته کړي و هغه يې با يد له ياده نه وای ايستلي٠
٤- داؤد خان بايد هيڅکله هم دمغو لو سره دسولې په تړ ونو باور نه وای کړای، ځکه چې مغول په هر وخت او شيبه دې ته چمتو وو چې د پښتنو ځواک وځپي(١٣)٠
—————————————————————–
ما خذ ونه او سر چينې:
(*) تاريخ داؤدي دعبد الله تاليف دی چې دهند دمغولي واکمن نو رالدين جهانګير دواکمنۍ١٠١٤-١٠٣٧ په وخت کې ليکل شوی دی٠ دغه کتاب ما ددې مقالې ليکوال په ١٣٦٨ لمريز کال کې دافغا نستان دعلو مو اکيډيمۍ دپښتو څيړ نود نړيوال مر کز د سپا رښتنې له مخې په کابل کې دسوري شير شاه د زوکړې د٥١٠ کليزې دنړ يوال سيمينار لپاره وژباړه چې په هماغه کال داريانا په مطبعه کې د٤٠٠٠ ټوکو په شمېر چاپ شو٠ دغه کتا ب ددويم ځل لپاره د دانش دخپر ندويې ټو لنې له خوا په ٢٠٠٧زيږ ديز کال کې د پښتو نخوا په مرکز پيښور کې د١٠٠٠ ټو کو په شمېر چاپ شو٠
(**)- افسانه شا هان دمحمد کبير اثردی چې مو رنۍ نيکه يې د پښتنو دسوريانو په قبېلې پورې اړه لري ٠ دغه اثر په هند کې دسور ي او لو دي پښتني واکمنا نو او په بينګال کې دپښتني کر لاڼي واکمنانو په اړوند ليکل شوی دی ا وتر او سه لا چاپ شوی نه دی ٠ دقلمي نسخو مايکرو فلمو نه يې دلندن په بړيتيش ميوزيم ، دهندوستان دعليګر دپو هنتون په کتا بتون په١/ ٩ شمېره او په نوي ډيلي کې دايران دعلم او فر هنګ دخونې په نور مايکرو فيلم سينټر کې شته٠ ماد دغې مقا لې ليکوال دغه کتاب دعليګړ دپو هنتون دميکرو فيلم نه رانقل او پښتو ته مې ژباړلی دی ،خو لا تر او سه مې چا پ کړی نه دی٠ چې ددغه اثر دکتا بت کال ١١٨٩ هجري دی٠( لطيف ياد)
(١) حيات افغاني، پښتو ژباړه ددکتور لطيف ياد او فر هاد ظريفي،٣٢١ مخ، دپيښور چاپ ٠
(٢)پوهاند عبد الحی حبيبي، دافغا نستان لنډ تاريخ، ١٨٤ مخ٠
(٣)وګورئ، پښتني قبيلې ، ددکتور لطيف ياد تاليف، ٢١١ مخ، لمن ليک٠
(٤)حيات افغاني،٣٢٣ مخ دکر لا ڼيو شجره٠
(٥)پښتني قبيلې،٢١٢ مخ٠
(٦)سيدبهادر شاه ظفر کا کا خيل، پښتانه دتاريخ په رڼا کې، ٦٤٠ مخ٠
(٧) http://en.wikipedia.org/wiki/Taj_Khan_Karraniد
(٨)http://www.banglapedia.org/httpdocs/HT/S_0593.HTM
(٩)http://en.wikipedia.org/wiki/Sulaiman_Khan_Karrani
(١٠)http://www.banglapedia.org/httpdocs/HT/B_0365.HTM
(١١) پښتا نه دتاريخ په رڼا کې،٦٤٩ مخ٠
(١٢)http://bpedia.org/D_0063.php
(١٣) د داؤدخان کر لاڼي دواکمنۍ په اړوند زما( ددې مقالې دليکوال )يا دداشتونه

Leave a Comment