fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان

انیپ اتمر په ځان عریضه کوي

لیکوال افغان جرګه

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار مامد انیپ اتمر چې د راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو مخکښ نوماند هم یادېږي د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې یو پنځوس زره افغانان وژل شوې دي او اته نوي زره نور افغانان ټپیان شوې دي.

د امریکا اشنا غږ د ویب پاڼې د خبر مطابق نوموړي ویلی چې که د وژل شوو او ټپیان شوو ارقام راجمعه شي او بیا يي په کورنېو تاثیر ته وکتل شي نو په پنځو کلونو کې یوسلو پنځوس زره خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د دغې مرګ ژوبلې له امله بیا یو میلیون کورنۍ متاثره شوې دي ځکه چې دغه ارقام له یو میلون شاوخوا کورنېو سره تعلق لري.

دا چې انیپ اتمر اوس د ولسمشریزو ټولټاکنو نوماند دی نو اوس دغه اعداد اعلانوي په داسې حال کې چې یوسلو پنځوسو زرو افغانانو مرګ ژوبله او د یو میلون کورنېو په غم ټغر کښېنول د همدې ښاغلي انیپ اتمر د ملي امنیت مشاوریت په وخت کې ترسره شوې ده مګر اوس د خپل ټاکنیز کمپاین په خاطر له دې ارقامو پرده پورته کوي.

انیپ اتمر دې نه هیروي چې د ولس حافظه دومره هم نه ده کمزوری چې دا له یاده وباسي چې اوس ته د کوم اپوزیسون پېښې کوی په دې ټوله بدبختۍ او ناورین کې ته همدومره لاس لری څومره چې په دولت کې ناست نور لوړپوړي چارواکي او مسولین يي لري.

 

Leave a Comment