که څه هم علوم په تدریج یو له بله بېل دي خو په دوی کښې د پوښتنې کولو بڼه اشتراک ضرور لري. یو علم په خپله وړتیا کولی سي ډېر ورک او پټ څیزونه اشکار کړي، خو دې ته لازم ده چې د پوښتنې اساس ولري. پوښتنه یوازې له علم سره نسو تړلی بلکې دا به هم ووایو چې پوښتنه له ژوند او د ژوند له هر حالت، وضعیت او صورت سره تړلی څیز دی. دا هم لازم نه ده چې پوښتنه دي په ټاکل سویو سرحداتو کښې رانښتې وي، ځکه چې پوښتنه هیڅ سرحدات نه لري، خو دا لازم ده چې پوښتنه په تدریج وسي، هغه که بیا له هر علمي تخصیص سره تړلې وي. دا هم لازم نه ده چې پوښتنه دي په برابر د علمي کچې وي بلکې پوښتنه یو ځانګړی استعداد دی چې تر ځانګړي حالت له راوتلو وروستو په یو شخص کښې پیدا کیږي.
دلته مهمه دا ده چې موږ د علومو تر څنګ “پوښتنه” څنګه وپېژنو؟ په حقیقت کښې هر علم پر پوښتنه ولاړ وي او هغه علم له سره علم نه بلل کیږي په کوم کښې چې پوښتنه نه وي، خو ځینې نوبتونه داسې هم راسي چې علوم و یوې داسې رواني طرحې ته وخېژي چرته چې د پوښتنې کولو امکان محدود سي یا قدغنونه پکښې زیات سي نو په داسې حالت کښې علمي یون د جمود ښکار سي. نو د علومو له جمود څخه د را ایستلو په تړون پوښتنه باید اساسي رول ولري او دا هم لازم ده چې پوښتنه د یو شخص هنر وګرځي. پوښتنه له تاسیس، تنقید، تخلیق، تعبیر او نورو وجایبو سره تړلی هنر دی. که یو شخص دغه استعداد تر لاسه کړي نو د هغه لپاره په هر علمي چوکاټ کښې د پوهنې لارې پلټل اسان کار سي.
د پوښتنپوهنې او علومو سره تړل او بېرته بېلول هنريت ته اړتیا لري. که د یوه علمي چوکاټ سړی و بل علمي چوکاټ ته ور داخل سي نو د همدې استعداد په وسیله کولی سي خپله پوښتنه په ځانګړي ډول هلته هم مطرح کړي. دا خبره وضاحت ته اړتیا لري چې هسې خو علوم ټول له پوښتنې څخه رازیږي نو بیا ولې څوک “پوښتنپوهنه” په یو ځانګړي سبک ومني؟ بلکل چې علوم له پوښتنې رازیږي خو علوم د تخصیص پر اساس یو له بله بیلیږي، ورسره دا هم چې د علومو تر مینځ فاصلې رامنځته کیږي. خو د “پوښتنپوهنې” وړ شخص خپله توجه پر ځینې اساسي لاملونه ټینګه ساتي. هغه شخص چې د پوښتنپوهنې وړتیا ور حاصله وي کله هم د موضوع له سرحداتو اېل بېل نه وځي، بلکې په تدریج د مخامخ علمي وجود خپلې پوښتنې رابرڅېره کوي. هغوی د دې وړ وي چې ځینې افاقي ټکي لکه په بحث کښې زمان مکان، ریښې، داخل خارج، وجود عدم وجود، نسب منصب، رفتار ایستاد او داسې نور څیزونه منل سوي اهداف وټاکي. دغه نکات/ټکي نژدې په هر علمي هویت کښې مشترک دي.
دغه او ځینې نور اشتراکي هنرونه که په یو علمي قالب کښې ونغښتل سي نو قوي امکان دی چې بیا که هر علمي ډګر وي، د مباحثې لپاره چمتووالی پکښې راتلی سي. د پوښتنپوهنې سبک لومړۍ ځانګړنه په یو شخص کښې دا پیدا کوي چې هغه د روایت له قدغنه راوباسي او و علمي تدریج او ماخذي تادیب ته یې حواله کړي. نو که طب د څانګې یو شخص دغه هنریت تر لاسه کړي نو هغه په امکاني ډول د دې وړ وګرځي چې د ښوونې، پوهنې، منطق، قانون، سیاست، ادب او نورو علمي چوکاټونو پر علمي قالب خپلې پوښتنې وکړي. هغوی به هیڅ عار و نه لري چې ګواکې دی خو په طب کښې تخصیص سوی دی. په باور سره ویلی سو چې دغه استعدا به یو څوک علمي سپرمین جوړ کړي. د علمي مفاهیمو تر مینځ ځنځیر تړل، د بېلوالۍ ترکیب کول او بیا په معنا د نسبت څیزونه تروړل مروړل به د هغه هنر وګرځي او هغه به پر ډېرو پېچلیو علمي مفاهیمو برلاسی سي.
په علومو کښې د نتایجو ورکولو بلها لاملونه کېدای سي، خو ستر لامل یې پوښتنه ده. مګر تر پوښتنې لمخه دا ویل لازم دي چې د علمي بحث لپاره مساعد څه دي؟ که یو علمي بحث ته تر لمخه د پوښتنې قالب و ایښودل سي نو، د روان بحث هر هویت به په سبب د خپل اصل او اړتیا، خپل وصل یا ماخذ ته ځان ورسوي. که دا ووایو چې پوښتنه اصلا د بحث پیمانه ټاکي او دواړه اړخه ته دا ښیي چې د بحث پرېکړ لا څومره لیرې ده او لا کوم پړاو دی. پوښتنپوهنه په انفرادي توګه سړي ته دوې ځانګړنې وربخښي؛ لومړۍ چې سړی د خپل بحث ادرس معلوم کړي چې تر کوم پړاوه رسېدلی، دویم لکه د ارسطو خبره چې و سړي ته دا هم وښیي چې “کوم څه” لا ورته نه دي معلوم….
پوښتنپوهنه د تدریج علم دی مګر د دې لپاره لازم دا ده چې دغه تدریجي بڼه د علمي ټغر له بدلېدلو سره سمه بدله سي. بیاهم، دومره ویل دي چې له علومو سره د علومو پر اساس بحث کول دي. علوم په ځینو ځانګړتیاو بشپړ کیږي مګر اساسي ځانګړتیا یې د یوې پوښتنې رامنځته کېدل دي. پوښتنه په جواز پیدا کیږي او جواز له لازم ده چې پوښتنه کونکی دي تر لمخه څه پوهنه او زده کړه ولري. مطلب دا چې پوهنه او پوښتنه د یو بل لازم ملزوم دي، خو دا هم جوته ده چې پوښتنه هغه استعداد دی چې په خورا زیاته کشف، ریاض، شننې او اسلوب نوره هم قوي کیږي. دلته هیڅکله دغه تاویل نسته چې علوم دي له دې څیزونو بې برخې وي مګر دا هم حقیقت دی چې په علومو کښې دغه ځانګړنې په توازن نه وي یا ورته نوبت نه جوړیږي.
علوم سرحدات لري او په اساس د ځینو موقعیتونو یو په بل پېیلي وي مګر پوښتنه په اساسي پاملرنه پورې اړه لري او کولی سي چې سرحدات پایمال کړي. له هم دې کبله ویلی سو چې پوښتنه هم د علومو په داخل کښې کیږي او هم په خارج کښې. پوښتنپوهنه و یو علمي بنسټ ته د تحلیل او تاویل قوت وربخښي چې د ځینو افاقي روایتونو پر اساس په څرګند ډول تر مروجه علمي پوهنې لږ ډېر څه را وسپړي او هم ډېر څه داسې جوت کړي کوم څه چې په روایتي علمي اساسنامه ممکن نه وو.
علوم په پیل کښې د خپل بنسټ تعریف متعین کوي چې په راتلونکي کښې ورته ځینې مشکلات پېښیږي. مګر پوښتنپوهنه تر هغې خپل هدف تعقیبوي تر څو چې ورته وړ ځواب نه وي موندل سوی. دا ویل هم ضروري دي چې پوښتنپوهنه نوی شی نه دی. پوښتنپوهنه په عملي بڼه موجوده ده او هم کارول کیږي خو لازم دا وګڼل سو چې و دې ته یو علمي قالب ورکول د نننۍ دورې لپاره څومره لازم دي. پوښتنپوهنه و هیڅ یو علمي بنسټ ته زیان نه رسوي بلکې پوښتنپوهنه علمي ډګر لا هواروي او هم پر ځینې پېچلیو لارو یون ته زمینه برابروي.
پوښتنپوهنه په تدریج تر خپلو مرحلو تیریږي. په یوه مرحله کښې دا د محصل او علمي قالب تر مینځ، په اساس د اړتیا او وړتیا، تړون ټاکي. ورپسې پوښتنپوهنه د یو فرد داخلې اضطراب او تجسس په خپله لمن کښې تطبیقوي. بیا هغه نوي نوي خیالونه او پوښتنې زېږوي کوم چې له روایتي یا عادي لارې نه کول کیږي. پوښتنپوهنه غواړي چې ازموینه روانه وساتي. په پوښتنپوهنه کښې تر هر څه لمخه د جمود امکان ختمیږي. پوښتنپوهنه هیڅکله یو علمي اساسنامه و جمود ته نه پرېږدي، که څه هم تر یو مهاله هغه څیز سم و هم بلل سي مګر وروستو ورپسې پوښتنه کیږي او دا لړۍ لا همداسې دوام اخلي.