fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان لیدلوري

چې سوله راشي افغان امنیتي ځواکونه به لا پیاوړې رول ترسره کوي

لیکوال افغان جرګه
دوه ورځې ترمخه په کندهار کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله په سل ګونه خلک ګېر ول چې د هېواد امنیتي ځواکونه يي مرستې ته ور ودانګل. دغه سرتېرو د شته امکاناتو څخه پوره ګټه واخیسته او د هېوادوالو په زړه کې يي داسې ځای جوړ کړو چې تل به يي ولس په یاد ولري.
افغان امنیتي ځواکونه چې دا مهال د هېواد له داخلي او بهرني دښمن سره په جګړه کې دي، هره ورځ‌ بېسارې قربانۍ ورکوي او خپل ولس د دښمن له بدو ارادو ساتي. که په هېواد کې سوله راشي نو د ملي امنیتي ځواکونو رول به په بیا رغاونه لا زیات شي او د خپلو هېوادوالو سره به اوږه په اوږه د هېواد په ودانۍ کې برخه واخلي.
طالب او د هېواد دښمنان دې پوه شي چې افغان امنیتي سرتېري د ولس په زړونو کې ځای لري او تاسې به هېڅکله هم د ولس په زړه کې د دوي لپاره شته مینه راکمه نه کړئ ځکه چې دوي د دې چمن ساتونکي دي.

 

Leave a Comment