fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

د سیمې د سوځېدو لپاره د امریکا نوې تګلارې

لیکوال افغان جرګه
لږ څه کم دوه لسیزې امریکا دا سیمه د اسامه بن لادن او د القاعده غړو په نامه وسوځوله. د افغانستان په کلو، بانډو او غرونو يي له نړېوالې جګړې هم زیات بمونه را اورول. چې کله به چا ترې پوښتنه وکا چې ولې؟ نو به يي بهانه جوړه وه چې دلته خو اسامه پټ دی او دوي ترې خپل غچ اخیستل غواړي، خو د دوي نازدانه بلاخره د پاکستان د یو پوځي اکاډمۍ ته څېرمه مونده شو، او اوس دا دی په سیمه کې د اور لمبو د تازه ساتلو لپاره يي نوې پلمې لټولو لاس پوری کړی دی.
د امریکا بهرنېو چارو وزارت تېره ورځ یو خبرپاڼه کې د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن د زوي په تلاش کې شوې دي چې د امریکایانو په اند نوموړی ماشوم د افغانستان، پاکستان او ایران دننه پنا اخیستې ده.
امریکا د دغه ماشوم په سر تر یو میلون ډالر جایزه هم اعلان کړې ده چې که يي څوک ورته پته وښايي. دا دې پیشو او موږک کیسه دوي اوس بیا له سره پيلول غواړي نو له دې امله باید هوښیار واوسو چې د امریکا دوه مخیتوب او په سیمه کې خپل اوږدمهال شتون لپاره دوي له هر چارې کار اخلي، خو افغانان باید له دې وروسته پخوانۍ تجربې هېرې نه کړي او امریکا او لنګرګوټیانو ته دې سپینه مامدینه ووايي چې که پاتې کېدل غواړی نو هغه څه به کوی چې په هغه کې د افغان ولس، خاورې او په سیمه کې د نه لاسوهنې په صورت کې کولای شي چې پاتې شی که نه نو په مخه مو زیړي ګلونه.

 

Leave a Comment