fbpx
شریف شیرانی مقالې

بورژوا پروفیشنلزم (bourgeoisie professionalism)

لیکوال شریف شېرانی
که څه هم بورژوا پروفیشنلزم/ پوښښه کاردنده (bourgeioise professionalism) یو نوی ټکی دی مګر وجود یې په نامحسوسه ډول شتون لري، بلکې تر یو حده خطرناکه هم دی. هر بشر چې هنر لري، دنده کوي او د هغې ورته اجر رسیږي، پروفیشنل ګڼل کیږي. په نوې نړۍ کښې د پروفیشنل/کارندوی تعریف ډېر واضح او مختصر دی. یعني یو څوک چې د معاوضې په بدل کښې، د یوې ټاکلې مودې لپاره په یو ټاکلې قاعده کښې خپل استعداد په کار راوړي او خپل تنظیم، بادار یا خپلې دندې ته کار کوي پروفیشنل ګنل کیږي. په خپله دنده کښې کامل پاتې کېدل د نوي تعریف له پلوه د ستاینې وړ کار دی، مګر بورژوا پروفیشنلزم یو بېل اړخ دی او مختلف لاملونه لري.
بحث پر دې دی چې یو وګړی فقط تر خپل مسلک/کاردندې (profession) پورې محدود نسي پاتې کېدلی، بلکې هغه په ټولنیز ژوند کښې ځینې نورې زموارۍ هم لري؛ لکه، لومړی د څیزونو په هکله خپله رایه څرګندول، په غم ښادي کښې د خپلو خپلوانو تر څنګ پاتې کېدل، د ځینو محاکمو په دوران کښې په حېث د ګواه خپل تاثرات او ګواهي وړاندې کول، د لیک لوست په ډګر کښې کامله ازادي لرل، د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو څېړنې کول، د مذهب یا قام په چوکاټونو کښې خپل ټولنیز ژوند پر مخ وړل او داسې نور. یعني که د یو چا مسلک یا دنده د مدافعې وکالت وي، طب وي یا یې نظامي چارې په غاړه وي نو هغه به د خپلې کورنۍ لانجې هم حل کوي، د یو داسې چا جنازې ته به هم ځي څوک چې “متنازعه” وي. ګړسره که څوک یو دولتي مامور هم وي، داسې مسلک لري چې رازونه خوندي وساتي یا یې په ورځني ژوند کښې پټ پاتې کېدل لازم هم وي خو دی به ځینې ټولنیزو چارو ته ضرور اړ کیږي. د دې لپاره دی له خپل مسلک څخه رخصتي هم اخیستلی سي.
موږ وینو چې زموږ په چاپېریال کښې څه روان دي، لکه خراب امنیت، بې انصافه ورځ، دروغژنې چارې، د اولسونو په ضد د واکمنانو ګامونه، د رایې پر اظهار بندیزونه او نور ټولنیز فساد او سیاست ته اړتیا… په دې ټول کړه وړه کښې د یو پوه سړي او لوستي او باوجدانه وګړي زمواري جوړیږي چې ځینې کارونه باید کړلو ته نه پرېږدي، ځینې وختونه باید رایه ورکړي او د ځینو چارو په هکله دي خپله نظریه وړاندې کړي. که څه هم یې مسلک profession دغه نه وي، ولې چې دی تر هر څه لمخه توخم لري، سریښتې لري او یو ټولنیز تړون لري. په نژدې ماضي کښې د داسې کولو اجازه په هر مسلک او دنده کښې وه. یعني که به یې مسلک هر څه وو، خو په کوڅه کښې به یې څوک و غال یا برید ته نه پرېښودل، په غدۍ کښې به تلی، چیغه به یې بدرګه کوله، ناتار به یې راکرځولی او په کلیوالو یا د محلت په چارو کښې به یې ښه په ډاګه برخه اخیستله.
په دې لړ کښې، که پر دوی د دې کړه وړه څه الزام هم راتله، نو په انفرادي توګه به یې خپله مدافعه کوله، مګر پر هنر یا دنده به یې څه بد یا ښه اغېز نه پرېووت. بیا سوکه سوکه داسې وسول، چې مسلکي خلک یې له ټولنیزو چارو را منعې کړل، یا به یې دا ورته ویل چې ګوره په دې چارو کښې خپله برخه اخله مګر پام چې پر خپل مسلکي کار دي د مصروفیت له کبله څه اغېز پرې نه وځي. خلکو دا هم وپالل چې د رخصتۍ په دوران کښې به یې دې چارو ته وخت ایستلی او خپله دنده یا مسلک به یې هم په بشپړه توګه پاللی. خو ورځ په ورځ د فابریکو، دولتونو او شرکتونو څښتنان په دې ورسېدل چې د دوی نظامیان باید خپل ټول توان د دوی پر مسلکونو ګار کړي یا لږ تر لږه له نورو ټولنیزو چارو څخه رابېل و اوسي. ځکه چې د اولس یو له بله پرېکول او پر بشري عقل خپلې زولنې شکنجه کول د دوی اصل هدف وو.
په دې لړ کښې دوی، هغه خلک چې په جار نه قلارېدل، په جزا ورسول یا یې د دوی د مسلکي پرمختګ لاره شنډه کړه، یا یې په عبرت کړل. دې عمل د بورژوا پروفیشنلزم لپاره لومړۍ کرښه راوکښه. سوکه سوکه د بورژوا پروفیشنلزم لپاره لاره هواره سوه او دغه مسلکیان/کارندوی/کارمندان د سخت اعصابي فشار ښکار سول. لکه څنګه چې ټولنه او اولس په یو نه یوه کړۍ سره پېیلي دي، همداسې پر هغه ټولنه واکمنې ډلې او شتمن خلک هم په څه نه څه سره تړلي وي. په دوی کښې که یوه ته زیان رسي یا یې پر رجیم regime څه بد اغېز پرېوځي نو دوی د یو بل په مدافعت کښې خوځښت کوي او راپورته کیږي. همدا علت دی چې دوی په خپل مینځ کښې یو بل ته مرسته ورکوي نو که د یوه شرکت یا دولت یو پروفیشنل (مسلکي شخص) د بلې فابریکې لپاره په تولنیزو چارو کښې خطر جوړیږي نو د هغه خپل پلرنی parent شرکت یې له دندې څخه د ګوښه کولو اخطار ورکوي، یا یې ګړسره ګوښه کوي.
دې خطر د مسلکي وګړو پر اعصابو کلک اغېز اچولی دی. نن سبا موږ ډېر ځله مشاهده کوو چې دا خلک پر ټولنیزو چارو له رایې ورکولو څخه هم ډډه کوي. دوی په دې کښې عفوه ویني چې تر څو خپل مسلک ته محدود پاتې سي یا په ټولنیزو چارو کښې نابلده و اوسي. د دوی دغه بې اعتنایي ورځ تر بلې زیاتیږي او دوی له بلها حوصلې او استقامت څخه بې برخې کیږي. همدا راز که یوې خوا ته دوی په خپل وجدان کښې سوځي نو بلې خوا ته ټولنه هم د دوی د برخې له نظریې، رایې او کردار څخه محرومه پاتې کیږي. ټولنه د دوی کمی احساسوي او په خپل مینځ کښې دې پرېکړې ته رسي چې دوی (ټولنه پخپله) خو ګړسره بې ځایه لګیا دي، د اولس بشپړ حمایت نه لري یا پر خپلو کړنو، غوښتنو او نظریو بې باوره کیږي. د دې تر څنګ د بورژوا ډلې لخوا پر بشري پوهه human rationale واک او اختیار نور هم سیوا کیږي. هر سړی چې عقل او پوهه لري د ملکیت په تاثیر کښې راځي او هغه څه چې سوچه او سوچه یې دی څښتن وي، یعني عقل او پوهه، له لاسه ورکوي.
په داسې حال کښې یوه ټولنه و بشپړتیا ته کله هم نسی رسېدلی. هغه پوهه او عقل چې ټوله غذا یې له ټولنې څخه وي، د ټولنې له مکتب، فامیل، بازار او محفل څخه وي، مګر د ټولنې په ګټه نه ورځي. کله کله خو ګړسره د ټولنې دغه برخه د ټولنې په ضد په کار راوړل کیږي یا د ټولنې و غوښتنو او پوښتنو ته دوی په مقابل کښې درول کیږي. د دې بورژوا کارمندانو لخوا په ټولنه کښې د جوړجاړي او مثبت کارونو برخه د صفر برابر کیږي او مخ په وړاندې د انفرادیت او مدني تنهایۍ social isolation و خوا ته ځي. د اولس قوه کمزورې کیږي او د بشري حقوقو په ملاتړ کښې ږغ نور هم بې وسه کیږي.
دلته ادعا دا ده، چې د نړۍ د بشري قوانینو پالونکي او د مزدورانو حقوق غوښتونکي باید په سنجیده توګه دا وسنجوي چې نور دي هر پروفیشنل ته په سیاست، ټولنیزو چارو او علمي څېړنو کښې د برخې اخیستلو، رایې ورکولو او نظریې څرګندولو اجازه د بشري حقوقو په توګه ومنل سي. که د دوی په مخ کښې د دوی شرکت خنډ هم جوړیږي نو پر ځای د دې چې دوی وځورول سي، د دوی شرکتونو او دولت باید وپوښتل سي چې ستا کارندوی خو و تا ته په خپل دنده کښې بشپړ نتایج درکوي نو د هغه پر شخصي کړه وړه ستا واک له کوم راځي؟ د نړۍ په ګڼو مملکتونو کښې د تعلیم او روغتیا تر څنګ و اولسونو ته د برق electricity ورکول یا په دوامداره توګه ور رسول هم په بشري حقوقو کښې شامل سوی، نو د هغوی پر نظریو او څرګندونو به تر څو پوره لا همداسې قدغن ساتل کیږي؟
موږ انسانان که په ټولنه کښې پر یو بل استحقاق لرو نو هغه له بل سره د عقل او پوهنې شریکول دي. دا کاینات او زموږ عقل د یو بل په برابر جوړ دي. که موږ غواړو چې کاینات تسخیر کړو نو باید له عقل څخه کار واخیستل سي. دا چې بورژوا پروفیشنلزم یوې خوا ته خلکو د ګڼو خوښیو او هیلو په مخ کښې خنډ دی نو بلې خوا ته یې پر عقل او پوهنه قدغن اچولی دی او د کاینات د تسخیر او تکمیل په لور مزل یې په ځنډ کړی دی.

Leave a Comment