fbpx
خبرونه او شننې

مودي: عمران خانه! که ته د پښتون زوي يي نو پښتونولي دې ثابته کړه

لیکوال افغان جرګه
مودي: عمران خانه! که ته د پښتون زوي يي نو پښتونولي دې ثابته کړه
عمران خان د اوونۍ په ورځ له هندي وزیراعظم مودي څخه غوښتي چې سولې ته باید یو چانس ورکړل شي. دا هغه خبره ده چې د پاکستان هر چارواکی يي کوي مګر عمل پرې کله هم نه دی شوی. د عمران خان دغه بیان د هند وزیراعظم مودي له هغه خطاب څخه وروسته ورکړی دی چې مودي د عمران خان مخې ته پرانیستی چلینج کېښودو او د هغه اصلیت او نسب يي تر سوال لاندې راوستو.
وزیراعظم مودي عمران خان ته په خطاب کې ویلي دي چې که ته په ریښتینې د پښتون/پټهان وینه يي نو باید پخپله کړې وعده ودرېږئ. ویل کېږي چې په ۲۰۱۵م کې چې کله عمران خان له مودي سره مخ شو نو يي ورته يي ویلي ؤ چې زه د یو پښتون زوي یم او زه به تل پخپله خبره ولاړ یم. خو اوس ښکاري چې هندي وزیراعظم يي بایوګرافي د سره لیکل غواړي ځکه چې د عمران خان اصل اونسب هم لکه د پاکستان پاک سټډي مضمون له سترو جنجالونو ډک دی. د نوموړي مور کله د پنجاب شي، کله يي پلار سرایکي شي او کله هم د یو او بل ځای شي.

Leave a Comment