fbpx
تاریخ ډاکټر لطیف یاد

دجلیانواله باغ Jallianwala Bagh ډله ایزه وژنه او تراژیدي

لیکوال لطیف یاد
که چا دهند دنیمې وچې دخپلواکۍ تاریخ لوستلی وي او یا لږتر لږه ورسره آشنا وي نو دجلیانواله باغ دډله ایزې وژنې خونړۍ پيښه به یې ارومرو لوستلي وي . دغه خونړۍ پيښه د۱۹۱۹ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په ۱۳ نیټه دهند دپنجاب دامرتسر په ښار کې رامینځ ته شوه، دا هغه وخت و چې غازي امان الله خان دانګریزانو سره په جګړه بوخت و او کله یې چې دجلیانواله باغ د ډله ایزې وژنې له پيښې خبر شو نو دهند ولسونو ته یې تسلیت ورکړ او ورته یې وویل :(( تاسو چې دخپلواکۍ کومه مبارزه پیل کړې ده هغه به نه سړوئ .آزادی قرباني غواړي او موږ او تاسو به د ازادۍ او خپلواکۍ نیالګي په خپلو وینو خړوبوو.))
جلیانواله په اصل کې دیو بڼ یا باغ نوم دی چې دهند دپنجاب ایا لت دامرتسر په ښار کې چې زمو ږپښتانه یې امبر سر بولي دسکهانو طلایی معبد ته څیرمه پروت دی. کله چې د۱۹۱۹ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په ۱۳ نیټه سکهان دخپل کلنی او پسرلني اختر ویساک دلمانځلو لپاره دجلیانواله په بڼ کې سر ه راټول شوي وو او شمیر یې شلو زرو تنو ته رسیده او خپل اختر یې لمانځه نو داختر دلمانځلو سره سره یې دانګریزانو پر خلاف انقلابی ویناوې کولې او په انګریزي جیلونو کې یې دخپلو مبارزو مشرانو ډاکټر سیف الدین کچلو او ډاکټر ستیا پال او په زرګونو نورو انقلابیانو دخوشی کیدلو غوښتې کولې اوپه خپلو ویناوو کې یې ویل یې چې دوی نور مر ئیتوب نه مني او انګریزان دې دهندوستانه لاړشي او داهیواد دې دتل لپاره ره موږ ته پریږدي . په همدې وخت کې و چې انګریزي جنرال ډایر خپلو انګریزي او ګورکه پوځونو ته امر وکړ چې پر دغې غوندې ډزې وکړي .دوی پر دغې غونډې ډزې وکړې او ۱۰۰۰ تنه یې ووژل او ۲۰۰۰ تنه یې ټبيان کړل. په دغه خونړۍ پیښه کې سکهان ،هندوان او مسلمانان ووژل شول .
دجلیانواله باغ دغه ډله ایزه وژنه په ټول هند کې دانګریزانو پر خلاف ژوره کرکه راوپاروله . دهند دنیمې وچې په تاریخ کې دجلیانواله باغ ډله ایزه وژنه دیوې خونړۍ پیښې په توګه ثبت ده او هندیان هرکال دجلیانواله باغ دډله ایزې وژنې ورځ لمانځي ، دهند حکومت د جلیانواله باغ ددغې تاریخي پیښې په ویاړ یو یاد ګاري څلی جوړ کړی دی . دجلیانواله باغ دقاتل انګریز جنرال ډایرچې دامرتسر دقصاب په نامه سره هم شهرت لري.

Leave a Comment