fbpx
پښتانه شخصیتونه ډاکټر لطیف یاد

په هند کې د انګریزانو پرخلاف د ازادۍ نامتو مبارز او اتل پښتون شهید اشفاق الله خان

لیکوال لطیف یاد
په هند کې دانګریزانو پرخلاف دآزادۍ نامتو
مبارز(فریډم فایټر) او اتل پښتون شهید اشفاق الله خان
————————–———————–
دهند نیمې وچې دخپلواکۍ په ګټلو کې که هندي مبارزینو او آزادۍ خو ښوونکو خپلې وینې تویې کړي دي او قر بانۍ يې ورکړي دي ،نو پښتنو هم دپیر نګیانو پر خلاف تل ویاړلې مبارزې کړي دي او په دې لاره کې یې زیات کړاوونه پر ځان منلي دي. دهندوستان په دغو سترو مبارزینو کې یو هم شهید اشفاق الله خان و چې په خټه پښتون و.
شهید اشفاق الله خان دشفیق الله خان زوی و ،دمور نوم یې مظهرالنسا بیګم و.نوموړی د۱۹۰۰ کال د اکتوبر دمیاشتې په ۲۲ نیټه دهند داتهراپردیش د ایالت په شاهجهانپور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې .اشفاق الله خان په خپلو څلورو ورونو کې تر ټولو کوچنی و. مشر ورور یې ریاست الله خان دهندی ستر مبارز پنډت رام پرساد بسمل دملګرو نه و. پنډت رام پرساد بسمل دانګریزانو پر خلاف یو سیاسی مبارز و چې دعدم تعاون(نه همکارۍ ) او دآریا سماج د غورځنګ غړی
او دهندي ژبې انقلابي شاعر و. کله چې رام پرساد بسمل په ۱۹۲۰ زیږدیز کال شاهجهان پور ته لاړ څو دهغه ځای ولسونه دانګریزانو پر خلاف را پاڅوی ،اشفاق الله خان ورسره ځان نږدې کړ ،خو بسمل ورته کومه ځانګړې پاملرنه ونه کړه .تر هغه وروسته بسمل په ۱۹۲۲ زیږدیز کال بیا شاهجهان پور ته لاړ څو دعدم تعاون د غورځنګ دمرامونو نه دهغه ځای خلک خبر کړی نو دا ځل بیا اشفا ق الله خان دهغه سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې دی هم دانګریزانو پر خلاف مبارزه کوي او انقلابي شاعر دی او د (حسرت ) او (وارثي) په مستعارو نو مونو په اردو او هندي ژبو شعرونه وایې. دې خبرې دبسمل توجه او پاملرنه ځان ته واړوله او هغه دده شعرونه خوښ کړل او داشفاق الله خان سره ملګری شو.
تردې وروسته اشفاق او بسمل او نور ملګري یې راجیندرا لاهیري،چندر شیکر آزاد،سچیندرا بکهشي ،کیشاب چکراورتي ،منمتهن نات ګوپتا،موراني شرما او بنواري لال د هندوستان دجمهوري ټولنې غړي شول چې په هندوستان کې دانګریزانو پر خلاف یو سیاسي ګوند و. اشفاق الله خان د هندوستان دیوپي (اتهر بردیش) په ایالت کې د هند دآزادۍ لپاره دانګریزانو پر خلاف خلک بیدارول، له همدې کبله انګریزانو نو موړی خپل لو مړۍ درجه دښمن ګاڼه.
د۱۹۲۵زیږدیز کال د اګست دمیاشتې په نهمه نیټه دانګریزانو یو اورګادي چې دشاهجهانپور نه لکنهو ته روان و او او خزانه پکې لیږدوله کیده د کاکوري په سیمه کې دآزادی غو ښتونکومبارزینو تر برید لاندې راغی او انګریزانو ددغه کار لپاره پر اشفاق الله خان تور او الزام ولګاوه چې ګواکې دده او درام پرساد بسمل په لا رښوونه دا کار شوی دی. وروسته اشفاق الله خان ،را م پرساد بسمل او ۴۰ نور تنه آزادی خوښوونکي دانګریزانو له خوا ونیول شول او اشفاق الله خان یې د اتهراپردیش دفیض آباد په جیل کې بندي کړاو د۱۹۲۷زیږدیز کال ددسمبر دمیاشتې په ۱۹ نیټه دانګریزانو له خوا دفیض آباد په زندان کې په دار وخړول شو آو په دې تو ګه دانګریزي سا مراج پر خلاف يو اتل پی دخپلواکۍ غوښتنې په جرم شهید کړ. دهند وستان حکومت هرکال دهند دخپلواکۍ په ورخ دنورو ازادي غوښتونکو شهیدانو ترڅنګ دده نوم په ډیرې درناوۍ سره یادوي او دده په ویاړ یې دده پوستي ټکټونه چاپ کړي دي چې دده انځور ورباندې دی.
باید زیاته کړو چې داشفاق الله خان او نورو هندي آزادي غوښتونکو ددې اتلوالۍ په ویاړد بالیووډ تکړه سینمایی لو بغاړي عامر خان په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې یو فلم جوړ کړي دي چې (رنگ دے بسنتی) نومیږي.
داهم دده دده دشعر یوه بېلګه چې ترخپلې پاڼسۍ نه دمخه یې لیکلی دي :
زندگی بعد فنا تجھ کو ملے گی حسرت
تیرا جینا ، تیرے مرنے کی بدولت ہوگا
کچھ آرزو نہیں ہے آرزو تو یہ ہے
رکھ دے کوئی ذرا سی خاک ِ وطن کفن میں

ددغه سترپښتون اتل اروادې ښاده وي !

Leave a Comment