fbpx
خبرونه او شننې کوزه پښتونخوا

پاکستاني جنرالان چې تقاعد شي باډي ګارډان شي

لیکوال افغان جرګه

ویل کېږي چې د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته په یو رسمي سفر روان دی. د پاکستان حکومت يي هرکلي لپاره ۳۰۰ څخه زیات موټر کرایه کړی دي او د شهزاده بن سلمان ته د هرکلي په موخه يي رنګارنګ میلې او تماشې برابرې کړې دي، خو شهزاده بن سلمان لپاره خوراک څښاک او تر دې چې په پاکستان کې د سفر په مهال استعمالېدونکی موټر به يي هم له سعودي څخه راوړل کېږي.

د شهزاده له سفر څخه ترمخه د پاکستان پوځ پخوانی مشر راحیل شریف چې په ظاهره خو د توندلارۍ او افراطیت ضد د نړېوال اسلامي پوځ مشرۍ په نامه وظیفه پرغاړه وړي خو په حقیقت کې د محمد بن سلمان شخصي باډي ګارډ دی چې دا مهال د ۲۳۵ نورو پوځي افسرانو په شمول یو ټيم پاکستان ته رسېدلی ترڅو د شهزاده بن سلمان امنیتي تدابیر ونیسي.

د سپین بادار روزلې پاکستانۍ پوځ چې د انګریزي خدمت څخه تقاعد شي نو بیا د عربوشهزادګانو باډي ګارډۍ ته ملا وتړي. یو څه موده مخکې ویل کېږي چې راحیل شریف د وظیفې نه استعفا کوله مګر شهزاده سلمان ورته اجازه ورنه کړله او حتا تردې خبرونه هم خپاره شول چې پاسپورټ يي تری قید کړی ؤ تر څو پټ سفر ونه کړای شي.

Leave a Comment