fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان

طالبان دې له خپلو خبرو سره پام وکړي

لیکوال افغان جرګه

د پاکستان څخه نشرېدونکې ډان ورځپاڼې سره څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند مجاهد مرکه کړې ده. ذبیح الله مجاهد ویلي: که مونږ واک ترلاسه کړو نو مونږ به له پاکستان سره د ورورګلوۍ اړیکې جوړوو.

څه موده وړاندې د مسکو غونډې ترمخه د طالب مرکچې پلاوي مشر ستانکزي ویلي ول چې د سولې له راتګ سره به ملي امنیتي ځواکونه منحل کېږي. اوس د فکر وړ خبره دا ده که طالبان په ریښتینې د سولې خبرو ته لېواله وي نو بیا په دې حساس وخت کې په دغه ډول جنجالي خبرو ته اړتیا څه ده؟

ایا مجاهد نه پوهېږي هېوادونه د نورو ملکونو او هېوادونو سره اړیکې د خپلو ملي ګټو وټو په اساس برابروي نه هم په شخصي او فردي ګټو او اړیکو پربنیاد؟

همدې ته ورته ایا ستانکزئ نه پوهېږي چې په داسې بیانونو سره نه یوازی دا چې دوي د سولې خبرو ته زیان وراړوي بلکه دا ثابتوي چې د سولې خبرې او مذاکرات په اصل کې مذاکرات نه دي برعکس د یو نباتي او تپل شوې سولې کوښښونه دي؟؟؟

طالبان دې پوه شي چې د خدای زور د ولس زور دی او که دوي په دغه ډول جنجالي خبرو سره پام ونه کړي نو پوه دې شي چې په دې ټولنه کې به هېڅ ځای ونه مومي.

Leave a Comment