fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

د قطر دفتر باید په رسمیاتو ونه پېژندل شي.

لیکوال افغان جرګه

ویل کېږي چې طالبان غواړي د قطر دفتر دې په رسمیاتو وپېژندل شي، په داسې حال کې چې دوي دا دعوه هم کوي چې د د نیمايي نه زیات افغانستان د دوي د نفوذ لاندی دی نو بیا د دوحې دفتر په رسمیاتو پېژندنې څه مانا؟

ولسمشر غني هم طالبانو ته وړاندیز کړی چې په ننګرهار، کندهار او کابل کې ورته د دفتر ورکولای شي او د امنیت ساتنې ټټر يي هم وهلی نو بیا طالبان ولې د قطر د دفتر په رسمیاتو پورې کلک نښتي دي؟

ولسمشر غني باید لکه د پخواني ولسمشر کرزي په څېر د قطر دفتر نه یوازی په رسمیاتو ونه پېژني بلکه د سولې خبرې اترې دې په افغان خاوره کې د افغانانو تر مشرې پورې مشروط کړي. په نورو هېوادونو کې د سولې خبرو مانا دا چې تپل شوې سوله او نور هېڅ هم نه!

د افغانستان په خاوره کې د سولې مذاکراتو سره به طالبان ثابته کړي چې دوي افغانان دي او د افغانستان ګټې ورته مهمې دي، که نه د بل په خاوره کې خبرې اترې به کټ مټ د ۹۰مې لسیزې په څېر پایلې ولري.

Leave a Comment