fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

اجرایه ریاست د چا له ادرسه غږېږي؟؟؟

لیکوال افغان جرګه

له هغه وروسته چې ولسمشر غني په محکومه پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو او بلوچو سره د پاکستان د ریاستي ادارو لخوا د تبعیضي چلند په اړه خپله اندېښنه د ټویټر له لارې ښکاره کړه نو ورپسې دوهمه ورځ د اجرایه ریاست ویاند دغه ټویټونه د پاکستان په کورنۍ چارو کې لاسوهنه وګڼله او د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان دننه د پښتنو او بلوچو سره تبعیضي چلند يي د پاکستان کورنۍ مسله وبلله په داسې حال کې چې نوموړی له دې هم نه دی خبر چې د ډیورنډ کرښې په دواړو خواو ته مېشت قومونه افغانان او پښتانه دي او په ورته وخت کې دواړه خواوې له یو مالوم ادرس ځینې د بد ناورین څخه تېرېږي.

اجرایه رئیس او ولسمشر غني ترمنځ که کوم شخصي مشکلات وي نو لږ تر لږه پخپلو منځونو کې دې حل کړي مګر په ملي مسایلو کې باید د یو بل په لاره کې خنډ جوړ نه شي. اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله ته باید ورپه یاد شي چې په جلال اباد کې کله د باچا خان بابا تلین لمانځل کېدو نو له ملي مشر اسفندیارولي خان ته مو ګیله کوله چې ولې ورته په دې غونډه کې د خبرو وخت نه ورکول کېږي په داسې حال کې چې باچا خان د ټول افغان ولس فخر دی، مګر نن که له ستر بشري او انساني ناورین سره مخ ولسونو سره همدردي او خواخوږي ښکاره کېږي نو ته يي د بل هېواد په کورنۍ چارو کې لاسوهنه ګڼې او په تېره بیا د هغه هېواد چې له تېرو څلورو لسیزو څخه افغانستان ته یوازی ترهګر او تروریستان رالېږي؟؟؟

Leave a Comment