fbpx
سیمه او افغانستان

سوله په ماسکو او کعبه کې نه بلکه کابل کې غواړو

لیکوال افغان جرګه

ولسمشر غني تېره ورځ ننګرهار ته په سفر ولاړو چې هلته يي له شینوارو او مومندو قومي مشرانو او خلکو سره ولیدل. ولسمشر غني د غونډې برخوالو ته د وینا په مهال وویل چې که طالبان وغواړي نو ورته په ننګرهار، کندهار او کابل کې دفتر ورکولای شو او هم يي امنیت ساتنه کولای شو خو سوله په ماسکو کې نه بلکه په کعبه کې غواړو.

ولسمشرغني په ماسکو کې له طالب استازو سره د پخواني ولسمشر کرزي او جهادي مشرانو ناستې سره مخالفت ښايي او په ماسکو کې د سولې خبرې په ګټه نه بولي خو ولسمشر باید دا هم له یاده ونه باسي چې د ډاکټر نجیب رژیم له ړنګېدو وروسته مجاهدینو قوماندانونو په مکه کې سره راغونډ شول او د افغانستان د راتلونکي لپاره يي سره په قسمونو لاسونه کېښود مګر نتیجه يي مونږ ټولو ولیده چې څه وشول.

دا ځل نه یوازی دا چې په ماسکو بلکه په دوحه، استنبول، اسلام اباد، واشنګټن، ریاض او د نړۍ بل هر ګوټ کې د سولې خبرو په ځای په خپله مقدسه خاوره [افغانستان] کې غواړو.

Leave a Comment